کور / نثر / د نورالبشر شاعري او د کرن خان سندره

د نورالبشر شاعري او د کرن خان سندره

ليکنه: فضل ربي روستم

نور البشر نوید نظم په داسې انداز ویلی چې په کې پښتون او پښتونواله  د خپلې ملنګۍ قلنګ غواړي .

لاندې  په یوه فرش ورته د پښتو ژبې هاغه هستۍ ناستې دي څوک چې د سیاسي کړکېچونو او د  یو ریاست له شومو لومو نه ښه خبر  دي مګر په همدې وخت کې یې د پښتو او  پښتونوالې لپاره هڅې بې خوفه دي ( استثناء په کې شته) 

د نورالبشر صیب دې شاعرۍ ما ته د ارواښاد اجمل خټک د هغه نظم چې د پښتون حالت یې په کې خدای ته ژړولی او د هغه د نس د مړښت او پایښت لپاره یې د لویو لویو قدرتونو رب نه په چیغو چیغو تمناوې کړې وې ، رایاد کړ .

اجمل خټک بابا که زارۍ کولې خدای ته یې کولې خو  نورالبشر نوید صیب دلته د پښتون د  حالت پړه  خپله  پر پښتون او په یو پښتون ضد ریاست اچوي .
په ورستیو کې د اسلام اباد هاغه معاشونو ته په کې ذکر کیږي کوم چې د یوې ادرې لخوا دوی ته د خپلو موخو د تکملېدو په مقابل کې ورکول کیږي .

ورک اسلام  اباد شه غټ غټ خلک په پیسو اخلي 
سرو سپینو بدل نه کړ په رنګ دا  غنمرنګ  ملنګ

 ما ته د غلام وطن ګستاخې هوا دا ووې 
ځار شم د باغي باغي  پښتون پښتون خوش رنګ

د پښتون د عدم تشدد ستر مبارز باچا خان   تصویر هاغو بې ننګو پښتنو ته وړاندې کوي چا ته چې هغه خپل ژوند خاورې کړ .

وګورئ په لاس  کې د تاریخ د جبر تبر ته !
مړ شو د بې ننګه پښتنو سره په ننګ ملنګ 

 د '' واخله  اله واخله" دوبار تکرار او په مینځ کې د وایلن هغه نرۍ  ساز  د زړه په سرخوږه  څکونډي لګوي .
همدا څکونډکه بیا وروسته  ذهن ته هغه وخت رسي چې په نظم کې د بابا د کچکول د بیا راخستو لپاره د چا د نشتون او د پښتنو د  یو والي لپاره پیغور ورکړل شي .

بویه چې څوک بیا راواخلي دا  کچکول  او دا رباب
بویه چې په دې کوڅو به راشي په غورځنګ ملنګ
 
خلکو روغې وکړې توربان سره په توره شپه
پاتې شول ، سوالي سوالي پاګل پاګل په جنګ ملنګ

د نظم وروستۍ برخه کې  امېد دی ، هیلې دي او د پښتنو د یو ځای کېدو تصویرونه دي .

سره ډولۍ او سره جنجیان  او چغې د الا الا 
خوب وینم چې خیژي په جنت کې په پالنګ ملنګ

زه به د غیرت چغه د بانګ په شانتې وایمه
څکلي په بشر دي د پښتو په نشې بنګ ملنګ

په یوه فرش ناست پښتانه او د کرن خان  د ملګرو د ګډې موسیقۍ سره د  نورالبشر نوید صیب شاعرۍ کې داسې کیف دی شاید که څوک یې له بلې موسیقۍ نه په دومره احساس  واخلي .