کور / تازه خبرونه / محمد الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه په نده پيل وکړ

محمد الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه په نده پيل وکړ

دپکتیکا ولایت ځایی چارواکو او خلکو ته د نوي والي محمدالیاس وحدت د ورپیژندلوپه موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې چې له مرکز څخه په راغلي پلاوي کې  دسیمه ییزو اورګانونو د خپلواکي اداري د بشري سرچینو د پراختیا لوی رئیس روح الله نیازي، د پوهني وزارت د سواد زده کړې رئیس استاد تاج علي صابر، په ولسي جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازي نادرخان کټوازي، عبدالقدیر خروټي او ناجیه بابکرخیل سربیره  دپکتیکا ولایت دولایتي شورا غړو، د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

elyas elias wahdat paktika governer from 22 june 2016په پیل کې د ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي لخوا نوي والي ښاغلي الیاس وحدت ته دنوې دندې په اړه د مبارکي سربیره ښه راغلاست وویل شول، نوموړي داهم زیاته کړه په پکتیکا ولایت کې بشپړ امنیت تامین او په تیرو ۱۳ کلونو کې دپام وړ خدمتونه ترسره شوي دي، او له دې وروسته به له نوي والي ښاغلي وحدت سره  دپکتیکا ټولې ادارې په پوره امانت دارۍ مرسته او کار  کوي، ښاغلي فضلي د مخکیني والي امین الله شارق هڅې وستایلي او مننه یې ترې وکړه.

ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې اداري د بشري سرچینو رئیس ښاغلي نیازي د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکي ادارې په وړاندیز او دجمهور رئیس دحکم سره دپکتیکا دوالي په توګه ځایې چارواکو او د پکتیکا خلکو ته  ته وروپیژندل، نوموړي د نوي والي ښاغلي وحدت د مقرري پشنهاد او د ولسمشر لخوا د منظورۍ حکم قراءت کړ. نیازي زیاته کړه نوی والي وحت د ښې حکومتوالۍ، د دولت او ولس تر مینځ د اړیکو په پیاوړتیا او پرمختګ کې پوره تجربه لري او د ده په راتګ سره به په پکتیکا ولایت کې  پراخ مثبت بدلونونه رامینځته شي.

په ولسي جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازی نادرخان کټوازي په خپلو خبروکې نوي والي ته وویل دپکتیکا خلک اوس پوهه او تعلیم غواړي، دا چې څو لسیزې په جګړه کې ځوریدلی دي  نو په بشپړ اخلاص سره  کار غواړي، پکتیکا وال ټینګ قومي جوړښتونه لري زور واکان نلري ، خو له قبایلي سیمو او بلوچستان سره  اوږده ګډه پوله لری ۱۳ کلن  جنګ دردولي  خو تر اوسه یې یوه  امنیتي پوسته یا  یوه لویشت خاوره هم  نده ورته پرېښې هیله  ده چی مرکزي دولت یی قربانی ته په کتو سره ځانګړې پاملرنه وکړې .

ګڼو نورو کسانو دولایتي شورا رییس بختیارګل همت ځدراڼ، قومي مشر حاجي پاچاخان شرنوال، او مدني فعالانو  په خپلو خبرو کې دسولې امنیت دټینګښت او په دغه ولایت کې دپوهنې او روغتیا خدمتونو د کم رنګي په اړه په خبرو کې خپلې ستوتزې په ډاګه او له مرکزي دولت څخه یې دځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه  .

د پکتیکا نوي والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې وویل زه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې د زرمت له لارې د یوه ژورنالیست په توګه راغلی وم، د ښرنې ښار له یو څو زړو کوټو او محدودو دوکانونو پرته هیڅ هم نه درلودل، خو په وروسته کالونو کې بیا بیا راغلم او اوس مهال ګڼ شمیر تاسیسات او مثبت تغیرات رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي وحدت په خپلو خبرو کې له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په ده یې اعتماد وکړ او د پکتیکا د والي په توګه یې وګمارل، ښاغلي وحدت زیاته کړه چې د پکتیکا لپاره د والي په توګه ګمارل کیدل د ده لپاره امتیاز نه بلکې مسئولیت ده.

ښاغلي وحدت زیاته کړه چې د پیژندنې په معرفي کې غواړم له ولس سره پنځه وعدې وکړم چې هغه احساس، اخلاص، د ځواني انرژۍ کارونه، د اسلامي او افغاني ارزښتونو رعایت دی.