کور / تازه خبرونه / په وزارتونو کې دې تدارکاتو پروسه چټکه سی چې وکړای سو په خپل وخت بوديجه مصرف کړو

په وزارتونو کې دې تدارکاتو پروسه چټکه سی چې وکړای سو په خپل وخت بوديجه مصرف کړو

په وزارتونو کې دې تدارکاتو پروسه چټکه شي ، چې وکړای شو په خپل وخت بوديجه مصرف کړو
دغه څرګندونې پکتیاوالي نصرت الله ارسلا په ويډيو کنفرانس کې د وزارتونو معینانو او عمومي رئيسانو سره په خبرو کې وکړې.
د ماليې وزارت د بوديجې عمومي رئيس ضياالرحمن حلیمي وویل د ولسمشر د حکم په اساس په ۱۳۹۵ کال کې بوديجه باید (۸۰) سلنه مصرف شي.
نوموړي زياته کړه په روان مالي کال کې حکومت (۱۶) سلنه بوديجه مصرف کړې او مرستندويه هېوادونه ټينګار کوي چې ټوله بوديجه باید مصرف شي.
د ماليې وزارت د خزانو عمومي رئيس محمد اقا وويل چې د تدارکاتي پروسې د چټکتيا او پر وخت د بوديجې مصرفولو په اړه به د وزارتونو له معینانو ، والیانو او وکیلانو سره ګډې او دوامدارې ناستې کوي چې وکړای شي د بوديجې په اړه ورکړل شوی هدف ته ځان ورسوي.
د پکتیا والي نصرت الله ارسلا په خپلو خبرو کې دا ډول ناستې ګټورې وبللې او زياته يې کړه چې په وزارتونو کې د پروژو د تدارکاتي پروسې ځنډول ددې لامل کېږي چې پروژې پر خپل وخت عملي نه شي.
نوموړي زياته کړه په پکتیا کې امنيت د ډاډ وړ دی او ولسونه د پروژو په عملي کولو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.
هغه ګيله وکړه چې د مچلغو بند ، ځاځي اریوب سرک او نورې پروژې په بوديجه کې منظور شوي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله يې کارونه نه دي پیل شوي.
پکتيا والي زياته کړه چې د ماليې له وزیر اکلیل حکيمي سره يې په ناسته کې د ګردېزـ پټان لارې د ټرانزيټ کولو موضوع شریکه کړې وه او هیله ده چې پدې برخه کې پرمختګ شوي وي.
د ويډيويي کنفرانس ګډونوالو وویل چې د واليانو له خوا شوي وړاندېزونه يې په ليکلي بڼه اخيستي او په راتلونکو
غونډو کې به يې له دوی سره معلومات شریک شي

صدیق الله پوپل