کور / راپور / ويانا:د پښتو ژبي علمي او څېړنيز سيمنيار جوړ سو

ويانا:د پښتو ژبي علمي او څېړنيز سيمنيار جوړ سو

راپور :  امين الله دريځ
عکسونه: عبدالله احسان


لکه څنګه  يې چې له مخه خبر خپور شوی وو، د او تريش دافغان ولس
کولتوري ټولنې په نوښت د دغه هېواد په پلازمېنه وياناکې د نوېمبر پر اوولسمه يوه
ورځنۍ پوهنغونډه را وبلل شوه.  په دې غونډه کې چې يې له ماسپښين  تر
ماښام تيارې و غځېده، لومړی انجينر حکيم اګدري د ټولنې په استازۍ پرانېستونې وينا
وکړه او ورپسې  پوهاند دوکتور زيار د غونډې د مشر په توګه په الماني ژبه يوه
پيلاميزه وينا وکړه او بيا يې تر پورتني سرليک لاندې خپله څانګيزه انګرېزي ليکنه په
پښتو واوروله.
دويمه ليکنه د دوکتور لوتڅ  ژېهاک له خوا تر پښتو پيلامې
وروسته په الماني ژبه وړاندې شوه چې دورته سکالو پر يوه بل اړخ راڅرخېده او په ترځ
ترځ کې يې  پښتو بېلګې په دواړو ژبو شنلې. دغه ځوان اَريانېست پښتو لومړی د
مسکو او بيا برلين هومبولت پوهنتون په اړونده څانګه کې زده کړې چې پوهاند زيار يې
هم له مېلمه استادانو څخه وو.
درېيم وينا وال سېبستيان هاينې د ساکي پر ځای له
اوستاسره د پښتو پر تړاو وغږېداو د زباد لپاره يې  يو لړ بېلګې رامخته کړې. دی
د بون پوهنتون د اَريانپوهنې په څانګه کې پر زده کړه بوخت دی، په پښتو روان غږېږي
او په دوه ويشت کلنۍ کې يې تر دېرشو زياتې نورې  نوې او زړې اروپايي او
اَريايي ژبې، لږ تر لږه له رغاونيز او اېتېمولوجيک پلوه په خپله ولکه کې راوستې دي.
د پښتو ژبپوهنې په برخه کې يې له استاد زيارسره ښوونيز اړيکي ټينګ ساتلي او له بونه
تر کولنه له ګڼو فرهنګيالو پښتنو سره پرله پېيلې راشه درشه او ناسته پاسته
لري.
تر ژبپوهنيزې برخې او يوې مازيګرنۍ وروسته ښاغلي نسيم صابر دځوان ژورنالېست
او ليکوال په توګه پر الماني ژبه دپښتو  شعرو ادب يو لړ ژباړلې بېلګې وړاندې
کړې او ورپسې يوه مشاعره وشوه چې له المان، ناروې، انګليستان او چک او سلواکه راغلو
او اوتريش  مېشتو پښتنو او پښتو زده کوونکو ناپښتنو پکې پښتو شعرونه و اورول.
دواړو غونډو د ځوان شاعر او ليکوال برميال په وياندۍ تر لسو بجو غځونې وکړې.