کور / هراړخیز / دَ پښتني شناخت دَ کښتۍ لنګر

دَ پښتني شناخت دَ کښتۍ لنګر

هسې خو دَ هر يو هېواد دَ تاريخ پۀ جوړولو کښې دَ هغه ځای دَ جعرافيه عامل مهم نقش لوبولے دے خو دَپښتونخوا پۀ تاريخ کښې دَ جعرافيه د عامل نقش پۀ بل ځای کښې څارې نۀ لري ـ پښتونخوا دَ مرکزي ايشيا دَ جنوب شرق هغه برخه ده چې دَجنوبي ايشيا سره لګېدلې ده او دَ تېرو پېنځوزرو کلونو راهسې دَ شمال نه دَ جنوب لوري ته (خصوصا دَهندوستان پۀ لوري)  راتلونوکو يرغلونو، تاړاقونو او دَ مختلفو قومونو او قبائلو دَ خوزښت دَ پاره ئې دَ دروازې حېثيت درلودلےدے ـ  نو ځکه دَ دنګو غرونو او څپاند سيندونو وطن پښتونخوا پۀ پرله پسې توګه جنګونه او تاړاقونه کتلي دي، دَ ويدونو دَوخت دَ آرياګانو دَ لويو څپو نه ورستو يونانيانو، منګولو، ترکو، پارسيانو او د َنورو قومونو لښکرو نه يوازې دَ  پښتونخوا پۀ وګړو خپل مټ کتلے دے بلکه دَ دوۍپۀ  نژادي جوړښت او فرهنګي ودې باندې هم خپل خپل تاثير پرېښے دے. image

 پښتونخوا دَ ترک، پارسي،هندي او چينائي تمدنونو پۀ مينځ کښې پرته سيمه ده نو ځکه  يۍ پۀ څۀ نا څۀ شکل دَدغه ذکر کړے شوي تمدنونو سره اړيکه پېدا کړې ده ـ دوېمه مهمه خبره دا ده چې هسې خو دَ دنيا تقريبا هره يوه ټولنه پۀ يو او يا بل ډول قبائلي ټولنه پاتې شوې ده خو دَمخصوصو جعرافيائي او تاريخي عواملو لۀ امله پۀ پښتونخوا کښې قبائيلي ټولنيز جوړښت پۀ بے څاري توګه اوږود پاتې شوے دے ـ تردې چې دغه جوړښت پۀ پښتونخوا کښې پۀ داسې وخت کښې هم موجود دے چې پۀ نوره سيمه کښې پای ته رسېدلے دے ـ دَ دې تاريخي واقيعت خپل مهم اثرات اونتائج موجود دي ـ 
            کۀ يوې غاړې ته دغه قبائلي جوړښت دَ يرغل ګرو پۀمقابل کښې پښتنو قبائلو ته مزاحمت (يا مقاومت) استعداد وربخښلے دے نو بلې غاړې ته پښتني کلتور او فرهنګ تر اوږدې مودې پورې او پۀ لويه کچه يو زباني (شفايۍ) فرهنګ پاتې شوے دے چې دَ يو کول دَ سينې نه دَ بل کول سينې ته پۀ زباني توګه اوښتے دے ـ  نو په دې وجه دَپښتو ژبې اولسي ادب (فولکلور) دَ مهمې پانګې حېثيت لري ـ  ځکه چې دَ دې پۀ متلونو، ټپو، چاربېتو، رواج نامو او نورو اصنافو کښې دَپښتنو دَ تېرتاريخي ژوند ټوله تجربه او عقل خوندي دے ـ  پښتو ژبه دَ جديد تحقيق لۀ مخې دَ هند آريائي ژبو پۀکورنۍ پورې اړه لرونکې ژبه ثابته شوي ده چې دَ خپل قدامت لۀ مخې دَ اويستا او سنسکرت تر مينځه دَ يو پل حېثيت لري ـ
