Warning: mysql_num_fields() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home4/larawbar/public_html/wp-includes/wp-db.php on line 3096
کور / علمي / نوملړونه يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه )

نوملړونه يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه )

Majawer ahmad zeyar استاد زيارپوهاند دوکتور م. ا، زيار
                            اکسفورډ،۶می ۱۶
نوملړونه  يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه )
(nomenclature categories) 
خپلوان، کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه)
د نورو پرمختيايي ټولنو د ژبو غوندې زموږ  پښتو هم  له خپلې افغاني او بيا پښتني ټولنې له پرلپسې ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) او هممهاله علمي- فرهنگي پر مختيايي بهير سره د همغږۍ لپاره، زازو اړه ده چې ورځ تر بلې  دنويو نويو جاجونو (مفا هيمو)  پر وړاندې بې توپيره پاتې نه شي. د دې مانا داده چې د نورو پرمختللو  علمي- فرهنگي ژبو پر پليونۍ(پيروۍ)  او ور سره  د سيالۍ په هڅه خپله وييپانگه (vocabulary) پرلپېيلې و غځوي. خو لکه چې په نورو ليکنو کې مو څرگنده کړې ده، بويه دغه غځو نه له  ټولمنلي وييپوهنيز آر (اصل)  له مخې له يو برابر څلورگوني انډ ول  سره پر مخ ولاړه شي: ۲۵٪ گړدودي (ښاغلی، سکته، بخو له، ستونزه، اند، جاج، اکر، وکر،کډوال، مېشت، مېشتېدل، مهال، برېښنا، پېلبو، زومنه، ناتار ، ويرژلی، پورژلی، مړېستون،…)، ۲۵٪ زړه (نړۍ، هېواد، آر، اتل، وياړ، وېلاړ، يون، پرتمين، ويی، ناورين، نياو…)، ۲۵٪ نوې  يارغو لې(مخينه، روغتون، درملنه، درملتون، پو هنه، پوهنتون، پوهاند، ليکوال، څېړنوال، څار نتون، ژبپوهنه، ټو لنپوهنه، ټو ليز، ټولنيز، ټولټا کنې، ټولپوښتنه، ټولپوهاوی، مخينه، خپلو اک،  ټولواک، ولسواک، زو رواک،  مها لوېش، نو مهالی، وسمهالی، مها لنۍ، لنډ مهالی، اوږد مها لی،  هممهالی، هممهاله، اونۍ، رسنۍ، رسنوال، ووبپاڼه، کورپاڼه، گور تپاڼه، نړيجال، خواله رسنۍ (ټولنيزې رسنۍ)،برېښلک (برېښناليک)، پاڅون، پاڅونيان (پاڅونوال)، لار يون، لار يونيان…؛ بريدگی، بريدمن، تو رن، جگړ ن، ډگروال، سمونوال…) او ۲۵٪ پورپانگې (حکومت، ولايت، قا ضي، قضأ، لايحه، محکمه، دو لت، سيا ست، سفارت ، مله يا ملگري ملتونه، متحده ايالات؛ بېلگه، يرغمل، جر گه، و لس،قا لينه، پلو، آش، منتو؛ بانک، بانکنوټ، ويزه، پاسپورت، سپورت، سکرتر، پوليس، ژاندارم، متر،کيلو،کيلومتر، ميل، ميليون، بيليون يا ميليارد، تريليون، تېلېفون، تېلويزون، رادېو، راد يواکتيف ، اتوم، الکترون، پار لمان،  ستر اتيژي، ناتو، يورو، ډا لر، پونډ؛ روبل، ين، روپۍ، کلدار، ريال، دينار…) سره.
موږ  پر خپل وار  د پښتو د نومهالې سرڅڼې او سيالۍ لپاره د وييپانگې د غځونې او دودونې په لړ کې دېته اړوځو چې دغه پا نگه د يوه يوازېني-کره ليکني چوکاټ  دننه پر بېلابېلو ډلو ټپلو وويشو، يوخوا پر بيلابېلو ټو لنيزو ټوليو (کتېگوريو)او بلخوا پر بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي نومونپوهنو (ترمينالوجيو). 
 له دې  وېش سره به د بېلابېلو څانگيزو سيندونو (اختصا صي قاموسونو) لپاره له څلورگوني انډول  سره سم يو کره پوخ بنسټ اېښوول شوی وي او ورسره ورسره به  يې دبشپړتيايي پړاوونو لپاره لاره رَوده هم ښه ترا هواره شوې اوسي.  
