کور / تازه خبرونه / په اروزگان ولايت کي د سړک د غاړي په ماين چاودنه کي يوتن وژل سوی او ۳ تنه نور ټپان سوي .

په اروزگان ولايت کي د سړک د غاړي په ماين چاودنه کي يوتن وژل سوی او ۳ تنه نور ټپان سوي .

په اروزگان ولايت کي د سړک د غاړي په ماين چاودنه کي يوتن وژل سوی او ۳ تنه نور ټپان سوي .
صدیق الله پوپل
پېښه نن سهار ۹ بجې د ولايتي مرکز ترينکوټ او دهراود ولسوالی ترمنځ پر لويه لار رامنځ ته وې . 
ياده لار ۳ ورځي مخکي افغان قواوو د نظامي عمليانو څخه وروسته د ترافيکو پر مخ پرانيستل .
د اروزگان  امنيه قومندان مل پاسوال محمد ويس صميمي لراوبر ډاټ کام ته وويل چي د ملکي خلگو د سپرلی موټر په زرتالي سيمه کي له عمومي سړک څخه اوښتي او په يوه فرعي لار کي د دولت د وسله والو مخلفينو له لور ځای پرسوي ماين پرې چاودنه کړې . 
ده زياته کړه چي په پېښه کي ټپيان امنيتي سرتير روغتون ته ليږدولي . 
دغه راز د اروزگان امنيه قومندان وايي چي هوايي قواوو د چارچينو په ولسوالی کي تيره شپه د هوايي بريد په ترځ کي ۶ وسله وال په نښه کړي .
د زياته کړه چي په وژل سويو وسله والو کي ۳ تنه د وسله والو مهم سيمه ييز قومندانان وو .
خپله وسله والو طالبان پدې اړه کومه تبصره نده کړې .