              پښتو کښې کتابونه پۀ تعداد کم ليکل شوي وو او چې کوم ليکل شوي هم وو دَ هغو زياته برخه دَ جنګونو او تاړاقونو پۀاور کښې سوزېدلې او ايرې شوي وهـ  او دَډېرو لږو کتابونو او تاريخي آثارو نخښې نخښانې پکښې سلامتې پاتې شوې دي ـ  زمونږ دَ شلمې پېړۍ سترشاعر او فلسفي غني خان اګر چې پۀ دې موضوع څۀ تفصيلي ليک خو نۀ دے کړے خو دَ هغۀ سر ه تقريبادَ شلوکالو پۀ ناستې پاستې کښې د هغۀ دَخلې نه ما دَ يوې مهمې تهيورۍ ذکر ضرور اورېدلے وو چې هغه دَ تاريخي او تمدني حافظې کښې دَ شلوؤن (     Rupture)  تهيوري ده ـ  دَ غني خان دَوېنا سره سم دَپرله پسې توګه راتلونکو جنګونو دَ تباهۍاو وراني پۀ وجه زمونږ پۀ تاريخي حافظه کښې درزونه راغلي دي او مونږ دَ خپل ماضي دَ تاريخ سره دَپرېکړون ښکار شوي يو ـ  لۀ هم دې کبله مونږ دَ خپل پرون  سره پۀ اګاهانه او منظم ربط ساتلوکښې پاتې راغلي يو ـ  پۀ دې لړ کښې به غني خان پۀ زياتره ډول دَ ګندهارا دَ بودائي تهذب ذکر کولو ـ  چې دَ حضرت عيسيٰ دَ زېږېدو دَ زمانې دَ خواوشا نه ئې تقريبا ترڅلورو پېړيو پورې پۀ پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کښې وده کړې وه ـ  دَ ګندهارا دغه شانداره بودائي تمدن پۀ څلورمه او پينځمه ميلادي پېړۍ کښې دَ سپينو هنانو ( White Hens)  دَ ويجاړونکي يرغلونو پۀ نتيجه کښې ريز مريز شولو  ـ  پۀ عدم تشدد عقيده لرونکي دَ پښتونخوا خلک خوارۀ وارۀ شو او يا ووژل شولو خو دَدغو حوادثو پۀ نتيجه کښې هغوۍ دَخپل ماضي سره دومره زيات بې ربطه شو چې د، ګندهارا تمدن دَتخليقاتو جاري ساتل خو ورته دَ امکان نه بهر شو خو دوۍ دومره زيات شاړ شولو چې دَخپلو نيکونو پۀ هنر باندې دَپوهېدو جوګه هم پاتې نۀ شو ـ  شايد دَمختلفو ښکېلاکونوښکارکېدو پۀ وجوهاتو کښې يوه وجه دا هم وي ـ 
​     خو سره دَ دغو تاريخي نيمګړتياو او محدوديتونو پښتون نابغه ګان ، دَ عقل فکراو وجدان خاوندان او تخليقي استعداد لرونکي دَخپلو تاريخي مفکورو دَ ژوندي ساتلو او دَخپل ځان دَپېژندلودَ هلوځلو نه لاس پۀ سر نه شول ـ  هغوۍ دَپښتونخوا فطري چاپېريال، غرونو،سيندونو،سردرو،تړو، تيږو،څلو،ساندو،سندرو، شجرو، عنعنو او رواجونو له مخي دَخپلې ملي بڼې ( شکل )او روحيې دَپېژندلو لټون جاري ساتلے دے ـ  پۀ دې کار کښې دَبقا او پائېښت انساني استعداد او کرامت دَ دوي مرستندوۍ پاتۀ شوے دے ـ  ځکه چې دغه شان مثالونه دَ نړۍ پۀ ځېنې نورو