دادی، موږ په همدې نيت و نمات خپل کار له ټولنيزو ويي ټولۍ يا نوملړو نو، او په دې لړ کې تر دغه  لاندې سر ليک لاندې خپله لومړۍ ټولۍ يا نو ملړ د پښتو د نومها لېٌ  سر څڼې او سيالۍ ٌ  مينه والو ته وړاندې کوو او هيله لرو چې خپلې زياتونې، کرو نې او وړانديزنه را څخه و نه سپموي.
لومړۍ برخه
 د خپلوانو او اړوندانو نوملړ nomenclature)
له نومونو او ستاينومونو (القابو سره)
دلته هڅه کېږي، له اړتيا او ښه ترا پوهېدا په موخه لږوډېرگړدو دي او ليکدودي ځېلونو (وارينټونو) پارسي انډولونو ، او همدا راز له  يو گړي او ډېر گړي (مفرد او جمع)  سره په کرښۍ (-) سره ښوول کېږي، هغه هم له دې لاندې اوډون سره:
مور- ميندې (مادر)، تيمور يا تيي (دايه، ماما، مادر رضاعی)، پلار- پلر ونه (پدر)، خور-خويندې (خواهر، همشيره)، ورور- ورونه (برادر)،لور-لو ڼې (دختر)، زوی- زامن (پسر)، نمسی- نمسي ( نواسۀ مردينۀ دختری يا پسری)، نمسۍ- نمسيانې ( نواسۀ مادينۀ دختری يا پسری)،کړوسی (کوا سۀ مردينۀ دختری يا پسری)، کړوسۍ (دختر کواسۀ  دختری يا پسری)،کو دی (کاسۀ مادينۀ دختری يا پسری) ، همداسې په کودي پسې ٌ پردی ٌ هم درواخله چې پار سي انډول يې په لاس کې نه لرو، نيا-انا-وې ( مادر کلان مادری يا پدری)، نيکه- نيکو نه (پدر کلان مادری يا پدری)، وره، ورنه ياغوره انا-وې (مادر کلان مادر يا پدر)، ورنيکه يا غور نيکه (پدرکلان پدر يا مادر )، ترنه انا (مادرکلان مادرکلان يا پدرکلان)، تر(ټر) نيکه (پدر کلان پدرکلان مادر يا پدر)، ترور- تريندې (خاله-عمه)- لږوډېر پښتانه يې د تو پير لپاره  آره بڼه (ترور) د (عمه) او کو شينبڼه ٌ توړۍٌ  د ( خاله) لپاره کا روي چې د نرواکي اند توگې زېږنده يې بللای شو او زړه وييرغاونه يې  هم ٌ تر+ ورٌ ده چې  ړومبی توک يې له ٌ تره ٌ او دويم ٌ يې د پرتلې (قياس) له مخې له ٌمورٌ   څخه آره  اخېستې، ماما (ما ما، ديی ياخالو)، تره (عم، عمو )، خو رځه (دختر خوا هر)، خوريی ( پسر خواهر)، وراره (پسر برادر)، ورېره (دختر برا در)، ورېند ار (زن برا در) ] دار مېستېتر ٌ – دارٌ هندي بولي چې ما نا يې ښځه او مېر من ده! [،ماني- مواني (زن ماما)، تر ېندار-کاني-کواني (زن کا کا)،)، مېړه، مېرمن، خواښې (مادر زن يا شوهر)، خسر (پدر زن يا شوهر)، خوښينه- ښينه (خياشنه)، اخښی- اوښی (برادر زن يا خسربو ره)- کا بليان  بياد خور مېړه ته  ٌيازنهٌ  وا يي، نږور- نږيندې ( زن پسر)، ندرور- ندريندې (ننو)، يور- يوڼې (زن اېور)، لېور (اېور)، لېورزی (پسر اېور)، لېورزۍ (دختر اېور)، ندرورزی (دختر ننو)، ندرور زۍ (دختر ننو)، بن (امباق)، بنزی (پسر امباق يا پسر ناسکه)، بنزۍ (دختر امباق يا دختر نا سکه)، ناسکه خور، سکه ورور (برا در اعيانی)، مورنی ورور(برادراخيا فی)، پلندر (> پدراندر)، پرکټی (پسر اندر يا بچه اندر)، پرکټۍ (دختر اندر)، ميره (ما دراندر)، ميره ييز يا ناسکه ورور، ميره ييزه خور، مامازی (پسر ماما)، ما مازۍ (دختر ما ما)، ترورزی (پسر خاله ويا عمه)-  ترورزۍ (دختر خاله و يا عمه)، ترله- تره لور (دختر کاکا)، تره زوی يا اکا زوی  (پسر کاکا) چې تر څنگ يې زوړ بېلنگ  ٌٌتربورٌ  د گډ نيکه يا کهول تر کړوسي او کودي پورې هر نارينه را نغاړي او  تر ډېره د ٌد ښمنٌ  په مانا کارول کېږي چې د گډې پا تمړې يا پا توړې ( ميراث) د شخړو زېږنده برېښي، دغه جاج يې له بېلښتي  يا اشتقاقي مانانوم  ٌ تربگنيٌ څخه  بيا ښه ترا جوتېږي؛ پارسي انډولونه يې هم (اودرزا ده)- (او درزاده گی) کېدای شي. د زوی نيو (بچه خوانده← پخ ۱۸) پر مخبېلگه: لورنيوه (دخترخوانده)، پلارنيو (پدرخوانده)، مورنيوه (مادر خوانده) رارغېدای او دودېدای شي؛ خورينه، خورلڼه چې په کره ليکنۍ پښتو کې لومړی نوم  د پارسي (خواهرخوانده) انډول دی او دويم بيا هغې کليوالې ښځې ته ويل کېږي چې بل ځای واده شوې وي او زوی  ته يی هم ٌ خوريينٌ  وايي او لور ته  يې هم  ٌ خورځهٌ  يا  ٌ دخور لڼې لورٌ  !
د ښځې د ځينو خپلوانو په تړاو د کابل مېشتو پښتنو يومخيزې پارسي پېښې  دومره ښې نه برېښي ، لکه: خاله خوشو، عمه خو شو،خوشوکلان)؛ هرگوره، ماما خسر، کا کاخسر،  ٌ مشره خواښېٌ، ٌ مشر خسرٌ   ښايي، ورو ورو  را خپل کړای شو؛  خو د ستا ينومونو پېښې يې بيا پښتو او پښتنو لي رازيانمنوي ، لکه: گل اغا،  دل اغا، شېر اغا، شېرين اغا، لال اغا، قنداغا، اغا(ی)گل، اغای شېرين، جان اغا-دواړه جبارخېل ورونه…) يا ښځينه هغه (شاکوکو، شاجان، گلجان، نفس جان، شيرين جان،گل بي بي، بي بي شيرين،بي بي خورد، بي بي کلان، ريزه گل، گل دادا…او بي بي جان هم زياتره نيا ته وايي او لږ و ډېر هرې  سپينسرې او مشرې ښځې ته.  ټوليز ناښاري پښتا نه ډېر لږ ٌ گلٌ ، هغه هم زيا تره له لالا او دادا سره مختاړی يا روستاړی کوي، لکه  گل لالا- لا لا گل، گل دادا- داداگل؛ هرگوره، ورته ښځينه ستاينومونه د آرو نومونو په توگه لږوډېر دود لري، لکه: گل ببو، گل بي بي، بي بي کو، بي بي نجلۍ، بي بي گل (گله)، قنديگل، ببوجان (جانه)، شاجان،گل جان، مېرمن جان، خانم جان… ؛ ٌ جان ٌ او ٌ گل ٌ بيا  په آرو نارينه پښتو نومونو کې ، په تېره د نامه د دو يم ټوک په توگه ډېر دود لرلی چې له شډلتيا سره سره  ورته له گرا مري پلوه  گوته نه نيول کېږي، لکه: خياليجان،خالجان،خانجان، ولاجان، مولاجان، دواجان، سيدجان، سيدا جان، گلا جان، گلجان، يا غبرگ ٌ جانانٌ. له ٌ ٌگلٌ  سره ٌ گلجنان ٌ ، محمدجان، محمداجان، ميرا جان، زرجان…يا شهيد ٌملا بورجانٌ؛ د لومړي رغنده ټوک په توگه، ٌ جانداد، جان محمد… جانگل (جانگلی)، خانگل، داد گل، لال گل (لالو)، عجب گل،عربگل ، جنت گل، اغاگل، خيرگل،  شېرگل، پسرلي گل، اخترگل (اختری)، شينديگل، غونچه گل، اېنځرگل، زېړگل، تورگل، سپين گل، سورگل، انارگل، زردا لوگل، ببري گل، پومبه گل،  پشم گل، پياوگل، رڼاگل، منا گل،احمدگل، محمدگل، محمداگل، محمد يگل، محمدگلاب، سيدگل، سيداگل، اميرگل يا ميرگل په پارسي سندره  ٌمير گله جانم …  او پښتو هغه ٌ ميرگله جانه…ٌ   کې تاريخي نوم ٌ  مهراکهولا=لمرکهولیٌ  پر زړه را وروي (حبيبي: ← لويکان)؛ سرچپه، لکه: گلمير، گلخان، گلاخان، گلر حمان، گلرحيم، گل کريم، گل محمد (گلو)، گل احمد،گل جمال، گلداد،گلشېر(محمدشېر، علمشېر )، گل ولي…، همدا سې يې مغولي ٌ –اغاٌ د نامه د دويم ټوک په توگه، لکه: خان اغا، شېراغا، گل اغا، نور اغا، سيداغا، جان اغا(← جان اغا الکوزی)!
