کور / سياسي / د پوهني وزير هغه حکم چي له ولسمشره اخستل کيږي په ناقانونه توګه له اجرائيه ريسه اخلي

د پوهني وزير هغه حکم چي له ولسمشره اخستل کيږي په ناقانونه توګه له اجرائيه ريسه اخلي

رحمت الله بیګانه د پوهنې د وزیر لخوا اجراییه ریس ته د تعلیمي رادیو تلویزیون د مشر په توګه پیشنهاد شو او عبدالله عبدالله هم خپل امر ورکړ. 
اول خو د پوهنې د وزیر دا وړانديز په بشپړ ډول غیر قانوني دی، ځکه چې د دویم بست د مامور د مقررۍ وړاندیز یې د ولسمشر پرځای اجراییه ریس ته کړیدی او باید په دې خیانت پوښتنې ترې وشي، ځکه دپوهنې وزیر یوشمیر نورې مقررۍ هم د وزارت په دننه کې کړیدی ، چې کیدی شي د هغو فرمان هم عبدالله ورکړی وي. 
دویم عبدالله هم د اساسي قانون خلاف د ولسمشر په واکونو کې غصب کړیدی. Rahmatullah Begana
رحمت الله بیګانه د پنجشیر اوسیدونکی ، د امرالله صالح له نژدې ملګرو او د روند سبز په نوم حرکت مهم غړی دی . هغه کلونه وړاندې هم د یو نس قانوني لخوا د تعلیمي تلویزیون مشر شوی وو او څو کاله یې دغلته د تلویزیون د جوړولو په نوم پریمانه فساد ترسره کړ. 
په وروستیو کې د همدې وزیر لخوا یو ځل بیا د سرپرست په توګه ور واستول شو او بلاخره یې عبدالله ته د رسمي کولو وړاندیز ورواستاوو، چې د ولسمشر لخوا کلکه څپیړه ورکړل شوه . 
ولسمشر ته دغه ډول ډیرشکایتونه ور رسیدلی او بلاخره یې فرمان ورکړ، چې دلومړي او دویم بست مقرري یوازې دده واک دی او عبدالله باید دا کار ترسره نکړي. Ashraf ghani order
اوس هم ښاغلی بیګانه په تعلیمي تلویزیون خیټه اچولې او هلته له پښتنو کار کونکو سره په ناسم چلند تورن دی. 
د تعلیمي تلویزیون په ۱۲ ساعته خپرونو کې یې ۸۰ په سلو کې خپرونې په دري ژبه دي او د پښتنو کارکونکو د کموالي لپاره د پاتې شل په سلو کې خپرونو بیخ ویستلو ته پلانونه تیارشویدي. په دغه تلویزیون پورې اړونده تعلیمي راډیو۱۸ ساعته خپرونې لري، چې هلته هم د ژبو انډول کې ورته کیسه روانه ده. 
تعلیمي او تربیتي تلویزیون او راډیو د پوهنې د وزارت اړونده ده او له تیرو ۱۵ کلونو را پدیخوا پرې د ایټالیا او یونسکولخوا په میلیونونو ډالره لګول شوي ، خو د تلویزیون خپرونې په نشت حساب دي. یوازې ایټالیا په ۲۰۰۹ او لسمو کلونو کې یو نیم میلیون یو دغه تلویزیون ته ورکړل، چې خپرونې ورته جوړې او په ولایتونو کې څانګې ورته جوړې کړي، خو هیڅ هم ونشول او هرڅه ورک شول. Coruption فساد رشوت
خو خبره داده، چې ولې د پوهنې په نوم وزیر دا ډول کړنه ترسره کړې؟ تردې دمخه یې د خپل دفتر مشر اریايي هم د ولسمشر له لاسلیک پرته راوست او د ښاغلي واحدیار پرځای یې وټاکه . بې له دې چې قانوني مراحل ووهي اریايي په مکتبونو لاسلیکونه کوي او ولایتي ادارو ته یې استوي. دا متعصب اریايي په ښکاره په مجلسونو کې د پښتنو د کمولو خبرې کوي او خپلو را بار کړو او په وزارت ورخوشې کړو کسانو ته وايي چې پښتانه باید له دې وزارته بهر کړی شي. 
څه باندې یو کال مخکې د پوهنې همدې وزیر په رسمي ډول مکتوب صادر کړ، چې وزارت ته باید له شخصي جامو سره کار کونکي رانشي، چې اصلي موخه یې پښتانه وو، خو په همغه لومړۍ ورځ یې د پښتنو ځوانانو د کلک غبرګون له کبله دا پلان شنډ شو.