کور / تازه خبرونه / سکاټلېنډ ممکن له بريتانیا د وتلو ټولپوښتنه اعلان کړي 

سکاټلېنډ ممکن له بريتانیا د وتلو ټولپوښتنه اعلان کړي 

لیک: مختار احمد احسان
د سکاټلېنډ لومړۍ وزیري نيکولا سټرجیون اوس کنفرانس ورکړئ او وايي ممکن دوهمه ټولپوښتنه اعلان کړي، ځکه کابینه يې غواړي په اروپايي اتحادیه کي د سکاټلېنډ ځای خوندي کړي. نوموړې زیاتوي چي ډېر ژر به په دې اړه د بلجیم په مرکز بروکسل کي د اروپايي کمېټې سره ناستي ولري.

د آغلي نیکولا په اند که بريتانیا له اروپا مخه ښه کوي، سکاټلېنډ به له بريتانیا مخه ښه وکړي، ځکه ملت يې نه غواړي له اروپا جلا سي. په انګلستان کي ۵۳،۴٪ له اروپا د وتلو رایه ورکړه، په Wales کي دغه رايي ۵۲،۲ سلنه وې. حال دا چي په شمالي آیرلېنډ کي ۵۵،۸٪ او په سکاټلېنډ کي ۶۲٪ په اروپا کي د پاتېدو رايي ورکړي دي. 

د سکاټلېنډ د اقتصاد کچي ته په کتو دغه ملت د اروپايي اتحاديي له امکاناتو او اسانتیاوو زیاته ګټه اخیستلائ سي. د بريتانیا د تقسیم لړۍ به هله پېل سي چي سکاټلېنډ په رښتیا دوهمه ټولپوښتنه اعلان کړي. د يادوني وړ ده چي د ۲۰۱۴ز په سپټمبر کي په سکاټلېنډ کي ریفرنډم ترسره سو، چي پکښي ۵۵٪ په بریتانیا کي د پاتېدو رايي ورکړې. 

له یوې خوا که سکاټلېنډ له بريتانیا ځان وتل غواړي، بل خوا له اروپا د بريتانیا د وتلو خبره یقيني ده. له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانیا تګ لا تراوسه په رسمي ډول اروپايي کمېټې ته نه دئ لېږل سوئ، خو بريتانیا بېله شکه دغه درخواست ليږي. رسماً د خروج تر درخواست کولو وروسته تقریباً دوه کاله وخت ته اړتیا سته څو دغه پروسه پای ته ورسيږي.