 ٌ جان ٌ هم ، څه ناڅه تر پارسي اغېز لاندې د گرانښت لپاره د همزولواو کشر انو، خپلوانو او دوستا نو له نومو نو سره روستاړی کول له نومهالي دودو مود پلوه  دومره نابا ندې برېښي، همدا سې يې ښځينه انډول ٌ جانهٌ  هم در وا خله!
ٌ شازلمی ٌ  بيا د پارسۍ ٌجوان رشيد و برومندٌ او  يا ٌ جوانمرد و فتَی ٌ   انډ ول کېدای شي چې ښځينه انډول ٌ شاليلاٌ يې، لکه شهۍ او شهو شاعرانه بلل کېږي.
پښتو لنډ نومونه (تخلصونه) چې  تر ډېره پر کورنيو نومونو اوښتي او ړي، د پار سي هغوپرخلاف بې کوم اضافي توک ويل کېږي ( لکه دولتِ لودين ).
د خپلوانوستاينومونه (لقبونه): 
مور( ابۍ، ببو، ابو،ادې…/ پلار( دادا، بابا…اغاجان- د ٌدادا ٌ کندهاري انډول دی چې ٌداداٌ او ٌدادکهٌ بيا مشرې خورته وايي او هممهال يې د پارسيوانو په څېر د ٌسيدٌ  لپاره هم يوازې او ورسره پتليز کاروي، لکه سکندر اغا، غلام حسن اغا… پر وړاندې يې  په ډېری  پښتنو کې  (پاچا، باچا ) دود لري ، دا دواړې بڼې د  گډ تاريخي (پادشاه، بادشاه) ساده شوي پښتو انډولونه دي.
کاکا-اکا…ٌ  هم له آره  د ٌتره ٌ ستاينومونه دي او ٌلالاٌ زيات (مشر ورور) ته ويل کېږي،کندهاي ځېل يې ٌ لالکو ٌ دی چې مېرمن يې هم ٌ لاناوې ٌ بولي.او  د پلار  لپاره  يې هغه څوک کاروي چې  پلار او تره ( ياترونه) يې سره يو ځای اوسي او  کشر، مشر ته لالا وايي، او  دوی يې ترې په هماغه وړکينه کې د پېښو له لارې زده کوي ، او همداراز ځينې چې پلار ته ٌکاکاٌ وا يي، د تره زوی يا زامنو (لور-لوڼو) د پېښو ښکارند ويي کوي؛ د ٌمېرمن  ٌ هممانيز انډولونه   کور مېرمنٌ ، ارتينه او ٌجگهٌ دي او گړدودي ځېلونه يې ٌ ورمن، وېرمن، کاوين ښکلې، نکاح ښکلې… خو ستا ينومو نه يې ښه گڼ دي، لکه: کډه،کور،کوړمه،  خېلخانه، د بچو مور، د… مور او نور؛ د مېړه دا، لکه: خاوند، څښتن، د بچو پلار، د… پلار او دا سې نور، او پنجابيانې يې هم ٌخا وندٌ بولي. 