ټولنو کښې هم ليدل کېدے شي ـ کۀ څۀ هم دغه کار دَ يو منظم ، مستند او پۀعلمي ډول ليکلي شوي تاريخ متبادل نۀ شي جوړيدلے خو داهم يو معلوم حقيقت دے چې پښتنو دَ هم دغې ملي بڼې او روحيې پۀ بنياد خپل قومي شناخت ټاکلےدے ـ دَخپل ژوند کړنلاره يا نړۍ ليد(Worldview)  پښتونولي ئې پېژندلې ده او دَ نورو قومونو او اولسونو سره ئې دَ "مونږ" او "هغوي" فرق پۀ ګوته کړے دے ـ مونږه ګورو چې کله خوشال خان خټک لۀ کندهاره تراټکه دَدرست پښتون شناخت کوي نودَژبې سره ئې دَدغه ملي روحيه پۀ نظر کښې ده چې دَ  مغل سره دَپښتانۀ توپير جوتوي ـ  دَدغې ملي روحيې دَ ژورو تلونو نه باچا خان پۀ شلمه پيړۍ  کښې دَجنګياليو پښتنو پۀ روح کښې دَعدم تشدد هغه رنګ راشتۀ کوي چې دَڅو پېړيو دَ ګردونو لاندې ورک شوے وو ـ دَ نورو تيږو، تړو،څلو، ساندو او سندرو پۀ څنګ کښې پۀ زرګونو ټپې هغه سرچينه ده چه زمونږ دَ ورکو او پټو خزانو درک پکښې لګي ـ  دَپښتون ملت دَ روح دَ تار څيړونکے غني خان چې دَخپلو لعلونو خزانې پسې ګرځي نوهغه پۀ خپلو درو کښې دَ خپلو تورو نښانې ګوري اوپۀ واضحه توګه وائي چې زمونږ ټولې تللې زمانې زمونږ دَ وطن پۀ سينه کښې خوندي دي ـ  او دَ خپل شناخت لپاره دَهغې مشاهده لازمي بولي ـ 
​     دَغه وړاندې اوږود تمهيد مو دَدې لپاره اوتړلو چې زما پۀ وړاندې دَستر پښتون ليکوال،روشنفکر ، سترګه ور او سياستمدار ښاغلي بشير احمد خان مټه کتاب " دَ پکتا وينا" پروت دے ـ  او راته دا اعزاز حاصل دے شوے دے چې ټولې نړۍ ته عموما او پښتون ملت ته پۀ خصوصيت سره دَدې کتاب دَ راتګ زېرے ورکړم ـ خو دا خبره بايد پۀ وړومبي سر کښې واضحه کړم چې دا دَپښتنو دَ رسمي تاريخ پۀ پۀ حقله ليکل شوے روايتي کتاب نۀ دے ـ  چې پکښې نېټې،زمانې، نومونه او تاريخي مرحلې درج وي ـ  "دَ پکتا وېنا" دَ يو خيالي داستان (Allegory) پۀ شکل کښې ليکل شوے دے خو زما پۀ نزد دا دَ پښتنو دَ ملي روحيې، دَ پېړيو پۀ لويه لار کښې دَ هغوۍ دَ مزلونو، غورزو پرزو،لوړو ژورو او دَ هغوۍ دَنفسياتي او روحاني بڼې (شکل) پۀ حقله تراوسه ليکل شوےتر ټولو مهم کتاب دے ـ  دا زمونږ دَ ورکوکتابونو عطردےيا دَهغه کتابونو روح دے چې دَ نامساعده حالاتو پۀ وجه اونۀليکلے شو ـ  دا د خپلو دنګو غرونو، ياغي سيندونو، سرکشو سيليو، پيچلي پيچومو او مستو ورشوګانو کښې دَپښتني ژوند دَکاروان دَمزل انځور دے ـ هو دا دَ  کتاب نه زيات انځور دے نو پرې پوهېدلو