کور / راپور / شاعره مينه انتظار له ولسمشره د عدالت غوښتنه کوي

شاعره مينه انتظار له ولسمشره د عدالت غوښتنه کوي

له پژواک څخه په مننه

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵): د کندهار ښار اوسېدونکې ليکواله او شاعره مينه انتظار وايي، خور يې په ډېر وحشت وژل شوې او د هغوى له کورنۍ سره لوى ظلم شوى، په همدې بنسټ له دولتي مسوولينو د عدل او انصاف غوښتونکې ده.

دا وايي، د خپلې خور د وژلو په قضيه کې يې د انصاف او عدل د پلې کېدو لپاره خپل غږ پورته کړى خو ځينۍ کړۍ غواړي په يوه او بل نوم د هغې د عدالت غوښتنې هڅې له خنډ سره مخ کړي او غږ يې خپ کړي.

د دې په خبره، په دې وروستيو کې ورته ډېر ګواښونه کېږي او خپل ژوند مصئون نه ګڼي، خو اوس اړه شوې پر ولسشمر غږ وکړي او له هغه د عدل او انصاف غوښتنه وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغې زياته کړه: ((ځوانه خور مې په ډېرې بې رحمۍ ووژل شوه، د دې پر ځاى چې زموږ له کورنۍ سره عدل او انصاف وشي، دې قضيې ته نور رنګونه ورکول شول او په کورنۍ پورې مو ډول ډول تورونه پورې شول.))

د دې په خبره، خور يې ليلا د کندهار ښار د شهيد عبدالطيف ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه چې د روان ١٣٩٥ کال د غويي مياشتې په ٢٢مه د ښوونځي په نيت له کوره ووته او بيا راستنه نه شوه.

دا وايي، د خپلې خور لټون يې پيل کړ چې په دې لړ کې يوه کس دوى ته د ټليفون يوه شمېره ورکړه چې ګواکې دا ليلا ده، خو کله چې هغوى له دې شمېرې سره اړيکه ونيوله، شمېره د کندهار د امنيې قومندانۍ له جنايي څانګې سره وه.

دې وويل، جنايي څانګې د همدې شمېرې له لارې هغوى ته وويل چې ليلا وژل شوې او جسد يې په ميرويس روغتون کې دى.

د انتظار په خبره، امنيې قومندانۍ ورته ويلي چې د دې د خور جسد د غويي په ٢٦مه د ډنډ ولسوالۍ ابراهيم خليفه بابا زيارت ته څېرمه د رېګو په سيمه کې د پوليسو له خوا موندل شوى او بيا ميرويس روغتون ته لېږدول شوى Laila intizar ليلا انتظار

دا وايي، د خور جسد يې هومره خراب شوى و چې له پېژندلو وتلى و، ځکه حېواناتو يې د وجود غوښې خوړلې وې، خو دا چې د هغې له جسد سره د يوولسم ټولګي د کتابونو بکسه او د تذکرې څو عکسونه موندل شوي وو، نو هغوى پوه شول چې دا ليلا ده.

مينې انتظار وويل: ((له دې وروسته مې په قومندانۍ کې د خپلې خور د وژنې د قضيې د څېړلو په موخه رسمي عريضه وکړه، هغوى ته مو د يوې مېرمنې په ګډون ٦ تنه په نښه کړل چې د ليلى د وژلو شک پرې کېده او په اړه يې ځينې شواهد هم موجود وو، په دغو کسانو کې هغه کس هم شامل و چې موږ ته يې د ليلا شمېره راکړې وه.))

د دې په خبره، امنيې قومندانۍ د يادو شوو کسانو له ډلې يوازې پنځه تنه يې نيولي، خو هغه مهم مشکوک کس يې نه دى نيولى چې د ملي امنيت په اداره کې کار کوي.

دا وايي، د خور د قتل موضوع يې هغه مهال په بل مخه واوښته چې هغوى يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو بوخت وو او امنيې قومندانۍ خبرپاڼه خپره کړه چې ګواکې ليلا بدلمنې وه او همدا يې د وژلو کېدو لامل  دى.

انتظار له رسنيو هم ګيله وکړه چې د ژورناليزم له اصولو پرته يې دغې موضوع ته انعکاس ورکړ، په داسې حال کې چې دغه قضيه له نظارت خونې څخه څارنوالۍ او محکمې ته نه وه رسېدلې.

دا وايي، په همدې بنسټ بيا مجبوره شوه د امنيې قومندانۍ د دغه تور خلاف په څارنوالۍ کې عريضه وکړي.

دې وويل: ((امنيې قومندانۍ ته په کار نه وه چې له شواهدو او څېړنو له بشپړېدو مخکې زما پر خور د بدلمنۍ تور پورې کړي، خو که هغه بدلمنې هم وي، هيڅوک يې هم د وژلو حق نه لري، ځکه دلته قانوني حکومت، نظام او محکمه شته.))

