کور / هراړخیز / ياقوت د ساينسي او فزيکي لحاظه د کريستل د کورنى څخه دى

ياقوت د ساينسي او فزيکي لحاظه د کريستل د کورنى څخه دى

قدرت الله نيازی - هالنډ

Qudratullah Niazi قدرت الله نيازيياقوت ( د کفتري وينه ) 
ياقوت د ساينسي او فزيکي لحاظه د کريستل د کورنى څخه دى فزيکي جو( Aluminium Oxide + Chomium ( Al2 O3  دى ، چي د کورنډم په کورنى پوري اړه لري . د ياقوت کلک والى د موهاز په توازن ۰ ٫ ۹ دى چي په نړۍ کي دالماسو وروسته تر ټولو سخته او کلکه فزيکي ماده ده .ياقوت
د کانونو او معدنونو پيژندنه جيميولوژي ده چي د مينرا لوژي يوه څانګه او د جيو ساينس په برخه کي راځي .  
مورخين ليکي چي ياقوت د زوړ مصر او فرعوني پاچاهي دزمانه پېژندل سوى دى . د نړۍ تر ټوله غوره ياقوت د ميانمر د مګوک په دښته کي موندل سوي دي . تاريخ ليکونکي ليکي چي د مګوک په سيمه کي يو سپين ږيرى وو ، چي د ياقوتو د تراش ځانګړى مهارت يې درلودى . او ډېر شاګردان يې هم روزلي وه . يوه ورځ شاګردانو پوښتنه ورڅخه وکړه چي استاده د ياقوتو تر ټولو غوره رنگ ( سور واله ) کوم دى ؟ دا سپين ږيري د شاګردانو په جواب کي يوه کفتره حلاله کړه او د ويني لومړى څاڅکى يې پر ګوته و څڅوى او شاګردانو ته يې ويل چي دغه سور واله د ياقوتو تر ټولو غوره رنگ دى . د هغه زمانه څخه تر اوسه د جواهراتو په نړۍ کي د ښه رنگ لرونکي ياقوت بل نوم د کفتري وينه نومول کيږي . 
د نړۍ په جلا هېوادونو کي د ياقوتو کاڼونه موندل سوي دي لکه برما ، افغانستان ، برازيل ، کلومبيا ، تاجکستان ، او اسټراليا . خو د نړى تر ټولو غوره ياقوت د برما ( ميانمر ) او افغانستان دي . 
د امريکا د قدرتي آثارو په ملي ميوزيم کي د بر ما يو ياقوت چي وزن يې  ۲۳٫۱ کراته يعنى ۴٫ ۶۲ ګرامه دى چي د نړۍ يو د نايابو ياقوتو په شمار کي دى .Menirals Aluminium Oxide + Chomium ( Al2 O3 
په کال ۲۰۱۱ کي ( کريستيز ) خپل په نندارتون کي د برما يو ياقوت چي وزن يې ۸ ٫ ۲۴ کراته وو په ۴۲ مليونه ډالره و پلورى . 
په افغانستان کي د ياقوتو کاڼ د ( جګدلک ياقوتو کان ) د کابل ښار په سل کيلومترۍ کې د سروبي ولسوالۍ جنوب غرب لورته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. جګدلک په يوناني ژبه کې د سنځلې ګل ته ويل کېږي.

سره له دې، چې روسانو د جګدلک په ياقوتو کان يو څه کار کړى دى، خو بيا هم دا معلومه شوې نه ده، چې د جګدلک کان په کومه کچه ياقوتو ذخيره لري، يوازې دومره څرګنده ده ، چې په هر متر مکعب کې له ١٢٢/٢ نه تر ١٥٧/٣ ګرامه پورې ياقوت شته دي.

ديعقوت ياقوت جګدلک کان په دوو برخو ويشل شوى دى، چې يوه برخه يې د سيمې خلک د امير شيرعلي خان او امير دوست محمد خان د واکمنۍ راهيسي خپل ملکيت ګڼي او بله برخه يې، چې د دولت تر واک لاندې ده، بيلابيلې ډلې په کې په خپل سر کيندنې کوي . په ١٣٩٢ لمريز کال کې د جګدلک په کان کې ياقوت په څټک او کلنګ استخراج کيدل، چې هغه مهال له دې کان څخه په پراخه کچه ياقوت ويستل شوي دي، له دې کان څخه په رسمي او غير رسمي ډول ګټه اخيستل شوې ده. افسوس دادى چي زموږ د کانونو او معدنو وزارت يو نا اهله بې سرو پښو او غل وزارت دى . د نومړي کاڼ څخه د کاله د مليونونو ډالرو ياقوت د زورواکانو او دولتي چارواکو په ګډون غلا کيږي چي ولس او دولت ته يې هيڅ خير نه ر سيږي . 
د اسلام د نظره ﷲﷻ په قرآن عظيم الشان کي په سورة رحمان کي د جنت د زينت او توصيف په هکله د ياقوت ذکر کړى دى ؛
کا نهن الياقوت و المرجان " ( ښايسته به وي ) لکه ياقوت او مرجان " 
په بعضي هيوادنو لکه هندوستان ، پاکستان ، عراق او ايران کي د ياقوتو په هکله خلګ شرک کوي چي ګواکي ياقوت روحي او بدني اثرات لري چي دا صرف خرافات دي او هيله ده چي ملګري ډډه ور څخه وکړي .
د دوبي وروسته زما په لندن کي د جيميولوژي په څانګه کي زدکړي شروع کيږي او هيله ده چي د دوو کلنو فارغته وروسته د هيواد په غرونو او دښتونو کي خپله پيشه مخي ته بوزم او د هيواد او ولس په ښه ورسم . 
.
مننه 
قدرت الله