لپاره ئې تش لوستل کافي نۀ دي بلکه ورته به ځيريدل غواړي اوپۀ خپل روح کښې به ئې جذبول غواړي ـ  دا دَ آرياګانو دَ ويدونو دَ وخت نه تر دې عصر پورې دَپښتنو پۀ ژوند يو طائرانه نظر دے لکه چې پۀ لاس کښې بَل دَ ليتکي رڼا دَ تيارۀ انګڼ ګوټونه روښانه کوي او دَنظر لاندې راولي ـ  او د يوه ګړندي فلم پۀ شان ئې دَ سترګو مخ کښې تېروي خو کومه پېژندګلوي چې ورکوي هغه قطعا سرسري نۀ ده بلکې دَ روحونو تَل ته سرايت کوي ـ دا دَبشير خان مټه پۀلاس کښې بل شونټے دے چې دَپښتونخوا دَ تاريخ قدامت تيارې پرې داسې ليدل کېږي لکه سړے پرې پۀ شپه کښې دَغرونو پۀ درو کښې مزل کوي ـ  دا پۀ پښتونخوادَ يوۀ مئېن خيال دَ پردو نه راوتلې يو داسې داستان دے چې ژبه ئې اېغه نېغه داده خو دَمعنو او مفهوم نه ډکه ده ـ  بشير خان دَکتاب سريزه کښې ليکي ـ 
​"او راغلل ماپۀلاس هغه ټکي چې جوګه وو دَښکلو دَکتاب،او راخوت دا کتاب زما دَ روح پردو کښې لکه دَ يوه سرکشه سيند، ډک پۀ بدمسته او بو د خړ سېلاب ـ او يو قوت زبردست نۀتنبېدونکے،هر څۀ اړونکے، ماته اوکړو غږ غړانګ، پاره وونکي، هر څۀ اړونکي، چې راټول کړم دَخپل روح دَ پردو نه دا کتاب" ـ 
     دَ دې داستان مرکزي کردار يو لاروے دے چې دَپښتونخوا دَ يوه لوري نه بل لوري ته مزل کوي، هغه ټول چاپېريال دَ زړۀ پۀ سترګو ګوري ، ژوره مشاهده ئې کوي او پۀ ډېر مؤثر اندازکښې دَ هغې بيان هم کوي ـ  ورسره هغه دا هم پۀ ډاګه کوي چې دَ هغۀ دَ سفر هدف، خپل خوارۀ وارۀ ټبر ته دَ پکتا نيکۀ پېغام رسؤل دي ـ  هغه کله دَ زړۀ لرزونکې کريکې په شان خېژي او کله دَ تندر پۀ شان رفتار لري ـ هغه پۀ سېلاني ستوري پسې درومي، پۀ دې مزل کښې هغه دَ فطرت پۀ عناصرو يعنې پۀ اور، اوبو , باد او خاوره تبصرې کوي ـ هغه پۀ وخت او دَهغې پۀ نوعيت بحث کوي ـ  انسان او دَ هغۀ وجود، روح ، مادي چاپېريال ټول دَ هغۀ دَ فکر موضوعات دي ـ  دَ آدم دانائي دَ هغۀ دَ څېړنو وسيله ده ـ  خو پۀ دغو ټولو مباحثو کښې دَپکتا ټبر او دَهغوۍ پۀلاس  دَ يوې خپلې دنيا جوړولو ارمان پۀ هر ګام بريښي ـ 