مينه انتظار دا هم وايي چې ځينې کړۍ په يوه او بل نوم هڅه کوي دغې قضيې ته بل رنګ ورکړي، هغوى په دوى پسې پروپاګند کوي او په دې توګه غواړي اصلي قضيه پټه پاته شي.

هغې څرګنده کړه چې په دې لړ کې هغه کسان د دې د خور د قتل په لړ کې امنيې قومندانۍ ته ور پېژندل شوي په مستقيم او غير مستقيم ډول دې ته ګواښونه کوي چې برخليک به يې د دې د خور په څېر وي.

دا وايي، دا چې دغه کسان دې ته د ګواښ کولو جرئت کوي، نو ډاډه نه ده چې دغه کسان دې له امنيې قومندانۍ سره بنديان وي.

انتظار زياته کړه، غواړي له دغه راز هڅو او د هغوى د کورنۍ له بدنامولو لاس واخيستل شي او اصلي موضوع ته چې د دې د خور د قتل موضوع ده، بايد انعکاس ورکړل شي.

دې دا هم وويل چې له هيچا سره دښمني نه لري، نه بدلمنې ده، نه ترهګره او طالبه ده، بلکې دوه وروڼه يې اوس هم سرتېري دي چې پر دې هېواد يې وينې تويې کړې او يو يې څو مياشتې مخکې په مارجه ولسوالۍ کې د وسله والو په بريد کې ټپي شوى دى.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې دا نه وايي چې کواګې د دې خور امنيه قومندان وژلې، بلکې دا خبره ضرور کوي چې د خور د وژلو مسووليت يې د هغه په غاړه دى، ځکه څنګه يو څوک دا جرئت وکړي چې يوه بې وسه نجلۍ د ښار له منځه وتښتوي، تر ټولو امنيتي پوستو تېر شي، په بې رحمۍ يې ووژني او بيا يې جسد په رېګو کې وغورځوي.

دا وايي، د خپلې خور د قتل موضوع يې قومندانۍ، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې، خو هغوى چې د محکمې له پرېکړې پرته پر دوى د بدلمنۍ تور پورې کړ، نو دا مجبوره شوه چې موضوع پر ټولنيزه شبکه فېسبوک مطرح کړي.

دې په ډاګه کړه، د دې پر ځاى چې له يوې بې وسې تور سرې سره عدل او انصاف وشي، د بې ګناه خور قاتلان يې محاکمه شي، برعکس هغوى تر فشار لاندې ساتل کېږي، ډارول کېږي.

هغې په دې لړ کې د تېرې پنجشنبې د ورځې پېښه ياده کړه چې ملي امنيت يې پر کور چاپه وهلې او د هغوى له کور څخه يې يو مېلمه چې د خور د غمرازۍ لپاره يې راغلى و او د هغې شخصي ټليفون ورسره وړي دي.

خو دا وايي چې دغسې کړنې، تورونه او فشارونه دا له خپل هوډ څخه نه شي پر شا کولاى او د خپلې خور د قتل په قضيه کې به د انصاف او عدل غوښتنې غږ اوچت ساتي.

نوموړي له ولسمشر څخه هم وغوښتل چې د دې د خور د قضيې دې څېړلو لپاره دې يو پلاوى وټاکي او شخصاً هغه دې دا موضوع تعقيب کړي.

هغې دغه راز د خپل ژوند د خونديتوب په اړه هم اندېښنه وښودله او ويې ويل، يو شمېر کسان يې د موبايل او د فېسبوک د مسينجر له لارې ګواښي چې د دې برخليک به هم د هغې د خور په شان وي.

نوموړې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د هغې د ژوند د خونديتوب لپاره دې لاز اقدام وکړي.

د يادونې ده چې دوه کاله وړاندې د کندهار ښار په ميرزا محمد خان کلاچه سيمه کې دشپې له خوا د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې امر عبدالودود سرحدي(جاجو) له اتو تنو پوليسو سره يو ځاى د مينې انتظار کور ته ور اوښتي وو چې د کور ښځې يې وهلې ډبولې وې.

هغه مهال د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال رسنيو ته ويلي وو چې د مينې انتظار ورور په يوه جنايي جرم کې لاس درلود او پوليسو يې د نيولو لپاره غير مسلکي هڅه کړې ده.

ليکوال او شاعره مينه انتظار د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې دا مهال په کندهار ښار کې له خپلو دوو وروڼو، خويندو او مور سره ژوند تېروي.

 

څو کاله مخکې يې يوه شعري ټولګه هم چاپ شوې ده او په دې وروستيو کې يې د کندهار په نوم يوه فرهنګي اوونيزه هم چلوله چې د دې په وينا، ځينې چارواکو ورته دسيسې جوړې کړې او هغه يې بنده کړه.