کور / تازه خبرونه / لغمان: د مهترلام تاریخي زیارت ته غځیدلی سړک پخيږي

لغمان: د مهترلام تاریخي زیارت ته غځیدلی سړک پخيږي

لغمان مهترلامد لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر وايي د ولسي پرلپسې غوښتنو او د ولایت مقام د رغنده تلاشونو اوهلوځلو وروسته د مهترلام بابا تاریخي زیارت دیو شمېر برخو  د رغونې او جوړونې وروسته نن ورځ  رسماً  دغه زیارت ته د غځېدلي سړک د ډامبرولو چارې  پیل شوې چې د نیکمرغه کوچنې اختر د راسیدو وړاندې به يې ټول کار بشپړ او دغه لیکه به دمهترلام ښار سره په اساسي ډول تر جوړیدو وروسته ونښلول شي.
د مهترلام بابا زیارت ته د غځیدلي سرک جوړیدل ددغه ولایت دفرد،فرد ترڅنګ دټولو هغو  زیارت کوونکوستره غوښتنه وه چې د مهترلام بابا له زیارت څخه به يې لیدنه کوله.
دلغمان ولسونه او دسیمې اوسیدونکي خوښ دي چې ددوی یادې عمرې غوښتنې اوهیلې ته ولایتي ادارې پاملرنه وکړه او ددغه سرک کار يې په اساسي  ډول پيل کړ.
دسرک جویدو ته نه یوازې دا چې ولسي خوشبنې زیاته ده بلکې ورسره سم یو شمېر ځوانان بیا په دې خوښي څرګندوې چې دوی ته پکې دکار زمینه برابره شوي او د بېکارۍ نه يې خلاصون موندلي دي. 
د لغمان ولایت د ابادۍ او سمسورتیا لپاره اوس هم بنسټیز تلاشونه روان دي چې په پرلپسې توګه به په دغه ولایت کې د نورو مهمو پرمختګونو دروازې هم پرانیستل شي.