کور / اسلامي / د پروژو جوړول چلول او ساتل یې

د پروژو جوړول چلول او ساتل یې

د پروژو جوړول چلول او ساتل یې

لیکنه: استاذ نورالله خان احمدزی

د الله تعالی فرمان دی: وَافْعَلُوا الْخَیْر لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُوْنَ.
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّماواتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِى فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللّهُ مِنَ السَّماءِ مِن مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (164)
(ددې حقيقت پېژندنې لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده نو) د آسمانونو او ځمكې په ساختمان كې، يوه په بلې پسې د شپې او ورځې په پرله پسې راتګ كې، په هغو بېړیو كې چې د انسانانو د ګټى وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو كې ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو كې چې الله يې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره يې په ځمكه كې هر راز ساكښان خواره كړيدي، د بادونو په لګېدو كې او په هغو وریځو كې چې د آسمان او ځمكې په منځ كې د امر ښكيل دي بې شمېره نښانې دي. د هغو خلكو لپاره چې له پوهې نه كار اخلي.

د سترو پروژو د جوړولو تر څنګ ځینې اړین مسایل او کارونه دي چې باید ورته پاملرنه وشي، موږ ډیرې پروژې لیدلي چې تر بشپړېدو وروسته له فعالیت څخه غورځېدلي یا خلکو ور څخه سمه ګټه نه ده پورته کړې، د مثال په توګه د برښنا بند پروژه یا داسې نورې سترې او کوچنۍ پروژې… کله چې یوه پروژه بشپړیږي نو پکار داده چې د هغې پروژې د چلولو لپاره یو ښه کاري او فني ټیم وروزل شي، همداسې د فعالیت او ساتنې (Operation & Maintenance) په برخه کې باید فني خلک وروزل شي ، د پروژې لپاره تر ټولو مهم هغه اړین او د ډېر چلند او کار کولو والا پرزې (Spare Parts) واخستل شي او پروژې ته یووړل شي تر څو د اړتیا پرمهال ورڅخه کار واخستل شي. د دې تر څنګ د پروژې د فعالیت او کار لپاره باید د کار نوبت (Shift) ځانګړی او وټاکل شي تر څو پر کار کوونکو اضافي بوج یا د کار فشار نه وي. دغې برخه کې میاشتنۍ او کلنۍ کاري او د فعالیت پلان (Operation & Functioning Plan) جوړیږي چې څوک څه کار او په کوم وخت کې ترسره کړي؟…
د دغه پلان ګټه داوي کله چې یو کس ناروغه کیږي یا د هغه د مړینې په صورت کې د هغه پر ځای باید څوک کار وکړي…! د دغه کار ګټه داده چې هغه ماشین آلات او پروژه له درېدو څخه ژغورل کیږي او همداسې نورې ګټې هم لري لکه یو کس استعفا کوي یا د خیانت په جرم نیول کیږي نو د هغه لپاره باید بل کس (Backup) شتون ولري تر څو د کار د ځند مخه ونیول شي. د دغه کار بله ستره ګټه داده چې د فساد مخه نیول کیږي ځکه که یو کس کار پرېږدي یا له دندې شړل کیږي نو د هغه ځای ناستی باید د هغه معاون یا هغه فني او په کار پوه خلک ونیسي چې هغې پروژې او چار ځای یا ریاست کې روزل شوي.
مطلب دا چې لومړی کاري پلان (Working Plan) بیا ورپسې عملي کېدو پلان (Implementation Plan) ورپسې د کار د کنټرول او څارنې پلان (Supervision & Project / Facility Control Plan) همداسې د ساتنې پلان (Maintenance Plan) او د کار او پروژې د تعقیب پلان (Follow Plan) دغو ټولو ته پلاونه جوړیږي همداسې پروژه کې باید د پلټنې کېمرې (Searching Camera) تر څو د خلکو تګ راتګ، کار وغیره باندې کنټرول او نظر ولري، همداسې پروژو کې باید د معلومات د ذخیره کولو وسایل (Data Storage) ، د دوسیې یا ثبت او سوانح ساتلو ځای (Filing & Record Tracking Source) شتون ولري – په ورته وخت کې د کار لاسي کتاب (ٌWork Manual) جوړ شي تر څو کار کوونکو او فني ټیم سره مرسته وکړای شي او د پروژې د لا پرمختګ او پرمخ بېولو کې ګټه ځنې پورته شي، دا ټول یو (Life Cycle) دی چې ګټه ځنې پورته کیږي.
په ورته وخت کې د هغو پروژو او چارځایو کې دا پلانونه شتون ولري هغه پروژې او چار ځآیونه د کار له ځنډ او بندېدو څخه ژغورل شوي… دا ډول پلانونه د هر هغه ځای لپاره که هغه د برښنا ډیم یا بند وي، یا چار ځای وي، یا کومه شبکه وي، یا کوم سیسټماټک، د برښنا، انجینري، طب او کرهڼې اړوند، او یا میخانيکي پروژې وي یا بل هر ډول پروژې وي د دغو پلانونو جوړول ورته اړین او حیاتي بڼه لري.
کتل کیږي چې اوس وخت کې ډیرۍ پروژو کې کاري او فني ټیمونه شتون نلري همدا وجه ده چې د ملت او دولت پیسې بېځایه لګول کیږي او حتی داسې هم شوي چې پروژې او ماشین آلات په ډېر کم وخت کې خراب شوي یا لمنځه تللي او بیا نور نوي ماشین آلات اخستل شوي چې دا هم یو ستر خیانت او د نظام او چارواکو نه پاملرنه په ګوتو کوي زه خو حیران په دې یم هغه ځینې خلک چې د ماسټر، ډاکټر او نورو سندو له مخې ګمارل شوي چې له ظاهري چالاکي او ظاهري فریب او چل څخه د بل کار نه دي ولې مخلصو، متدینو او په کار پوه او زړه سواندو خلکو ته فرصت نه ورکول چې دا ستره تشه ډکه کړي او له بلې خوا ملت او نظام ته ګټه ورسوي.
د قرآن کریم له مخې د دغو ټولو ستونزو حل په دې کې دی چې کار او دنده د کار وړ او اهل خلکو ته وسپارل شي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (٥٨).
ژباړه: بېشکه الله امر کوي په تاسې (مؤمنانو!) ددې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته او کله چې حکم کوئ تاسې (اى قاضيانو! اى حاکمانو!) په منځ د خلکو کې نو (امر کوي الله چې) حکم وکړئ په انصاف سره!؛ بېشکه الله ښه شى چې پند درکوي تاسې ته په هغه سره (چې د امانتونو اداء او په عدل سره حکم کول دي) چې الله دى ښه اوريدونکى (د ټولو اقوالو) ښه ليدونکى (عالم په پټو او ښکاره ؤ).
تل دې وي اسلام، تل دې وي افغانستان، د یو سوکاله، خوشحاله، ودان او په اسلامي شریعت سمبال افغانستان په هیله. ومن الله التوفیق…..