کور / شعر / نامانوس بوی ـ منظوم نکل

نامانوس بوی ـ منظوم نکل

ahmadwaliachakzai

له کوره ليري په يو ښار کي
يو کليوال ؤ بوخت په کار کي
د خنځيرانو په فارمو کي
په سپينو ورځو تورو شپو کي
کار يې بس دا ؤ چي جمع کړي
چټل مواد او بيا چپه کړي
زياتره وخت به يې موندلی
مردار حيوان وروست پړسېدلی
بيا به يې هغه کشولی
له فارمه ليري به ې سوځلی
دا يې بس کار دا يې روزګار ؤ
سړی له ژونده ډېر بيزار ؤ
ويل تر کله به دا ژوند وي
چټل بويان او خوله بدخوند وي
کاشکي خپل کلي ته زه ستون سم
يو څه به پوه زه په ژوندون سم
توبه يې وکښه له دې کاره
همدا ؤ ولاړی له دې ښاره
راغلی چي دی خپلي قريې ته
د نيکه ګانو هديرې ته
نور کلی نه ؤ هغه کلی
لکه چي دی ورڅخه تللی
پکښي راغلي تغيرات ول
جوړ سوي جګ جګ تعميرات ول
پکښي کي زوږ ؤ د موټرو
چي ځغلوله خېټه ورو
پاته نور نه ول هيڅ کښتونه
نه دحقانان شخ شخ برېتونه
کور ته چي راغلی مور يې مړه وه
پر کور پردۍ جوړه دېره وه
ټول ګاونډيان يې پيسه دار ول
له بې وزلانو دوی بېزار ول
پکښي هغه سړی لوی نر ؤ
چي مليونر ؤ تريليونر ؤ
وه بس پيسه ورته مهمه
مهمه نه وه چي له کومه
چي بس يو څوک به پيسه دار ؤ
ورباندي هر سړی به زار ؤ
هر څومره لوی چي به قاتل ؤ
خلکو ته هغه لوی اصيل ؤ
قدرت عزت واړه د دوی ول
هر څومره زيات چي هم بد خوی ول
شاعر و دوی ته قصيدې کړې
عابد و دوی ته سجدې کړې
خلک ورتلل به سلامۍ ته
د اخترو مبارکۍ ته
چا چاپلوسۍ به يې کولې
چا به لورګانې ورکولې
واک بس د دوی ؤ دوی واکمن ول
دوی هم ښاغلي عزتمن ول
مسافر ډېر ورته حيران سو
په حال د خپل کلي پرېشان سو
ټول نابلد شيان يوې خوا ته
يو نامانوس بوی بلي خوا ته
د کلي هر لوري ته خور ؤ
بد بوی دننه په هر کور ؤ
تر تعفنه لا بدتر ؤ
خوګ مردار سوی پر بهتر ؤ
داسي بد بوی چي بې مثال ؤ
خور په دې کلي سروکال ؤ
له دغه بويه مهاجر سو
سړی بيا ولاړی مسافر سو
بېرته يې پېل کړ خپل زوړ کار
د مهاجرت ژوند و روزګار
خو پکښي خوښ ؤ تر پخوا
ځان ته به ې کړله دا وينا
تر هغه بوی د يو ضمير
چي وي مړ سوی بېله وير
که سګ شويي که خوګ شويي ده
په پرتله يې خوشبويي ده
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۳مه نېټه، بون

____________________________
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه