کور / تازه خبرونه / د معتادينو په روغتون کي د يو بل ۵۰ بستريز تعمير د رغولو چاري پيل سوې

د معتادينو په روغتون کي د يو بل ۵۰ بستريز تعمير د رغولو چاري پيل سوې

hospital in kandahar

کندهار، افغانستان- نن سهار د کندهار ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د معتادینو د تدواي لپاره د جوړ سوي روغتون د بل پنخوس بستریز تعمیر د رغولو کار رسما پرانیست او ویې ویل: د دې تعمیر جوړول واقعا د خوښۍ ځای دی او زه یې د کندهار ټولو خلکو ته مبارکي ورکوم.

 

ښاغلي شمسي وویل: د دې تعمیر کار به د ۳۷لکه افغانیو په لګښت سرته ورسېږي چي بودیجه یې د عامې روغیتا د وزارت له لوري ورکول سوې ده. ده پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ چي اوسمهال موږ مجبور یو د شته معتادینو د صحت لپاره دغسي مراکز جوړ کړو. مګر زموږ اساسي کار باید دا وي چي په پراخه کچه د نشيي توکو د هر ډول استعمال مخه ونیسو. ځکه د نشيي موادو کارونه د دین، افغاني فرهنګ او موجوده قوانینو له مخې په مطق ډول حرامه او ناروا ده.زموږ دیني عالمانو د قران او حدیث په رڼا کي د مخدره توکو حرمت ثابت کړی او په دې کي هیڅ ډول اختلاف نه سته.

 

نوموړي د روغتیايي خدماتو د وړاندي کولو په برخه کي د عامي روغتیا د ریاست هڅې وستایلې چي دوی اوسمهال یې په ډېرو کمو امکاناتو د یو نیم میلون وګړو لپاره سنجول سوي خدمات دوه نیم میلونه وګړو ته رسولي دي. پر دې سربېره یې له ملي امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه چي د یوه کال په جریان کي یې ګڼ قاچاقبران د قانون منګولو ته سپارلي دي. ده وویل: کوم کسان چي په نشي توکو رږود دي هغوی زموږ رحم او پاملرنې ته اړتیا لري چي باید موږ ورسره لازمه مرسته وکړو.

 

د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احمد الله فیضي وویل: اعتیاد یوه لویه ستونزه ده چي موږ ورسره تر خپله وسه مقابله کوو. دلته بستر کېدونکي ناروغان به ۴۵ورځې همدلته تېروي او ټول لګښتونه به یې د روغتون له خوا ورکول کېږي چي تر رخصتولو وروسته به له بېلا-بېلو لارو تر یوه کال پوري څارل کېږي، څو یو ځل بیا د نشي توکو کارونې ته مخه نه کړي.

 

مرستیال والي په پای کي وویل چي ډېر ژر به په لیري پرتو سیمو کي شپږ کلینکونه په فعالیت پیل وکړي او هغه هیوادوال به هم له روغتیايي خدماتو برخمن سي چي دا مهال ورته لاسرسی نه لري. ده همداراز وویل چي دې سیمو ته-به په لومړي سر کي ګرزنده روغتیايي ډلې ولېږل سي چي په عاجله توګه د خلکو لپاره لومړني روغتیايي خدمات چمتو کړي.