کور / راپور / له کجکي تر کندهاره

له کجکي تر کندهاره

په روژه، اختر او ځينو ځانګړو ورځو کي د برېښنا رياست کار کوونکي تر عادي ورځو زيات خپلو کارونو ته متوجه ځکه وي، څو د برېښنا په جريان کي د هر ډول احتمالي ستونزي ژر مخنيوی وکړي. د کجکي او کندهار ترمنځ په پوست پيوند د برېښنا لين، چي تقريباً ۲ زره واره پرې سوی او تړل سوی دئ، د هر وار پرې کېدو پرمهال د کجکي د برېښنا د توليد فابريکې ته لویه لړزه (تکان) ورکوي، ځکه د دې لين په اوږدو کي هيڅ داسي کوم د برېښنا د شارټۍ د مخنيوي سټېشن وجود نه لري، چي د لویي شارټۍ يا لين پرې کېدو پرمهال دي له توليدي فابريکې څخه له زيان ورکوونکو لړزو څخه مخنيوی وکړي.

د روژې په روانه مياشت کي، څو واره د برېښنا لينونه د لاري په اوږدو کي په پرله پسې ډول د جګړې له امله پرې سوي او د برېښنا عمومي شبکې ته يې داسي لړزې ورکړي، چي په عمومي شبکه کي د احتمالي ګواښونو د رامنځته کېدو بېره يې ډېره زياته کړې ده. د برېښنا د کارکوونکو له پاره چاره څه وه، څو د عمومي شبکې له دې لوى زيان څخه ځان وژغوري چي نه يوازي په روژه، بلکي د زيات وخت له پاره کندهار ښار له برېښنا د جريان څخه کرياب نه سي. بالاخره د روژې پر يوولسمه د برېښنا رياست د تخنيکي ډلي چي مشري يې امان الله ايوب فاروقي کوله، دې پرېکړي ته ورسېدل، څو هغه کوچنى سټېشن (په لين کي له شبکې څخه د شارټيو د مخنيوي سويچ)، چي څو کاله مخکي د جګړې له امله د سنګين په څاروان کلا سيمه کي له منځ څخه تللی وو، په سيمه کي د ناسم امنيتي حالت سره- سره يې د بيا جوړېدو په اړه لاس په کار سي. تخنيکي ډلي د باختر خبري آژانس په غوښتنه خپل يو استازی ځکه ورسره ملګری کړ، څو له هغو حالاتو څخه خلګ خبر کړي، چي د برېښنا رياست کارکوونکي هره ورځ د کار په جريان کي ورسره مخ وي.

دوولسمه روژه د جمعې ورځي د شپې ۲:۳۰ دقيقې تر پېشلمي مخکي تخنيکي ډلي د کوچني سټېشن (سويچ) له اکمالاتو سره د هلمند د سنګين ولسوالۍ د څاروان کلا پر لور په سفر پيل وکړ. په لاره کي د وسله والو د ناسمي رويې سره- سره پر عمومي لارو باندي ماينونه د برېښنا د لين تر پرې کېدو وروسته د برېښنا د کارکوونکو له پاره يوه لويه ستونزه وه، تېر کال او سږکال د برېښنا رياست يو- يو کارکوونکی د وسله والو د ماينو ښکار سوي دي او آن يو تن د لين جوړولو پرمهال په قصدي ډول سره ويشتل سوی او شهيد سوی دئ.هر وار تر لين پرې کېدو وروسته د لين د جوړولو ډلي لويه اندېښنه په سیمه کي له رواني جګړې څخه وي.

د کندهار د برېښنا رئيس انجينر سيد رسول وايي: په ولايتي کچه ځيني مسئولين او عام خلګ د دوی د کارکوونکو د دې سختو کارونو او قربانيو يادونه نه کوي او نه هم ځان په خبروي، ولي د ځينو غوښتنو پر اساس بې ځايه څرګندوني او نيوکي کوي.

يو ډېر سخت کار د احتمالي جګړې په ډګر کي د سړک غاړي ماينونو په موجوديت کي او له ليري څخه د وسله والو په نخښه کولو له ګواښونو سره- سره د برېښنا تخنيکي ډله د کار له پاره ساحې ته داسي روانه سوه، چي ته به وايې هيڅ کومه بېره يې په مخکي نسته. "د دوی دا کار د ښار له پاره د برېښنا د برابرولو او له خپل کار سره د لېوالتيا يوه ښه بېلګه ده".