​     دَ پکتا وېنا پۀ ظاهره ساده او زوروره خوورسره دَ مفهوم نه ډکه ده ـ  دغه داستان يو عمومي انساني چوکاټ لري چې پۀ فطرت کښې دَانساني وجود دَبقا جدوجهد تر سيموي خو بيا پۀ دغه عمومي انساني چوکاټ کښې دَپکتا دَ ټبر د  غورزو پورزو حکايت بيانوي چې دَسپين ډاګ کلے ئې يو علامت دے ـ دَ پکتا وېنا دَپښتونخوا دَ ورکو ياد نه ليکل شوو کتابونو هغه مواد دے چې دَپښتونخوا پۀ فطري چاپېريال او دَ پښتون پۀ روحيه کښې وجود لري ،  دَ پکتيا وېنا دغه مواد رابرڅېره کوي او دَپکتا ټبر (پښتون) خپلو جرړو او ريښو ته بيائي ـ دَ کتاب دَ ژبې زور او دَ مفهوم ژورتيا هدف دَ تاريخ پۀ څپانده سمندر کښې دَپښتني شناخت  دَ پاره لنګر جوړول دي ـ کۀ څۀ هم دَ دې کتاب پۀ حاشيو کښې لکه دَ رسمي تاريخ پۀ شان دَ آريايۍ ويدونو، دَ يوناني هيروډټس دَ تاريخي آثارو،او يا دَنورو کتابونو حوالې موجودې نۀ دي  خو دَپکتا دَ وېناپۀ مفاهېمو کښې دَدغه کلاسيکو افکارو دَ روح وړانګې موجودې دي ـ  دا خبره به لوستونکو ته عجيبه اولګي  خوماته دَ پکتا وېنا دَ کتاب پۀ بيا بيا لوستلو تجربه دَپښتنو دَملي اتڼ پۀشان اولګېده ـ  ماته داپۀليک کښې ملي اتڼ خوند ځکه اولګېدو چې لکه چه پۀ ټوټه کولويعني تحليل او تجزيې سره پۀ اتڼ پوهيدل يا دَ هغې نه خوند اخستل ګران دي خو کۀ سړے پۀ اتڼ ورګډ شي او پکښې تر آخره  ؤڅرخي راوڅرخي نو دَمجموعي تجربې خوند ئې ژور او نۀ هېريدونکې وي ـ  پۀ ځېنو برخو کښې ئې دَ ظاهري سادګۍ سره دَمفهوم ژورتيا دَپښتو دَ ټپې پۀ شان هم لګي ـ  ټپه چې پۀ تولنيزه توګه دَ پښتنې ټولنې دَ ماشوم والي معصوميت اوتجسس پکښې ځلېږي ـ 
     زۀ پۀ پوره ډاډ سره وئېلے شم چې دَ پکتيا وېنا پۀ شان کتاب يوازې بشير احمد خان مټه ليکلے شي ـ ځکه چه هغه دَ زاړۀ او نوې، مغربي او مشرقي تاريخ او تمدن پۀ باب ژوره مطالعه لري ـ  يوناني اسطورې، هندي او ايراني تهذيبونه ورته دَلاس دَ تلي پۀ شان معلوم دي ـ  پۀ نوي تاريخ هم ژور نظر لري ـ  ورسره ئې ټول عمر دَ پښتون قوم سره پۀ مينه او دَ هغوۍ پۀ خدمت کښې تېر کړے دے ـ  ټول عمر ئې دَپښتنو دَ تاريخ مطالعه کړې ده  , په خپل لر او بر وطن کښې ئې وخت تېر کړے او ژوره مشاهده ئې هم کړې ده ـ  ګرانو لوستونکو ته ښه معلومه ده چې مونږ پښتانۀ چې کله پۀ يوه سيمه کښې دَ يو بنيادم دَ ژورې بلدتيا خبره کوو نو وايو چې هغه دلته هغه دومره بلد دے چې دَدې ځای کاڼي او بوټي هم ورسره خبرې کوي ـ  نو تقريبا هم دغه کېفيت دَ بشير احمد خان مټه دے ـ  دَ دې نه وړاندې ئې دوه کتابونه چاپ شوي دي ـ  يو کتاب ئې پۀ انګرېزۍ ژبه دَهندوستان دَپښتون بادشاه شېرشاه سوري دَ ژوند او لاس ته راوړنو پۀ حقله ليکلے دے چې بې لۀ کومه شکه دَ پښتنو پۀ تاريخ باندې ليکل شوي کتابونو کښې ئې دَ کلاسيک درجه