کور / شعر / ايا دغه کلی پېژنئ؟ (نظم)

ايا دغه کلی پېژنئ؟ (نظم)

ahmadwaliachakzai
در پېژنم يو عجب کلی غريب
پکښي اوسيږي عجب خلک حريب۱*
ټول دي تورزن او تُريالي دي هغوی
فکر کوي چي ننګيالي دي هغوی
د تُرياليو او تورزنو په غوږ
څه ښه لګيږي د غزاؤ جګ ږوږ
پلار يې غازي نيکه غازي لري دوی
ور تر نيکه هم په غازي لمانځي دوی
د دوی په سترګو کي هر جنګ و جدل
غزا ياديږي که فتنه وي اصل
تر خاموشۍ يې په غوغا خوشال وي
د لوڅي توري په شرنګا خوشال وي
بريتونه شخ شملې يې شخي د دوی
شخ يې مغزي شخ يې سرونه د دوی
که وي جګړه تورو ديبانو سره
که معرکه د شاپېريانو سره
که د خپل ورور سره لانجه وي کومه
که د تربور سره قضيه وي کومه
بس د هر رنځ دوا په توره کوي
په تويولو يې د وينه کوي
له علمه بد وړي پوهه نه خوښوي
جنګ ته لېوال وي روغه نه خوښوي
پر خپل رهبر باندي دوی سر ورکوي
باندي اولاد او مال و زر ورکوي
تر دين تيريږي د رهبر له پاره
د هغه امر او سنګر له پاره
کونډي کوي ورته تور سري خپلي
بوري کوي مېندي سپين سري خپلي
لوګي کوي ورته پټی او خپل کور
ړانده بعيت ته يې همېش وي ډېر زور
نه د رهبر ورته شاليد مهم وي
نه يې رشتيا نه يې تقليد مهم وي
نه يې عمل نه يې باور مهم وي
نه يې ريښه نه يې ټبر مهم وي
نه يې پېمان نه يې ايمان مهم وي
نه يې ضمير نه يې وجدان مهم وي
بس يو دا شرط وي چي پردی به وي دی
يا پردي پاله نيم سړی به وي دی
ژبه به ې چرپه وي او تېزه به وي
او خامخا فتنه انګيزه به وي
ژمني وعدې به دی د ستورو کوي
د سپيني غوا او شودو تورو کوي
اولاد بې هيڅکله و جنګ ته نه ځي
د خپلې خاوري نام و ننګ ته نه ځي
خو خامخا بې تر بل تَره غواړي
بس تر هر چا به ډوډۍ غوړه غواړي
نور به لوڅ ګرځوي د مرګ پر کوڅو
خو ځان به ساتي دی په سلو پردو
د کلي خلک داسي فکر کوي
په هر محفل کي د دې ذکر کوي
چي اتلان دي دوی د ټولي نړۍ
حرام پر دوی باندي د سولي مړۍ
خو په دې نه پوهيږي دا سادګان
چي نه رهبر نه يې اختيار دی د ځان
هم په دې نه پوهيږي دا خوارکيان
چي آزاد نه دي دوی تل دي اسيران
د جهالت او بې علمۍ په بند کي
د فتنه ګر لعين شيطان په پند کي
هر څه پردي دي او دوی شی نه لري
کفن ته ستنه او سپڼسی نه لري
نه يې شمله له خپل توليده څخه
نه يې وسله له خپل خريده څخه
نه د برېتو د غوړولو غوړي
نه د زخمي د رغولو سړي
در پېژنم يو عجب کلی غريب
پکښي اوسيږي عجب خلک حريب
ټول دي تورزن او تُريالي دي هغوی
فکر کوي چي ننګيالي دي هغوی


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۷مه نېټه
حريب۱* = مسلکي جګره مار

__________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه