کور / تازه خبرونه / د افغانستان او جنوبي کوریا ترمنځ، د نندارتونونو تړون لاسلیک سو!

د افغانستان او جنوبي کوریا ترمنځ، د نندارتونونو تړون لاسلیک سو!

 

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او جنوبي کAfghanistan korea information and cultureوریا د ملي او ګوینګو موزیمونو د چارواکو ترمنځ، د لاسلیک سوي تړون له مخي به په جنوبي کوریا کي د افغانستان لرغوني آثار نندارې ته وړاندي کېږي.

د باختر خزانې د ۲۳۱قلمه، لرغونو آثارو ټولګه به د ۲۰۱۶ م کال د جولای د څلورمي څخه د روان کال د سپټمبر تر څلورمي نېټې پوري په کوریا ملي موزیم، تر دې وروسته د همدې کال د سپټمبر د شپږویشتمي څخه د نومبر تر اووه ویشتمي نېټي پوري په ګوینګو ملي موزیم کي، ننداره کېږي.

په تړون کي راغلي چي، کوربه هیواد به د افغانستان د آثارو د نندارې د لګښت په توګه دوه سوه پنځوس زره امریکايي ډالر، د افغان پلاوي  ټول لګښتونه او د نندارتونونو څلوېښت سلنه خالص عواید، افغان لوري ته ورکوي.

په جنوبي کوریا کي د باختر خزانې د لروغونو اثارو د ټولګي ننداره، که له یوې خوا د افغانستان لرغونی تاریخ، بډای، هنري او لرغونی انځور وړاندي کوي له بله اړخه د دواړو هیوادونو د کلتوري، ټولنیزو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا د پام وړ اغېز کولای سي.

نږدې یوه اونۍ وروسته په جنوبي کوریا کي د باختر خزانې د آثارو نندارتون به په نړیواله کچه ددغي ټولګي نولسم نندارتون وي چي په دوهم پړاو به دغه شمېر شلم ته ورسېږي. تر دې وړاندي یاد اثار په یوولسو هیوادونو کي اتلس ځله ننداره سويدي.

د افغانستان د لرغونو آثارو نندارتونونو نړۍ ته ددغه هیواد د ورپېژندلو ترڅنګ د پام وړ عواید خپل هیواد ته راوړي دي چي د راتلونکو نندارتونو په بشپړېدو یې تر شاوخوا پنځو مېلونو امریکايي ډالرو اټکل کېدای سي.

باید یادونه وسي چي افغانستان دا مهال د نړیوالو نندارتونو لپاره د باختر خزانې ترڅنګ د مِس عینک د آثارو ټولګه هم چمتو کړې چي دامهال په چِک جمهوریت کي ننداره کېږي.