کور / تازه خبرونه / ولايتي اداره په ولسواليو کې د حکومتوالۍ د پياوړتیا لپاره جدي کار کوي او هڅه يې داده چې په ولسواليو کې د ولسونو ستونزې په خپل وخت حل سی

ولايتي اداره په ولسواليو کې د حکومتوالۍ د پياوړتیا لپاره جدي کار کوي او هڅه يې داده چې په ولسواليو کې د ولسونو ستونزې په خپل وخت حل سی

 ولايتي اداره په ولسواليو کې د حکومتوالۍ د پياوړتیا لپاره جدي کار کوي او هڅه يې داده چې په ولسواليو کې د ولسونو ستونزې په خپل وخت حل سی
دا خبرې پکتيا والي نصرت الله ارسلا د زرمت ولسوالۍ قومي مشرانو سره په ناسته کې وکړې.
د زرمت ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملتان وویل چې ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره ولسوالۍ ته مراجعه کوي او غواړي چې د قانون په چوکاټ کې اجرات ترسره شي.
نوموړي زياته کړه په زرمت ولسوالۍ کې د ځينو زرواکو له خوا ځمکې غصب شوي چې په دې برخه کې دې ولایت مقام جدی اقدام وکړي.
نورو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د سيمييزو ستونزو یادولو ترڅنګ په ولسوالۍ کې د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د ولسوالیو د مسئولینو د ادلون بدلون غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وویل د پکتیا ولسونه له دولت سره پوره همکار دي، خوغوښتنه يې وکړه چې په ولسواليو کې د چارو د ښه والي په موخه دې تغیر او تبدل رامنځته شي او د مکافاتو او مجازاتو لړۍ دې هم عملي شي.
پکتيا والي نصرت الله ارسلا له ولسونو مننه وکړه چې ولايتي ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او ډاډ يې ورکړ چې د ستونزو او وړانديزونو په اړه به يې ولايت مقام قانوني اجرات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه چې ولايت مقام په ولسواليو کې د حکومتوالۍ د پياوړتيا او د چارو د ښه ترسره کېدو په برخه کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيل کړې ده چې دا کار به د ښې سيمييزې حکومتوالۍ په پياوړتيا او ولس ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکړای شي.