کور / تازه خبرونه / د زابل په ښارصفا او شاه جوۍ ولسوالیو کې د مستوفیت څانګي پرانیستل سوې

د زابل په ښارصفا او شاه جوۍ ولسوالیو کې د مستوفیت څانګي پرانیستل سوې

Zabul shari safaدواړه ولسوالۍ په زابل کي  دنفوس او مساحت له پلوه مهمي ولسوالي بلل کیږي .
د زابل مستوفي الحاج محمد نصیر ابراهیم خیل لراوبر ډاټ کام ته وویل چي له دې کار څخه عمده هدف دولتي خزانې ته د عوایدو را ټول او د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو لپاره په خپلو سیمو کې د خدمتونو وړاندي کول دي .  
که څه هم په ولسوالیو کې د مستوفیت څانګي خپلي ودانۍ نلري خو دم ګړی يې خپل فعالیتونه د ولسوالۍ په تعمیر کي پيل کړي . 
ښاغلی ابراهیم خیل وايي چي هڅه کوي دولتي عواید په منظم او شفاف ډول را ټول او د دولت خزاني ته وسپاري .
د ماليې وزارت وايي چي په خپلو اصلاحي پروګرامونو سره غواړي چي پر بهرنیو مرستو تکیه کمه او د کورنیو عوایدو په را ټولو سره د حکومت لګښتونه پوره کړي .