کور / راپور / په بلجيم کي د قرآن الکریم ختم ترسره سو

په بلجيم کي د قرآن الکریم ختم ترسره سو

پرون شپه د جون د میاشتې پنځه ویشتمه (۲۵) چې د روژې مبارکې میاشتې له یو ویشتمې شپې سره برابره وه ، د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو په جامع جومات کې د پاک قران ختم تر سره شو.

ختم د قدرمن قاري عبدالمجید په امامت پیل شوی وو ،چې د ډېرو افغانانو په ګډون پای ته ورسېد.

تر تراووح او ختم وروسته قدرمن قاري عبدالمجید چې په اسلامي مینه او افغاني ویاړ له ناروي هېواد نه بلجیم ته راغلئ وو، د ګران هېواد په روان حالت سخت خپه وو ؛ ځکه يې نو د زړه له خلاصه خپلوو ځورېدلي او دردېدلي هېوادوالو ته دعاګانې وکړي.

وروسته د نړۍ ټولو مسلمانانو ته او له دې فاني دنیا څخه ټولو تللو ته د مغفرت دعاګانې وکړي.
یاد ختم ته د بلجیم له بېلابېلو ښارونه څخه په ډېر شمېر افغانان راغلي ول ، او هر یوه کوښښ کاوه چې جامع جومات ته دننه شي او د ثواب د پاره په ختم کې برخه واخلي.

ختم چې د شپې ناوخته پای ته ورسېد خو بیا هم زمونږ ځینې وروڼه د اسلامي احساس له مخې د نعت شریف په ویلو ،او همداسې ځینو نورو ورونو د خوږ اسلام په رڼا کې د ورورولۍ او یووالي خبرې راغلوو ګډونوالو ته وکړي .

د افغانانو په جامع جومات کې د روژه ماتې پروګرام به د روژې ترپایه پورې دوام لري. 

«په اسلامي مینه او درنښت»
د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنه