کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر د آسیا بنسټيزي پانګونې بانک له رئیس سره د بنسټيزو پروژو د تمویل په اړه خبرې وکړې

مالیې وزیر د آسیا بنسټيزي پانګونې بانک له رئیس سره د بنسټيزو پروژو د تمویل په اړه خبرې وکړې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د آسیا زیربنایي پانګونې بانکaklil hakimi1 له رئیس ښاغلي جین لیقن سره په بیجینګ کې وکتل. دوی د پنځو هیوادونو (چین، قزاقستان، تاجکستان، افغانستان او ایران) ترمنځ د ریل پټلۍ د وصل کیدو،د ریل پټلۍ د جوړیدو له لارې د تورخم او شیرخان بندرونو د نښلولو په برخه کې د مرستې او په یاد بانک کې د افغانستان د غړیتوب په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي جین د افغانستان د هغه غوښتنې ملاتړ وکړ چې په یاد بانک کې غړیتوب ترلاسه کړي.
مالیې وزیر د آسیا زیربنایي پانګونې بانک د رئیس څخه مننه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان د غړیتوب څخه ملاتړ کوي او هیله یې وکړه چې د زیربناؤ د پانګونې بانک په یاد شویو پروژو کې په خپلواک ډول او یا له نورو نړیوالو موسسو سره په ګډ تمویل پانګونه وکړي.
د بانک رئیس ډاډ ورکړ چې د افغاستان له خوا وړاندې شوې پروژې به د تمویل له پاره تر کتنې او غور لاندې ونیسي.
د مالیې وزیر ده ته افغانستان ته د راتګ او د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون بلنه هم ورکړه.