حاصله کړې ده ـ  حقيقت خو دا دے چې کۀ بشير خان بل هېڅ نۀ وي کړي نو دَ تاريخ دغه کتاب به  هم دَهغۀ دَ تل ژوند ي ساتلو لپاره پوره وو خو هغه پۀ خپل وطن او اولس مئېن يو مبارز انسان دے چې خپل ټول ژوند ئې دَ خدمت او مبارزې لپاره وقف کړے دے ـ  لږه موده وړاندې ئې دَشاعرۍ کتاب "سېلاني ستوري" هم چاپ شوے دے او زۀ يو ځل بيا پۀ پوره ډاډ سره وئېلے شم چې پښتو ژبې يو نوے خوږ ژبے او پخته کار شاعر بياموندو او عجيبه خبره خو دا ده چې دَ دغه کتاب تر راڅرګندېدو پورې زما پۀ خيال هېچا ته معلومه نۀ وه چې بشير خان شعر ليکي او هغه هم دَژبې دَمعيار، دَ تخيل دَ لوړوالي او دَ هنري اصنافو پۀ پېمانه دومره باکېفيته شعردے  ـ خو بشير خان يو دروېش صفته بنيادم دے چې دَتشهير اونمائش دَ دنيا نه ډېر لرې اوسېږي ـ  بل خوا ته دَ پوهې ، تعليم او فرهنګي ودې لۀ مخې پښتانۀ هم لا دَ دې جوګه شوي نۀ دي چې خپل واقعي روشنفکران او سترګه ور ؤپېژني ـ  زۀپۀ دې خبره پوره يقين لرم چې زمونږ راتلونکي نسلونه به زمونږ  دَ نورو غښتلي سترګه ورو سره يو ځای بشير خان دَ سره ؤپېژني ـ 
​     "دَپکتا وېنا" دَ بشير خان دَ اوږدو کلونو دَ تفکر، رياضت،مطالعې،مشاهدې او غور و فکر نتيجه ده ـ  هغه پۀ دې خبره دَ بل هر چا پۀ نسبت زيات ښۀ پوهـ دے چې کله نه دَپښتون ملت کاسه يعنې دَهغۀ وطن مات شوے دے نو دَ هغۀ شناخت يا هويت هم دَچېلنجونو سره مخامخ شوے دے ـ  دا هغه کار دے چې پۀمات شوي لوخي کښې موجود مواد سره کېږي ـ خوهغه دَپښتنو دَملي روحيې او شناخت دَمزاحمت پۀ قوت هم پوره باور لري ـ  کۀ څۀ هم دَ تېرو قابو څلوېښتو کلونو اړے ګړے، جنګ او تباهۍ پښتون پۀ مادي او روحاني توګه زيان من کړے دے خو تاريخي تجربې دا ښودلې ده چې دَسترو استبدادونو دَ ويجاړونکي يرغلونو نه ورستو پښتون بيا راوچت شوے دے ـ  مونږ دَبشير خان مټه سره يو ځای باور لرو چې لکه څنګه چه پښتانۀ دَ سکندر، چنګېز، تيمور، بابر، اورنګ او فېرنګ دَ تاړاقونودَ تباهۍ باوجود دَ ملت پۀ توګه ژوندي پاتې شوي وو ـ دغه شان به دَاوسنۍ خونړۍ لويې لوبې نه هم ځان راؤباسي ـ  "دَ پکتا وېنا" پۀ داسې وخت کښې دَپښتون لوستونکي لاسو ته رسېږي چې دَ تاريخ دَ سمندر پۀ يو خطرناک طوفان کښ دَپښتون ملي شناخت دَ سترو خطرو او فشارونو سره مخامخ دے ـ  هيله ده چې دَدې کتاب هنداره به دَ پکتا ټبر ته دَ خپل ځان پۀ پېژندلو کښې کومک ورکړي ـ  خوتش دا راسره غم دے چې لۀ بده مرغه پښتانۀ پۀ پښتو کښې کتابونه نۀ لولي او "ګران" ورته ښکاري ـ  خو زۀ به دَ دوۍ نه پۀ پوره عاجزۍ خواست اوکړم چې  دځان سره خواري اوکړي او دَ پکتا وېنا پۀ بيا بيا اولولي چې تر څو ئې دَمفهوم تل ته اورسي ـ 
