کور / هراړخیز / د ذهنیت سازۍ وسیله او موږ

د ذهنیت سازۍ وسیله او موږ

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

Habiburahman Taseerحبیب الرحمن تاثیر
که یوې خواته پاکستان په ډول ډول کړنو سره د پښتنو د ذهنونو خرابولو له پاره لکه: مذهبي اختیارات ورکول، د پښتنو ځینو مشرانو ته امنتیازات ورکول، پښتانه په سیاسي ګوندونو، مذهبي ډلو او قبیلوي اتحادیو ویشل، له ځینو لویو درسګاوو څخه د پښتو نصاب ایستل او له درسي نصاب څخه د پښتنو اتلانو، مضمونونو ایستل او پر ځای يې جګړییز او زیانمن مضمونونه وراچول او د ځینو مشرانو او سخت دریځو پښتنو د شکنجه کولو په وسیله پښتانه کمزوري کول او داسې نورې وسیلې کاروی، خو د دې ترڅنګ د عام، ساده او بې سواده پښتنو ذهنونه بیا د رسنیو له لارې خرابوي.

پاکستانی دولت او د دغه هیواد استخباراتي ادارې کوښښ او ټینګار کوي چې په پاکستاني راډیوګانو، تلوېزیونانو، ورځپاڼو بلکې په ټولیزه توګه په رسنیو کې د ځینو مسلم لیګي او جاسوسو پښتنو پروډیوسرانو، نطاقانو او خبریالانو په وسیله داسې پروګرامونه، ریپورټونه او ګردي مېزونه ورته تیاروي چې د پښتنو فکرونه وراسته، خراب او بدل کړي، د یوووالي له لورې یې د خپل منځي ځانځانۍ، بدبینې او نفرتونو و لورته راوګرځوي، چې دا د پاکستاني دولت او استخباراتي ادارو ایماني، وژداني او وطني فریضه جوړیږې.

له بده مرغه چې په دې برخه کې افغان دولت هیڅ کار نه دی کړی، نه مضبوطې رسنۍ لري او نه هم په رسنیو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ذهنونو د جوړولو کسان شته چې هم په تروریستي توګه ورڅخه ځان خلاص کړی او  هم په فکري، سیاسي او ذهیني توګه د هغوی ذهنیت سازي وکړي، په پاکستان کې د دولتي رسنیو ترڅنګ شخصي رسنۍ هم د پښتنو د ویش لپاره ښه رول ترسره کوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې یو خو پښتانه په ټولیزه توګه خپلې رسنۍ نه لري، خو که یې لري هغه یواځې تر سندرو، هندی، ترکيي او انګریزي سریالونو او او نورو دا ډول پروګرامونو پورې محدودې دي، نه غواړي چې له سندریزو پروګرامونو، هندي، ترکيي او انګریزي سریالونو څخه راووځي، چې په سر کې یې (شمشاد) او (ژوندون) تلوېزیونو راځي.

د مطلب خبرې ته راځم که ملي تجاران، جهادي مشران، بهرمیشتي افغانان او نور شتمن کسان په هیواد کې د ځینو راډیو ګانو او تلویزیونو د جوړولو و لور ته پام واړوي هم به په زیاته اندازه پیسې وګټي او هم به د پولې دواړو لوریو ته د پرتو پښتنو قامونو ذهنیت سازي وکړي، په افغانستان کې له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ استخباراتي او مېډیايي جګړه روانه ده، خو قرباني کیږي په کې یواځې پښتانه او تر څو پوري چې د پښتنو ذهنونه جوړ شوي نه وي تر هغې پورې به همدا ډول پښتانه د دغه جګړې قرباني کېږي، همدا ډول به په پردۍ جګړه کې ښکېل وي، د ذهنیت سازۍ او فکر جوړونې تر ټولو ښه او یواځینۍ لاره هم رسنۍ دي، که لوی افغانستان جوړول غواړو، که د پښتنو وڼه او یووالی غواړو، که غواړو چې ځان د پاکستان غوندې له مکاره او دوه مخي دوښمن څخه خلاص کړو، رسنۍ باید فعالې شي.