د تخنيکي ډلي يو تن غړی مولاداد وايي: "همدا مو وظيفه ده، که مرو که رغېږو، خو کار بايد وکړو، ځکه زموږ د کار سره د ښار د خلګو زياتي اړتياوي تړلي دي". له کندهار څخه د کجکي لوري ته د تګ پرمهال د برېښنا د اوسنيو پايو د مات او کپر حالت او په پوست پيوند سوو لينونو ترڅنګ ځيني د برېښنا رياست تر سره کېدونکي پروژې هم ليدل کېږي.

له کندهار څخه و کجکي لوري ته د برېښنا د اساسي پايو نصب چي په تقريبي ډول يو کېلو متر د لښکرګاه له دوراهي څخه کندهار لوري او دوه کېلو متره د لښکرګاه له دوراهي څخه د لښکرګاه لوري ته د نصبولو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري، دا پروژه په لين کي د ستونزو اساسي حل بلل کېږي او ټاکل سوې ده، چي د کجکي پر بند د درېيم توربين د کار د پای ته رسېدو سره به په دې لينونو کي برېښنا تر کندهاره پوري راورسېږي.دا او د برېښنا په برخه کي نوري اساسي پروژې د دې تخنيکي ډلي له پاره ځکه له ارزښت څخه ډکي دي چي بيا به دوی دې ډول سختو ماموريتونو ته مجبور نه وي.

کندهار ښار ته دا مهال د کجکي بند څخه ۱۲مېګاواټه او په ښار کي له جنراتورونو څخه ۳ مېګاواټه برېښنا برابرېږي، په داسي حال کي چي د دې ولايت د برېښنا ضرورت تر۱۵۰ مېګاواټه پوري رسېږي.

په روان لمريز کال کي د کجکي پر بند به د درېيم توربين د کار پای ته رسېدو سره کندهار ښار ته د۱٢ مېګاواټه برېښنا پر ځای ۲۱ مېګاواټه برېښنا ورکړل سي، د دې ترڅنګ به د چنګاښ مياشتي تر پايه پوري د لمريزي برېښنا پروژه تر تدارکاتي چارو تېره سي، چي کم او زيات په يوه کال کي به يې کار بشپړ سي دم ګړی د ښار د اوسېدونکو هم دغه دوو برېښنايي سرچينو ته د اميد سترګي دي، خو ګورو به چي خدای (ج) څه کوي.

د لاري په اوږدو کي د مسئولينو او تخنيکي ډلي له خوا د برېښنا اړوند له ټولو پروژو څخه ليدنه او د کار ارزول د سفر بله هدف وو، د ژړۍ ولسوالۍ په حدودو کي د برېښنا د عمومي سټېشن له ساختماني کار څخه ليدنه چي کار يې تقريبًا۷۰ سلنه او د ميوند ولسوالۍ د عمومي سټېشن د ساختماني کار ارزونه چي کار يې تقريبًا۶۰ سلنه بشپړ سوی، د کجکي د برېښنا ترڅنګ د برېښنا د حلقوي لينونو له پاره لوی سټېشنونه بلل کېږي. دا د دې لاري په اوږدو کي برېښنايي تاسيسات دي، چي په تېرو څه کم درو کلونو کي ورته ځانګړی پام سوی دئ. څه باندي لس بجې په ټاکنده غرمه او روانه جګړه کي د څاروان کلا د برېښنا سټېشن ته ورسېدو او پر هغه ځای موږ تم، خو تخنيکي ډلي په کار پيل وکړ، آن تر مازديګره پوري يې تر سخت او چټک کار وروسته کار بشپړ کړ.

د برېښنا رياست تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي د خپلو کارکوونکو له کارونو څخه په پرله پسې ډول ستاينه وکړه او زياته يې کړه، خلګ بايد پوه سي چي د برېښنا رياست کارکوونکي له موجوده امکاناتو څنګه ګټه اخلي او تر خپله وسه پوري ښاري اوسېدونکي بې برېښنا نه پرېږدي. فاروقي وايي: هيله لري، چي د برېښنا رياست د کارکوونکو او کارونو په اړه بې تبعيض او شخصي ګټو څخه پرته قضاوت  وسي، خو داسي نه کېږي.

په هيواد کي يو وخت له کابل څخه وروسته کندهار دوهم ښار وو چي برېښنا يې درلوده، خو اوس په تقريبي ډول د هيواد ټول لوی ښارونه تر کندهار څو چنده ښه او دومداره برېښنا لري. په تېرو ۱۴ کلونو کي د دې ولايت د برېښنا د اساسي غم خوړلو له پاره هيڅ کار نه دئ سوی، خو اوس د برېښنا په برخه کي نوو پروژو د دې ولايت د اوسېدونکو هيله مندي زياته کړې ده، چي په راتلونکو کم تر کمه دوو کلونو کي به له دوامداره برېښنا څخه برخمن سي.

باختراژانس، کندهار ۶/چنګاښ/۱۳۹۵