​     ما پۀ اول سر کښې دَ پښتنو پۀ تمدني حافظه کښې دَشلوون ( Ruptures) پۀ باره کښې دَ غني خان دَ تهيورۍ ذکر کړے وو ـ  کۀ څۀ هم دا دَ اوسني وخت او دَ راتلونکې زمانو دَ تاريخ ليکونکو او فرهنګيالو ذمه واري ده چه د  خپلو علمي څېړنو، لټونونو او تحقيق  په وسيله دَ پښتني تاريخ ورکې کړۍ پېدا کړي تر څوچې دَ ملت پۀ تاريخي حافظه کښې موجود درزونه ډک شي او هغه يو تسلسل بيا مومي خو بايد مونږ ټول دَبشيرخان مټه لۀخوادَ يوه خيالي خودوجداني تخليق نه ډک داستان پۀ وسيله دَ دغې وروکې حافظې دَ راشته کولو د هڅې ستائېنه ؤکړو ـ  مونږاو تاسو دَ هغو کوششونو شاهدان يو کوم چې جاپاني سائنس پوهان دَباميانو دَ بودا دَړنګې شوې مجسمې دَ راشته کولو دَپاره کوي ـ  او دَ مختلفو سائنسي ټيکنيکونو پۀ وسيله دَخلکو پۀ نظر او ذهن کښې دَ بودا دَ مجسمې وجود راشته کوي ـ بشيرخان هم دغه شان دَ پښتني طبيعت او روحيې پۀ وسيله دَ شناخت يا هويت دَ انځورولو مؤثر کوشش کړے دے ـ  څوک چې بشيرخان سره پوره  شناخت لري، هغوي به  د  دوۍ بره نه د خاموش اودننه نه طوفاني شخصيت دَ دخصوصياتوپۀ حقله زما سره اتفاق ؤکړي ـ  اوله دا چې هغه ستر شاعر خوشال خان خټک ته ډېر ژور عقيدت لري او دَ هغۀ دَشاعرۍ دَمفهوم نه ډکو څپوباندې ئې تل زړۀ او ذهن خړوب کړے دے نو پۀ هغۀ باندې دَخوشال بابا دَفکر تاثير څرګند محسوسېږي ـ  دوېمه دا چې بشير احمدخان مټه دَ باچا خان بابااو دَخدائي خدمتګارۍ دَمکتب ډېر کلک او غښتلے پېروکار دے ـ  دَ پکتا وېنا غوندې شاهکار پۀ ځلېدلو کښې دَباچا خان دَتحريک رڼا پۀ يقيني توګه شامله ده چې دَ نوي استعمار او استبداد پۀ تيارو کښې ئې بشير خان او د نورو سترګه ورو سترګو ته رڼا بخښلې ده نو ځکه خپله دغه  ليکنه دَپښتو پۀ دې ټپه خلاصوم چې وائي ـ 
؎​​​       کۀ اباسين راغلے نۀ وے
​​​پۀ ګنګه خړو کښې به چا موندل ټېکونه
افراسياب خټک
۲۴ ستمبر ۲۰۱۵اسلام اباد

تبصرې پرانیستي‌

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده.

    راځئ ځوانانو په پښتونخوا کې د پښتو د ترقۍ لپاره کار وکړو

    راځئ پښتانه سره یو ځای کړو 

    راځئ لر او بر پښتانه سره وروڼه کړو