کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د وارسا غونډي په ترڅ کي له بارک اوباما سره وکتل

ولسمشر غني د وارسا غونډي په ترڅ کي له بارک اوباما سره وکتل

imageد افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی  پولنډ ته د خپل سفر په دویمه ورځ ماسپښین د وارسا ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، د امریکا د سیاسي او نظامي مسوولینو د ارزونو او د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد په اساس یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید تصمیم نیولی دی.

جمهور رئیس اوباما د افغانستان د خلکو لپاره د ملي یووالي حکومت د واضح تعهد او لیدلوري لرلو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغان حکومت تعهد او څرګند لیدلوري د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ ته هڅولی دی.

د امریکا متحده ایالاتړ جمهور رئیس د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او وې ویل، موږ او نړۍ له افغانستان سره یوو اود نړیوالو همکارانو په توګه به د دوی تر څنګ اوسو.

جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د امریکا دولت او خلکو له ملاتړ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په هکله د جمهور رئیس اوباما د وروستي تصمیم مننه وکړه.

د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، امنیتي مسایلو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې د تامین په هکله بحث او خبرې وکړې.