کور / تازه خبرونه / افغانستان له هالنډه د انټرکانټيننټل کپ لوبه په اساني وګټل

افغانستان له هالنډه د انټرکانټيننټل کپ لوبه په اساني وګټل

راپور: مختار احمد احسان

افغانستان له نیدرلنډه د اې سي سي انټرکانټيننټل کپ د ټېسټ لوبه په یوه انينګز [نوبت] وګټل. لوبه د جمعې (۲۹ جولای) په ورځ د سهار پر یوولس بجې د هالنډ د "دين هاخ" يا "هاګ" ښار ته څېرمه د "فوربُرخ" د "ویست فلیت" د کرکټ په لوبغالي کي پيل سوه. پچه افغانستان وګټل او د توپ وهلو (توپ وهلو) پرېکړه يې وکړه. 

د هالنډ د کرکټ ټيم په خپل لومړني نوبت (انينګز) کي مجموعاً ۱۱۷ منډي وکړې. په دغه انينګز کي ريپن ۲۴، بوررن ۱۶، مُدثر بخاري ۱۶ او سېلار ۳۸ منډي جوړي کړې. افغان لوبغاړي دولت ځدران ۴، یمين احمدزي ۵ او میرویس اشرف ۱ هالنډی لوبغاړي وسوځول. 

ورپسې د افغانستان نوبت وو چي په لومړي انينګز کي يې ۳۱۲ منډي جوړي کړې، یعني د هالنډ د منډو تر دوه چنده زیاتي منډي. د هالنډ د منډو سره يې توپیر ۱۹۵ وو. تکړه لوبغاړي حشمت الله شاهيدي خورا ښه لوبه وکړه او په یوازي سر یې ۸۳ منډي جوړي کړې. دغه راز رحمت شاه ۵۱، ناصر جمال ۴۳، میرویس اشرف ۴۲ او کپتان اصغر ستانکزي ۲۴ منډي وکړې. د شهزان خان د منډو شمېر ۱۷ وو.

ورپسې د هالنډ دوهم نوبت وو. دغه لوبډلي په دوهم انينګز کي ۱۵۹ منډي وکړې. د هالنډ تکړه لوبغاړي ريپن په زړه پوري لوبه وکړه او وتوانېدئ چي په یوازي سر ۸۰ منډي جوړي کړي. همداډول هالنډي لوبغاړي مای بورخ ۲۳، فن در مېروه ۱۸ او مُدثر بخاري ۱۱ منډي وکړې. د هالنډ د لوبډلي د لومړي او دوهم انينګز ټوله منډي ۲۷۶ کيږي چي د افغانستان د لومړني نوبت د ۳۱۲ منډو سره يې توپير ۳۶ دئ.

که څه هم دغه څلور ورځنۍ د ټيسټ لوبه وه، خو د افغانستان د کرکټ اتلانو نړیوالو ته وښودل چي تر هالنډيانو تکړه دي، په دوو ورځو او یوه انينګز يې هالنډ ته ماتې ورکړه. د دغه بریا له امله افغان لوبډلي ۲۰ نمرې ترلاسه کړې او تر ټولو برخه اخیستونکو لوبډلو مخکي سوه. 

د يادوني وړ ده چي د افغان ملي لوبډلي د تشویق کولو لپاره لوبي ته د هالنډ، بلجيم، جرمني، لندن او اتریش څخه افغانان راغلي ول او لوبه د لراوبر ويبپاڼي له لاري په ژوندئ بڼه خپرېدل. د لوبي ويډيو د لراوبر ويبپاڼي د فېس بوک پر صفحه لیدلائ سئ. 

افغانستان له هالنډه د انټرکانټيننټل کپ لوبه په اساني وګټل