کور / تازه خبرونه / د افغانستان برېښنا شرکت کي نوي ټاکني سويدي

د افغانستان برېښنا شرکت کي نوي ټاکني سويدي

Breshna برېښنانسیم ګنجی چي مخکی دکابل زون دبرېښنا ریس و دبلخ زون د برېښنا ریس په توګه، وحیدالله پوپلزی چي مخکي دافغانستان برېښناشرکت دقراردادنو ریس و دننګرهار زون ریس او مجیب الرحمن مومند چي مخکي دننګرهار زون ریس و د کابل زون ریس په توګه وټاکل سوه.
دافغانستان برېښنا شرکت په ۳۴ ولایتونو کی ۸ زونونه یا حوزوي لوی ریاستونه لری.
انجینر شکیب نثار چي مخکي دافغانستان برېښنا شرکت دعملیاتي چارو ریس و د برېښنا شرکت دمشاور په توګه وټاکل سو.
تر اوسه لا د میرویس عالمي دبریشنا شرکت پخوانی تجارتي ریس او احمدشا ساحل مالي او اداري ریس دنده نه ده معلومه.
 دبلخ زون پخوانی ریس چي ډیره موده وړاندي دفساد په تور لیری سوی و اوس یې نسیم ګنجی په عوض وتاکل سو.