کور / سياسي / د ملي وحدت حکومت پر ځای ټاکنه

د ملي وحدت حکومت پر ځای ټاکنه

good chooice entikhab ټاکنهامیرزېب دُارنی
د ۱۳۹۳ لمريز کال ولسمشریزو ټاکنو کې تر بريا وروسته ولسمشر محمداشرف غني د همدې کال د میزان میاشتې په ۷مه نېټه د لوړې په مراسمو کې چې د ارګ په ماڼۍ کې ترسره شول، له ولس سره يو شمېر ژمنې وکړي، چې کار به اهل ته سپاري، ادارې به د ولس په چوپړ کې وي، اداري فساد سره به مبارزه کوي، د افغانستان د اساسي قانون، تطبیق، څارنه او د افغانستان د ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه به دفاع کوي، دا او دې ته ورته نورې ژمنې وي چې ولس يې ورځ تر بلې د عملي کېدو شاهد دی.
که څه هم د ۱۳۹۳ کال تر څنګ ۱۳۹۴  لمریز کال هم له بېلابېلو اړخونو د افغانستان لپاره یو ستونزمن کال و، خو په سیاسي ډګر کې د نظام پایښت د افغانستان لپاره په دغه کال کې یوه له تر ټولو مهمو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.
د ملي وحدت حکومت د افغانستان د خلکو لپاره لومړنۍ تجربه وه، خلکو ډاډ نه درلود او فکر یې کاوه چې ښایې د حکومت دا دوه مشران به خپلو کې اختلافات ولري، خلکو اندېښنه درلوده او دا یو دلیل دی د دې په خاطر چې ۱۳۹۴ کال له ستونزو ډک و.
د ملي وحدت حکومت هغه نیمګړتیاوې چې د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کالونو یې درلودې، اوس تقریباً توانېدلي چې هغه خپل ملي وحدت و ساتي، او یو په یو په هغه ژمنو عمل کوي چې خلکو ته یې ورکړي دي اوس هېوادوال مطمینه شوي چې يادې شوې نیمګړتیاوي مرفوع کېږي.
ولسمشر محمداشرف غني بهرنيو هېوادونو ته د کدرونو د فرار سازماندهي شوي او هم غير سازماندهي شوي توپان پر ضد مبارزه وکړه، ولسمشر د يو سنجيده انسان په توګه له لوېديزو هېوادونو سره د خپل بشري ځواک په اړه قاطع خبرې وکړې، د هېڅ کډوال دا خبرې خوښې نه شوې، خو ولسمشر په خپل بشري ځواک پسې ونښت او له ځينو هېوادونو يې وغوښتل چې افغان کډوال بېرته راستانه کړي، دوی ته په کور دننه د سبا د اميد ورکولو لپاره يو څه زمينه مساعده شوه.
سره لدې چې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جیمز کلیپر د دغه هېواد د سنا مجلس ته په وروستیو څرګندونو کې خبرداری ورکړی و، چې افغانستان له سیاسي سقوط سره مخامخ دی، ولې امنيتي ځواکونه په مېړانه وجنګېدل، خپل سرونه یې وښندل، خو دا یې ثابته کړه چې پرته له بهرنيانو هم اوس کولای شي د بهرني يرغل او کورني دښمن په مقابل کې د نظام او خلکو ننګه وکړي، اوس جګړه نسبتاً ګټلې ګڼل کېدای شي.
د چابهار بندر قرارداد وشو، سلما بند پرانیستل شو، فاسد چارواکي لېری کړای شول، بودیجه يې سیقل کړه او قراردادونه د ستنې تر سپم تېرېږي.  
د دې تر څنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې، هغه څه دي چې خلک او د چارو کتونکي یې په سیاسي برخه کې د ملي وحدت حکومت له مهمو اقداماتو څخه بولي.
د سولې د هڅو په تړاو د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۴ لمریز کال د سرطان په ۱۶ مه د افغانستان د حکومت استازو د پاکستان په مري ښار کې له طالبانو سره وکتل چې بیا دوهم پړاو یې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ له خبر سره و ځنډول شو.
