کور / راپور / دولتي چارواکو له تحصن خېمې څخه يې ليدنه وکړه

دولتي چارواکو له تحصن خېمې څخه يې ليدنه وکړه

دولتي چارواکو د ناوړو دودونو په خلاف د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ وکړ او د هغه د تحصن له خېمې څخه يې ليدنه وکړه

Nasim sharifi kabul 19 june 2016د ځوانانو او په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد نسيم شريفي، د ځوانانو معين ډاکټر کمال سعادت، د عدالت ګوند مشر عبدالرشيد ايوبي، د لوګر ولايت د علماوو شورا رئيس مولوي اسدالله اندړ، فضل الهي ابراهيمي، عبدالصمد فرمولي او ګڼو نورو ځوانونو، فرهنګيانو او د مدني ټولنې غړو نـن د ښاغلي خان ولي عادل د تحصن له خېمې څخه ليدنه وکړه. د ناوړه دودونو په وړاندې يې د هغه مبارزه وستايله او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
خان ولي عادل د پکتيا ولايت اوسېدونکي دی. دوه وروڼه يې په خپلمنځي جګړه کې وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي. 
د نوموړي په وينا د يادې بدۍ د ختمولو لپاره قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې مقابل لوری بايد زما د دوو وروڼو د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په بدل کې لس نجوني زموږ د کورنۍ نارينه وو ته په نکاح کړي خو خان ولي ددې ناوړه دود په خلاف درېدلی او لس مياشتې وړاندې يې په پکتيا ولايت کې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی.
عادل له خپلې کورنۍ غواړي چې خويندو ته يې د درس ويلو اجازه ورکول شي، په بدو کې د نجونو له ورکولو او خرڅولو څخه ډډه وشي او له هغو خلکو سره د قانون په رڼا کې سوله وکړي چې د ده دوه وروڼه يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړی وايي چې شپږ کاله وړاندې يې له بېلابېلو لارو د ناوړه دودونو په ځانګړي ډول په بدو کې د نجونو د ورکړې په خلاف مبارزه شروع کړې ده. د عادل په وينا دغه مبارزه يې لومړی په پکتيا ولايت کې له خپل کور او کلي څخه پيل کړه خو د خپلې کورنۍ د غړو،‌ خپلوانو او کليوالو له غبرګون سره مخ شو.‌ 
تر دې حده چې د پکتيا ولايت چارواکو يې هم په وړاندې خنډونه جوړول او ده ته يې اجازه نه ورکول چې خپلې مدني مبارزې ته دوام ورکړي.
نوموړی وايي چې نژدې څوارلس مياشتې وړاندې مې د همدې ناوړه دودنو په خلاف په پکتيا کې د نه خوړو اعتصاب وکړ،‌ چې پينځه نيمې ورځې يې دوام وکړ. 
وروسته پرته له دې چې زما غوښتنې ومنل شي، زما د کورنۍ او ځينو قومي مشرانو د فشارونو په پايله کې يې زه د طبي معايناتو په بهانه روغتون ته بوتلم او بيا اجازه رانکړل شوه چې د ناوړه دودونو په خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکړم او امنيتي کسانو مې د تحصن خېمه ړنګه کړه.
له هغه وروسته مجبور شوم چې کابل ته راشم او دلته خپلې مبارزې ته دوام ورکړم.
imageد عدالت ګوند مشر عبدالرشيد ايوبي له خان ولي عادل څخه مننه وکړه چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره يې د مدني مبارزې له لارې داسې يو ابتکار کړی او په سختو شرايطو کې يې يوه ستره هڅه پيل کړې ده.
نوموړي وويل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په زرګونو ځوانان د خان ولي د ددې برحقې مبارزې ملاتړ کوي او په هر قدم کې به ورسره ملګري وي.
ښاغلي ايوبي وويل د عادل او د هر افغان د کورنۍ غم زموږ خپل غم دی.‌ نوموړي زياته کړه چې موږ به د هېواد له نورو ځوانانو سره د عامه پوهاوي د بېلابېلو کمپاينونو له لارې د دې ناوړه دودونو په خلاف کار وکړو تر څو دغه ناوړه دودونه زموږ له ټولنې څخه ورک شي او خلک وهڅوو چې زموږ وړې او معصومې خويندو په بديو کې ورنکړي.
د ځوانانو او په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد نسيم شريفي وويل چې زه وړمه ورځ د ښاغلي عادل د مبارزې او د تحصن له خېمې څخه خبر شوم. ډېر زيات يې متاثر کړم او په همدې خاطر نـن دلته راغلم چې د ښاغلي عادل مننه وکړم او ډاډ ورکړم چې موږ به مو په دې سپېڅلې مبارزه کې تر څنګ ولاړ يو.
