زما مرغی

د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه
لیکوال: سمیع الله خالد سهاک
زرکه له خپل ورور سره یوځای کلی ته نږدی په یوی باغچې کی لوبې کولي. د لوبو په منځ کی یی د مرغانو آواز واروید. د خور او ورور د مرغانو آواز او سندری ویل ډیر خوښیده، نن ورځ د نورو آوازونو په منځ کی یو آواز ورته داسی ښکاره سو لکه زګیروی. له ورور سره یو ځای یی د آواز په لور منډه کړه. چی هلته نژدی شول نو زرکی په ډیره خوشحالی خپل ورور ته وویل
“اباسینه لکه چی ژوندی ده”
اباسین هم چی د مرغی په ژوندې لیدو خوشحاله شوی وو نو په خندا یی وویل
” هو لکه چی ژوندې ده”
” ښه نو زه او ته څه وکړو”
اباسین چی لا تر اوسه یی مرغی ته په زیر زیر کتلی او نه پوهیده چی څه وکړی او مرغی څنګه ژوبله شوی ده خپلې مشرې خور ته یی وویل
“نه پوهیږم چی له دی مرغی سره څنګه مرسته وکړو”
زرکی وویل  “راځه چی له خټو یی وباسو او پاکه یی کړو. بیا به یی کورته یوسو”
” ښه ده کورته به یی یوڅو او مور ته به یی وښیو چی څه وکړو “
نو دوی مرغی له ځانه سره واخیسته او کورته یی راوړله چی مور یی وګوری.
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جون شلمه، ۲۰۱۶ کال