تر دې را وروسته د همدې کال د قوس په ۱۹مه د اسیا زړه په کنفرانس کې موافقه وشوه چې د سولې خبرې به د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین یې غړي دي، پر مخ ولاړي شي.
سره له دې چې د همغږۍ دغې څلور اړخیزې ډلې تر اوسه څلور پړاوه غونډې لرلې او لا هم د سولې مخامخ خبرې نه دي پیل شوي، خو افغان مشران بیا د دغو ناستو د مثبتو لاسته راوړنو یادونه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د دغې ډلې له خوا د رامنځ ته شوی چوکاټ پر اساس به هغه وسله وال مخالفین چې سوله غوښتونکي دي له هغو بېل شي چې د جګړې دوام غواړي، نوموړي وايي"د سولې پروسه به دا و ټاکي چې څوک سوله غواړي او څوک جګړه او پر دې موافقه شوې، هغوی چې د سولې پیغام نه مني، پر وړاندې به یې له قوې او نورو وسایلو څخه کار واخیستل شي."
د پورته لاسته راوړنو او قاطع مديریت بیا ځلي نړيواله ټولنه  اړ کړه، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت ملاتړ وکړي.
په کور دننه ولسمشر په لوړو پوسټونو يو شمېر داسې ګمارنې وکړې چې ولسي ملاتړ يې خپل کړو، چې ژوندۍ بېلګه يې لغمان ولایت ته اوسني والي عبدالجبارنعيمي ګمارنه يادولی شو.
عبدالجبارنعيمي په سياسي ډګر کې اوږده سابقه لري، په ډيپلوماټيکو پوسټونو سربېره يې په ميدان وردګو او خوست ولايت کې د لومړي درجه مسوول په صفت کالونه کالونه دندې پر مخ وړې او د پراخې تجربې خاوند دی.
لغمان ته د ۱۳۹۴ لمريز کال د جوزا په ۲۱مه د والي په صفت وټاکل شو، کاري لومړيتوبونه يې قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، ځوانانو، د مدني ټولنو غړو، روڼ اندو، د ادارو مسوولینو او ميشتو ولسونو سره تر ناستو، سلا مشورو او پرېکړو وروسته چمتو کړل، په رسمي ډول يې تر مرکزه واستول او یو په یو يې تعقیب کړل، ان چې د وزیرانو شورا کې يې ګډون وکړ او هلته يې یو په یو غوښتنې شريک کړې، هملته ۲۵مرکزي ادارو ژمنې وکړې چې ۱۳۹۵ کال کې لغمان ته پوره حق ورکړل شي، چې په همدې ډول به روان کال د لغمان د ابادۍ او سمسورتيا کال وي.
د شاهي کانال لومړي کارونه پیل شوي، چې ۲۷هکټاره ځمکه به خړوبه کړي، د کله ګوش او وطن ګټو برېښنا بندونو لومړني کارونه پای ته رسيدلي، چې د ولسونو لویه ارزو وه، د سراج تاريخي کلا د بیارغوني کارونه پیل شول، د باباصاحب تاريخي زیات د سړک جوړېدو چارې په تکميلېدو دي او یو شمېر نورې پروژې کارونو پیل دی چې ولسونه يې شاهد دی، او امید شته چې روان کال به په لسګونه غټې او وړې پروژې پلي شي.
د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ډېر کار وشو، د ولس او دولت تر منځ واټن تر ډېره بریده کم شوی او د ډاډمن امنیت خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي، لغمان د داسې مثبتو پرمختګونو سره مخ دی چې پخواء يې څاری ندی لیدل شوی، او دا ټول د لغمان محلي ادارې د مشرتابه د هڅو او تلاشونو نتیجه ده، نورې ډېرې خبرې شته چې لوستل يې وخت ته اړتیا لري، وار په وار به مو د لغمان له پرمختګونو خبروم.
د یو پرمختللي افغانستان په هیله.