کور / تازه خبرونه / فرانسه: د نیس په ښار کي یوه کس پر ۸۴ تنو لارۍ تېره کړې ده

فرانسه: د نیس په ښار کي یوه کس پر ۸۴ تنو لارۍ تېره کړې ده

د فرانسې د ‫نیس‬ په ښار کي برايي ماخستن (پنج شنبه ماښام) یوه کس د ‫سمندر‬ پر غاړه پر عامو وګړو لارۍ موټر تېر کړئ دئ چي له امله يې ۸۴ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړئ دئ او شاوخوا ۵۰ نور زخمیان دي.
پولیسو تر دوه کیلومتره وروسته لارۍ چلوونکی په ‌ډزو وژلئ دئ. په موټر کي د تونس الاصله فرانسوي ‫پېژندپاڼه‬ موندل سوې ده، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چي د موټروان ده که نه. 

France_Nice_Hamla_Attak_Larawbar (1)

د یادوني وړ ده چي پرون ۱۴ جولای د فرانسې د ‫آزادۍ‬ ورځ وه او خلګ ‫ملي جشن ته راوتلي ول. په فرانسه کي د اتلسمي پېړۍ په پای کي پسله ۳ پېړیو ټولواکي Absolute Monarcy پای ته ورسېده، په ۱۷۸۹ میلادي کال کي د فرانسې انقلاب French Revolution پېل سو او دوی خوشحاله ول چي ټولواکي ختمه سوه. ورپسې په ۱۷۹۲ میلادي کال د فرانسې لومړۍ جمهوریت رامنځته سو. یعني دوی د جولای پر ۱۴مه د فرانسې د انقلاب په یاد د آزادۍ ملي جشن لمانځي.

France_Nice_Hamla_Attak_Larawbar (2)

مختار احمد احسان