کور / ترخې خبري / چای، ګوړه، وریجې او ووزه: د شپږ کلنې (غریب ګلې) ولور

چای، ګوړه، وریجې او ووزه: د شپږ کلنې (غریب ګلې) ولور

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

ملا صاحب د خټین جومات په مهراب کې په کتاب کړوپ ناست او د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په مطالعه بوخت وو، سوچ یې کاوه چې څنګه کولای شي د اسلامي دین په رڼا کې خپله (غریب ګله) د خېټې په دوژخ کې لولپه کړي او څنګه کولای شي چې هغه په ارزانه ولور یوه خوله بوټۍ ته واده کړي.

دا د انګریزي ادبیاتو افسانه نه، دا د عربي فولکلور د لیلا مجنون په رنګه کیسه هم نه، بلکې د افغانستان یوه رښتینې کیسه ده، هو! د غور د دشت کهر ولسوالۍ د یوه کلي په جومات کې ملا امام  عبدالقادر خپله شپږ کلنه لور (غریب ګله) په یوه ووزه، یوه بوجۍ وریژو، یو څو خرټیو ګوړه او یوه کیلو چایو شپېته کلن عبدالکریم ته واده کړه.

خو کړوپه ملا، شناوۍ ږیره او وچکی نازولی زوم عبدالکریم له دې څخه انکار کوي چې غریب ګله یې په دومره درانه ولور ځان ته نکاح کړې، بلکې وايي د غریب ګلې مور او پلار غریب ګله ورته په نذرانه کې ورکړې. 

دا افغانستان دی، دا غور دی، د کابل په پارلمان کې ناست مجاهدین او د مجاهدینو مجاهدین چې د کفري نړۍ په ډالرو ګاټي کوي او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې د کور هره شپږ کلنه نجلۍ غریب ګله وه، د دشت کهر د غریب ګلې کیسه یې له سره الوتې ده، په افتخار وايي موږ جهاد کړی موږ مجاهد ملت یو.