کور / راپور / په افغانستان کې لومړي علمي تلویزیون فعالیت پیل وکړ

په افغانستان کې لومړي علمي تلویزیون فعالیت پیل وکړ

 

د پیشګام په نوم خصوصي ټلویزیون چې له څو میاشتو راهیسې یې د هېواد په کچه آزمایښتې خبرونې کولې، د سه شنبې پر ورځ یې رسمآ خپلې خپرونې پیل کړې.

صدیق الله پوپل

 په هېواد کې لومړنۍ تلویزیوني شبکه ده چې

په کور دننه یې خپلو لیدونکو ته د تعلیمي او تحصیلي زده کړو زمینه برابره کړې او لیدونکي یی کولای شي په خپل کور کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړي.

د دغه تلویزیون پرانیستغونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم رابلل شوی و.

کرزی پیشګام ټلویزیون د هېواد د تعلیمي او تحصیلي نظام یو نوی باب بولي او وايي چې افغانان باید د پوهنې له لارې خپل هېواد نړیوالو ته ورپیژني.

کرزی پر ځونانو غږ کوي چې په هېواد کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د افغانستان د پرمختګ او د بهرنیانو له احتیاجه د خلاصون لپاره لاس په کار شي.

کرزی وايي افغانان چې خپله خپل هېواد جوړ نه کړي،  بهرنیان یی هیڅکله ورته نه شي جوړولای.

د غونډې په پای کې د پیشګام تلویزیون د مشر له لوري پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د بیان آزادۍ د بنسټ ایښودونکي په توګه وستایل شو.

پیشګام خصوصي تلویزیون اوس مهال یوازی په افغانستان کې نشرات لري خو مسولان یی وايي چې په راتلونکو کې به په یو شمیر افریقايي هېوادونو کې هم نشرات پیل کړي او هلته به هم خپلو لیدونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.