کور / تازه خبرونه / د یو موټر سایکل بم د چاودنې له امله د لغمان د ولایتي شورا د رئیس په ګډون لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یو موټر سایکل بم د چاودنې له امله د لغمان د ولایتي شورا د رئیس په ګډون لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


نن سهار د اته نیمو بجو په شا و خوا کې د مرکز اړوند د ګومین په سیمه کې د ولایتي شورا په رئیس محمد طاوس عادل د یو موټر سایکل بم د چاودنې له امله د نوموړي په ګډون نهه تنه زخمیان شوي چې څلور تنه یې ملکي وګړي او څلور نور د ولایتي شورا د رئیس ساتونکي دي او یو تن بل ساتونکی یې وژل شوی دی.
په موټر سایکل کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړل شوې کله چې د ولایتي شورا رئیس له یادې سیمې پلې د تېرېدو په حال کې و.
زخمیان ټول دا مهال د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د روغتون د ډاکترانو په وینا چې خپله د ولایتي شورا رئیس دا مهال تر عملیات لاندې دي او د پاتې نورو زخمیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
.
ښاغلي نعیمي همدارنګه ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته جدي لارښوونه کړې تر څو دغه قضیه په دقیقه توګه بررسي، عاملین یې ګرفتار او د قانون منګولو ته وسپاري.