کور / تازه خبرونه / ولسمشرغني ژمنه وکړه چي د سعودي مېشتو افغانانو پر ستونزو له سعودي پاچا سره خبري کړي

ولسمشرغني ژمنه وکړه چي د سعودي مېشتو افغانانو پر ستونزو له سعودي پاچا سره خبري کړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د عمرې حج د ادا کولو په موخه د خپل سفر په دویمه ورځ نن له غرمې مخکې په یاد هېواد کې له مېشتو افغان تاجرانو سره وکتل.Ashraf ghani in saudi
په دغه کتنه کې ډاکټر سروري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې د افغان تاجرانو او په سعودي کې د مېشتو افغانانو ستونزې او غوښتنې یې له جمهور رئیس سره شریکي کړې.
نوموړي په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان تاجرانو د پاسپورټ ستونزې ته په اشارې وویل، افغان تاجران چې دپاکستان په پاسپورټ سعودي عربستان ته راغلي، غواړي دخپل هیواد پاسپورټ ترلاسه کړي. همدارنګه نوموړي په سعودي کې د مېشتو افغان کورنیو ماشومانو لپاره د افغاني نصاب لرونکو ښوونځیو د جوړولو او تحصیلي بورسونو وړاندیز هم وکړ.
هغه وویل، که حکومت د ښوونځي د ودانۍ لپاره د ځمکې په برخه کې همکاري وکړي، نو تاجران به په خپل شخصي لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړه کړي. همدارنګه په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو له جمهور رئیس څخه دکارګري وېزې او د دعوتنامې غوښتنه هم وکړه.  هغوی وویل، دسعودي عربستان حکومت  دې دنورو هیواونو په څېر دوی ته د دعوتنامې حق ورکړي.
د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس وویل، د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اساس د هویت له تثبیت وروسته دیوې ځانګړې پاڼې په لرلو سره په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته دخپل هیواد پاسپورټونه ورکول کېږي .
همدارنګه جمهور رئیس غني په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه وکړه، چې په یاد هېواد کې له مېشتو افغانانو سره په ګډه دې د دوی د  ښوونځي ستونزه حل کړي او دسعودې عربستان دبورسونو یوه برخه دې په سعودي کي مېشتو افغانانو ته ځانګړې شي.
محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې مېشتو افغان تاجرانو ته ډاډ ورکړ، چې دسعودې پاچا خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز سره به نن ماښام د روژماتي پرمهال  دکارګري ویزې او دعوتنامې د ستونزو په هکله خبرې وکړي.