ښاغلي شريفي زياته کړه چې موږ په ټولنه کې مثبت او منفي دودونه لرو. د مثبتو هغو بايد ملاتړ وکړو او د منفي دودونو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړو. د نوموړي په وينا هغه نجونې چې په بدو کې ورکول کېږي، اکثريت يې له رواني ستونزو سره مخ کېږي او ماشومان يې هم له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان وي. په بدو کې د نجونو ورکول نه يوازې دا چې ستونزه نه حل کوي بلکې نورې ستونزې رامنځ ته کوي. ښاغلي شريفي د ځوانانو په اسازيتوب  د ناوړه دودونو په وړاندې د خان ولي عادل د مبارزې او ابتکار ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې په دې لاره کې به د ښاغلي عادل سره هره همکاري وکړي. نوموړي په خلکو غږ وکړ چې د ناوړه دودونو په خلاف ودرېږي او د خان ولي عادل ملاتړ وکړي.
د ځوانانو چارو معين ښاغلي ډاکټر کمال سعادت د ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې د خان ولي عادل هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې زموږ د ټولنې ناوړه دودونه لکه په بدو کې د نجونو ورکول، له زده کړو څخه د نجونې بې برخې کول او داسې نور له اسلامي قانون سره په ټکر کې دي. 
زه وياړم چې د عادل په څېر يو ځوان د ټولنې د يوې ناوړه پديدې د له منځه وړلو لپاره هڅې پيل کړي. ښاغلي سعادت وپوښتل چې ايا دا يوازې د خان ولي عادل دنده ده چې په ټولنه کې د عدل راوستلو لپاره هلې ځلې وکړې؟ نوموړي وويل چې دا د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو مسئوليت دی چې پخپلو علماوو،‌ قومي مشرانو او مخورو غږ وکړي چې د خلکو د شعوري ودې لپاره هلې ځلې وکړي او له ټولنې څخه د ناوړه دودونو د ختمولو لپاره کار وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د خونديتوب کميټې  عمومي رئيس فضل الهي ابراهيمي هم پخپل وار له ښاغلي عادل څخه مننه وکړه او ويې ويل چې متاسفانه زموږ په ټولنه کې اوس هم ۴۶ فيصده له وخت نه مخکې ودونه کيږي، په دې مانا چې عمر يې د واده مرحلې ته نه وي رسېدلی او يا هم د اساسي قانون مطابق عمر يې تر اتلس کلنۍ کم وي.
نوموړی وايي چې د بشر حقونو دفتر د يوې وروستۍ سروې له مخې زموږ په ټولنه کې ۸۶ فيصده اجباري ودونه کېږي. زموږ د نفوسو سلنې ته په کتو په کم عمر کې د نجونو د ودولو او د اجباري ودونو لوړه فيصدي زموږ د ټولنې لويې ستونزې په ګوته کوي.
موږ د مسئولو اشخاصو په حيث مسئول يو چې داسې تګلارې جوړې کړو چې دغه ستونزې له منځه يوسي. ښاغلي ابراهيمي وويل چې په يوې نوې طرحه باندې کار کوي، چې په ټولنه کې به منفي او مثبت دودونه مشخص کوي. نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې په نژدې راتلونکې کې به له ټولو هغو هوټلونو او سالونونو چې هلته ودونه تر سره کېږي د يوې نوې تګلارې له لارې وغواړي چې تر اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکو کسان ته پخپلو هوټلونو او سالونونو کې د واده د محفلونو جوړولو اجازه ورنکړي.‌ 
د لوګر ولايت د علماوو شورا مشر مولوي اسدالله اندړ له خان ولي عادل نه مننه وکړه چې له ټولنې څخه د ناوړه دودونو د ختمولو لپاره يې ژوند وقف کړی او شپه ورځ د همدې لپاره کار کوي.
ښاغلي اندړ وويل که څه هم  اوس خلک تر ډېره د ښو او بدو په توپير پوهيږي خو لا هم په لرې پرتو سميو کې ګڼې ستونزې موجودې دي او ناوړه دودونه حاکم دي. نوموړي وويل چې تر ټولو ډېر د علماوو مسئوليت دی چې د ناوړه دودنو په له منځه وړلو کې کار وکړي.
ښاغلي خان ولي عادل له ټولو راغلو ګډونوالو مننه وکړه چې د ده د هڅو ملاتړ کوي او ورسره ملګري دي. نوموړی وايي چې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو ملاتړ نوره هم حوصله ورکوي چې خپله مبارزه روانه وساتي.
ښاغلي عادل وويل چې تر هغو به د تحصن په خېمه کې ناست وي تر څو چې ناوړه دودونه له منځه نه وي تللي او په ځانګړي ډول چارواکو په دې برخه کې خپل مسئوليت نه وي ادا کړی.