کور / نثر / ستا په ليدو

ستا په ليدو

ستا په ليدو !!!
ليکوال : اسدالله غيرت
کالونه پس په ناڅاپي ډول له هغو سترګو سره مخ شوم ، کومو چې کالونه وړاندې زما په زړه کې د درد زړي وکرل .
کالونه پخوا د يوه غرني کلي هغه څيره چې د لومړۍ ځل لپاره مې د کلي په شنو پټيو کې وليده 
ښکلو سترګو ، دنګې ځوانۍ ، زړه وړونکو، پستو او له مينې ډکو کيسو يې په لومړۍ ځل زما د زړه واک له ما نه واخيست .
زما په زړه کې یې د لومړۍ ځل لپاره د درد عظيم زړي وکرل
هغه څيره چې تر زياتې مودې يې زما له ژونده ارام او له سترګو خوب وتښتوه
هغه څيره چې د بيا ليدو په هيله مې ډيرې هڅې وکړې ، خو بريالی نه شوم
هغه څیره چې پس شاه يې په سلګونو واره ياد کړم ، او زما د ليدو ارمان يې پوره نه شو .
نن (کالونه وروسته ) کله چې په ناڅاپي ډول د يوې ازموينې صحنې ته لاړم
همغه درې کاله وړاندې ليدلی زړه وړونکي څيره مې په داسې خال کې وليده چې دواړه سترګې يې زما په څيره کې خښې کړې وي .
داسې ښکاريده لکه سترګو يې چې د بې وفايۍ پيغورونه راکول 
غوښتل مې له ازموينې وروسته ورسره د زړه خواله وکړم 
او خپل مجبوريتونه ورته بيان کړم ، خو افسوس چې په همغه ځای کې د څو شيبو له تيرولو وروسته یو کس مخې ته راته ودريده ويې ويل
وروره مونږ ته هدايت شويده د ازموينې له صحنې ستاسو او د نورو غيرې مسولو کسانو وتل ختمي دي .
د يو سوړ اسويلي په ويستلو سره زړه نا زړه د ازموينې له صحنې پدې نيت راووتم چې د مينې او له خلوص نه ډکه څيره به تر ازموينې وروسته وګورم 
په ساعتونو ساعتونو مې دروازه کې انتظار وکړ د هر موټر په راتلو سره مې فکر کاوه چې ممکن د څو کالونو پخوانی اڼديوال به مې په همدې موټر کې ناست وي .
خو 
د ډير انتظار سره سره بيا هم په دي بريالی نه شوم چې د همغې زړه وړونکي څيرې په ليدو مشرف شم
اف اف اف
په ستړو او ناهيليو قدمونو د خپل دفتر په لور په داسې خال کې را روان شوم چې زړه مې سحت ډک وو
په زړه کې مې يو ځل بيا د څو کالونو پخواني ليدلي او په ګرانه هير شوي انډیوال دتريخ بيلتون زړي د نامعلومي اوږدمهالې نیټې پورې وکرل شول 
زما د څو کالونو پخوانیه او هير شويه ياره ! کاش نه مې وای لیدلی ، ستا لیدلو يو ځل بيا زما ژوند له  يو دردناک او ستونزمن خالت مخ کړ .