کور / تازه خبرونه / ملي امنيت دوه کسه طالبانو ته د عکاسۍ کولو په تور نيولي دي

ملي امنيت دوه کسه طالبانو ته د عکاسۍ کولو په تور نيولي دي

د کندهار د ملي امنیت ځواکونه هغه دوه کسان نیولي، چي په ښار کي يې دولتي تاسیسات او د پولیسو پوستې عکاسي کولې او بیا يې د بریدونو ترسره کولو پلان ورته جوړوئ.NDS Kandahar june 2016
د احمد او حکمت الله په نومونو دغه دوه کسان د کندهار او میدان وردګ ولایتونو اوسېدونکي دي.
د ملي امنيت څخه په خپره سوې خبرپانه کي راغلي چي د احمد په نوم کس يې يوې شاعري ميني انتظار په کور کي او حکمت الله په دامان کي نيول سوی چي د ملي امنيت د خبرپاڼي له مخي دواړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
مینه انتظار مني چي د احمد په نوم کس يې په کور کي اوسېدی او وايي په دې باب يې د ملي امنيت له مسولينو سره خبري کړي.

دا چي د ملي امنيت لخوا په خپره سوې ويډيو کي احمد د طالبانو په غوښتنه د پوليسو له امنيتي پوستو د عکاسي کولو اعتراف کړی دی، نوموړې دا يوه دسيسه بولي چي ورته جوړه ده او وايي چي د خور "ليلا" قاتلين يې غواړي په دې توګه دا او کورنۍ يې تر فشار لاندي راولي چي د قتل د قضيې په هکله له عدالت غوښتلو څخه تېر سو.

مينه وايي "نيول سوی کس احمد چي ددوی مېلمه وو او ملي امنيت ونيوئ، بې ګناه دی، موږ له ډېره وخته پېژانده د ترهګرۍ کوم څرک مو هم نه دی پکښې ليدلی. له دغه کس سره مو له دوو نيمو کالو راهيسي شناخت وو، هر وخت به راتلئ. مخکي ترهګر نه وو، اوس ترهګر سو. په بازار کي ترهګر نه وو، چي زموږ کور ته راغی ترهګر سو او ونيول سو. بس يوه دسيسه ده جوړه ده راته."