کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد عبدالقادر آشنا د مړينی له امله

د ارواښاد عبدالقادر آشنا د مړينی له امله

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواخوږی پیغام

نيټه: ۲۵/۴/١٣۹۵ -۱۵/۴/ ٢٠١۶

په  ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چه دهیواد نومیالی لیکوال، تکړه  ژورنالیست اوسیاستوال ښاغلی عبدالقادر آشنا د ناروی په هیوادکی په حق ورسید .
 
ارواښاد عبدالقادر آشنا لومړنۍ اومنځنی  زده کړی دکندهار په ولایت کی  ترسره کړی وروسته یی خپلی لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د ادبياتو دپوهنځی د ژورناليزم په څانګه کی پای ته رسولی اوپه۱۳۵۵کال کی دلوړو تحصلاتو  په وزارت کی یی خپل ماموریت پیل کړ، په ١٣٥٧ کي د هغه وزارت دخارجه ارتباط رئیس او په  ١٣٥۸  کال داطلاعاتو او کلتور دوزارت کلتوری معین په توګه وټاکل شو ،١٣۶۱  کال د وزیر په بست کی دافغانستان دکلتور د دولتی کمیتی لوی رئیس ، دکندهار ولایت دنظامی شورا رئیس او  ددولتی چارو مسول، دولسی جرګی په دولسمه دوره کی دکندهار ولایت وکیل او په ولسی جرګه کی دد فاعی او امنیتی کمیسیون رئیس په حیث چاری ترسره کړی  وی ،د ۱۳۶۸کال څخه  وروسته د هیواد  څخه دباندی  مهاجر سو  
 او دڅولسیزو راپدي خوایی په ناروی کښي دکډوالی شپې او ورځې تیرولې خو د ژوند  تر پایه پوری په سیاسی او ټولنیزو چاروکی فعال پاته سوی    
دخواخوږی ادبی اوکلتوری ټولنه د اروښاد عبدالقادر آشنا مړينه يوه لويه  سیاسی او فرهنګی ضايعه بولی، ارواښاد ته جنت الفردوس و کورنی،دوستانو،ملګرو او ټولنیزو ټولنو ته د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.

روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر