کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار والی ته پرانستی لیک

د کندهار والی ته پرانستی لیک

څرنګه چی د ټولنی اساسی رکن کورنی بلل کیږی او بیا په کورنی کی د ښځو رول څرګند او جوت دی . د کورنی د ښه مدیریت په صورت کی ټولنه داسی روزل سوی ځوانان لرلای سی  چی مخامخ د هیواد د پرمختګ او سوکالی لامل ګرځی. که چیری زموږ خویندی د علم په ګاڼه ځانونه سمبال کړی نو ښکاره خبره ده چی موږ به د ځلانده راتلونکی خاوندان یوو.
کندهار ولایت چی کابو دوه نیم میلونه نفوس لری خو له بده مرغه چی د نفوس په تناسب برعکس یی سږ کال یواځی ۶۵۰ تنی نجونی د دولسم څخه فارغی کړلی او ښایی چی یواځی لس فیصده فارغه سوی نجونی د لوړو زده کړو د پرمخ بیولو توان ولری،  د ولایت په سطحه د شته امکاناتو او فرصتونو با وجود دا ډیر فاحش تفاوت دی  اودا د کندهار د اداری دپاره یی شرم اوره بللی سو.
جناب والی صاحب ! ایا په دی هکله مو کله هم فکر کړی دی ؟ او د ښځو د تحصیل د خنډونو په وړاندی مو څیړنه او ارزیابی کړی ده چی د شته امکاناتو باوجود څنګه کولای سو د ناامنی ، غربت او قبیلوی رواجونو د تهدید سره سره دی ستونځی ته څنګه د پای ټکی کښیږدو.یا هم د کندهار اداره څنګه د ولایت په کچه ددی چلنچ مقابله وکړی؟
د کندهار اداره ، د ښځو چارو اړوند مسولین او موسسات ددی مشکل نه د نجات په موخه څه کوټلی اقدامت کړی او څه پروګرامونه تر اجرا لاندی لری که یا ؟
که یواځی هر څه نمایشی ، سمبولیک او پروژیی بڼه لری او مسولین د خپلی چوکی د ساتلو او ګټی وټی  تر لاسه کولو په فکر کی مدهوشه ګرځی،
په کندهار کی د ګوتو په شمار علمی موسسات د بزنس په نیت ایجاد سوی او د ګتی لپاره یواځی د کمیت په فکر کی دی د کیفیت اثار په ذربین کی نسی پکښی لیدلای . نه غیر حاضری لری ، نه ناکامی لری او نه هم څوک پوښتنه پر کوی .عجبه لا داده چی د نجونو نه هم د هلکانو برابر فیس چی د یوه سمیستر ۳۰۰۰۰ زره افغانی اخلی.
که د همدی علمی موسساتو له جنابانو نه پو ښتنه وسی چی په میراث کی دوی ښځی د یوه نارینه برابر دی او همدا ډول په شاهدی کی هم دوی ښځی  د یوه نارینه ځای نیولی سی نو بیا ولی د ښځو فیس د نارینوو برابر دی نو ددوی غیری منطقی جواب همدا دی چی موږ مصارف لرو او قانون پر ټولو یو ډول تطبیقوو په داسی حال کی چی دوی خپله قانون ماتوی ځکه د موسسی نفر ، د خان او ریس نفرو لپاره فوق العاده ډیسکونټ او حتی مفت پوهنتون وایی دلته بیا پر ټولو د قانون خبره دوی پخپله نقضوی.
والی صاحب ! چی زمزمی بندولای سی دا کار هم کولای سی چی د نجونو فیس نیمایی ته راکښته کړی کله چی د کوکنارو کر کیله بندوو نو بدیل یی هم ورکوو ددی کار په کولو سره به مو شرعی اصل هم مراعات کړی وی او هم به د تجونو د فیصدی په لوړولو سره د کندهار په پرمختګ کی لازمه مرسته کړی وی. دا کار که د خپلی اداری لخوا کولای سی او که د یوه علمی او څړنیز سمینار د لاری خو کیدل یی ډیر اړین دی  او دا به ستاسی نه هیریدونکی خدمت وی.
د کندهار د دولسم صنف فارغه سوی نجونی د والی صاحب څخه د کندهار د هغو مسشرانو او مدنی فعالانو څخه چی د کندهار د پرمختګ فکر لری په کلکه غوښتنه کوی چی د نجونو د فیس په راکمولو کی اړین ګامونه واخلی تر څو له یوی خوا موږ د تحصیل د محرومی څخه و ژغوری او له بلی خوا ګران کندهار د تیاریکی ځخه وژغوری. 
د کندهار پرمختګ د نجونو په تعلیم کی نغښتی ده او دا پرمختګ هغه وخت شونی دی چی نجونو ته د تحصیل په ډګر کی اسانتیاوی رامنځته کړل سی. 
په شخصی پوهنتونو کی د نجونو د فیس د راکمیدو په هیله

خاوری بسم الله خان