کور / راپور / لوی څارنوال: لوګر ته د تسلیت لپاره نه بلکې د تعهد لپاره راغلی یم

لوی څارنوال: لوګر ته د تسلیت لپاره نه بلکې د تعهد لپاره راغلی یم

لوی څارنوال: لوګر ته د تسلیت لپاره نه بلکې د تعهد لپاره راغلی یم.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي لوګرولایت ته په سفر کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو حاجي صاحب خان، حاجي علي محمد ، حیدرجان نعیمزوی، د مشرانو جرګې غړی ډاکټر اصف صدیقي ، د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد، دا ستناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، ولایتي شورا غړواو د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او د استناف څارنوالۍ د کارکوونکو سره په لیدنه کې دغه خبره وکړه.
لومړی د لوګر په استناف څارنوالۍ باندې د تېرې اونۍ په برید کې شهیدانو روح ته د دوعا لاسونه پورته سو.
ولایت والي محمد حلیم فدایي لومړی لوګرولایت ته د لوی څارنوال راتګ ته هرکلی وویل او زیاته یې کړه ولس چې پرې اعتباراو باور لري هغه عدلېې ارګانونو دي ځکه دوی د عدالت راوستونکي دي او له دوی پرته عدالت نه قایمیږي او لوګر ولایت مقام ستاسو د لرلید چې عدالت، سرعت او صداقت دی پوره ملاتړ کوي.
د مشرانو جرګې غړي ډاکټر اصف صدیقي د لوی څارنوال څخه مننه وکړه چې لوکر ولایت ته یې خاصه توجه وکړه او خپل لومړنی رسمي سفر یې د لوګر څخه پیل کړ او له نوي څارنوال څخه یې وغوښتل چې خپل کار په زړور توب سره ترسره کړي او مونږ ورسره یو.

 

صدیق الله پوپل