دويمه برخه 
کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه)- (فرش و پوشاک)  
    کټو، کونډۍ،کټ، پوزی، اغوستن، نيمسی، ټغر، غالۍ…
لکه څنگه مو چې په لومړۍ (د خپلوانو نومونو) برخه  کې پر دې  رڼا واچو له، په دغه تړاو موږ ته له کوچاني اوپو وندگلي ژوند ژواکه راپاتې نومو نې (اصطلاوې) له سوچوالي  سره سره  خورا لنډې تنگې  او د وسمهالو دوی سره له څومره ييز او څرنگيز پلوه هېڅ د پرتلې او سيالۍ وړ نه دي، خو بيا يې هم  د  نويزونو (نيولوجېزمونو) په ملتيا د يو شمېر پارسي، تور کي. اروپايي … هغو ځاينا ستې کولای شو.  لکه واخلې د دغې ټولۍ يا کتېگورۍ پاسنی غونډنوم يا (اسم جمع collective noun)   ٌ لوښي لرگي ٌ  او همداسې يې څو نور همما نيزونه، لکه: کاڼي کودي، کالي کودي، ډا نگ ډبلۍ…؛ کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه) درواخله. خو د پوره پوهاوي  لپاره   ورسره  ٌفرش و پوښاکٌ  د څېرمه برخې په توگه په دوه بېلا بېلو نوملړونو کې رانغاړو:  
الف- لوښي: کټو(ه)، کټوۍ، دېگ، دېگی، دېگچی، دېگوړی، بړاس دېگ (ديگ بخار)، برغولی (سرپوش)، تېغنه-  تبۍ (تابه)، کړايي (کرايی)، څمڅۍ، څمڅو کۍ (مردان: قاشق)، کاندۍ (قاشق)، ښاخۍ (مزينه: پنجه، چاړه، چړه، چوړ کۍ، چړوکۍ، خوری- کونډۍ- ټوټۍ(کاسۀ چوبی)، کټو ری (جام، گلاس) ، منگی ، منگوټی، گړی، گړو کی، گړونج – گروچی(پايه يا ميز کوزه ها)، منجيله- منجله (حلقه يی از لخ و لته که زير کوزۀ آب می نهند)، مټ، مټۍ ( ظرف گلی جک زنی)، چاټۍ (آبدان گلی)، ځک (جک)، غړک- غړکه (مشک دوغ و دوغ زدن يا جک زدن)،کوچلانه ( مشک مسکه اندو زی)، کوچَنۍ (مسکه دانی- نو)، هگنۍ ( تخمدانی)، خوږنۍ (قند دا نی)، ايرنۍ (خاکستردانی)، ژی (مشک آب ، ماست و يا دوغ)، مالگا ڼی، ما لگنی، (د) مالگې منگوټی، مالگړوبی- د مالگو بي لوښی (ظرف نمک آب)، ارکاره-لاغو- کړڅو (روغن داغ، تخم پزی)،کا رۍ ( سبد کلان ساخته  از خمچه)، چاينکه (چا ينک)، پتنوس ( > روسي))، پياله- نوي: اوبېشی (آب گرمی، آبجو شی)، چای اېشی( چای جوش)، تود ساتی (ترموز)- ببو زی- پکی (پکه)، سنک- ښانک (کاسۀ چوبی)، کنډول- کنډولی (ماستخو                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                            ری گلی)، غوا لوشه -غالوشه  يا لوغۍ(گاو دوشه)، غوری (غوری)، تينگړ ی (بشقاب)، سا گڼی- سا گېڼی (قاب، طبق)، ساگله (ديگ مسی)، ساگلو (ديگبر)، لُو ټه- بدنۍ (بدنی)، گډوه (کو زۀ مسی)، گډوی (صراحی)، رېبځ- ربځ (جار وب؛ برس)، کانټه (جاروب کلان از نی، خمچه ها )، برېښنا ربځ (جاروب برقی)، شمان (خاکروبه)، خاورې خځلې ( مربوط تنظيفات)، خځلنۍ (زباله دانی؛ سطل يا بيلر تنظيفات)، بغر ۍ (اغور، اونگ يا هاو ند سنگی)، کَو ړی (هاوند چو بی)، مولی (دستۀ هاو ند)، لوښنی(!)- لو ښينې- لوښنې- لوښلونې (آب مستعمل ظرف شويی)، لوښلونی ( شخص يا ماشين ظرف شويی- نو)، لوښلون ( ظرف شويی-نو)،لوښن سا بون (صابون يا مايع ظرف شويی)… .
ب- فرش و پوښاک:  په دې لړ کې  دوه پخواني غونډنومونه  ٌ کټ پوزی ٌ  او ٌ اغوستنٌ  لرو چې  د پارسي ٌ فرش و پوشاکٌ  او همداراز ٌ موبايل و فرنېچرٌ دانډولونو په توگه د غولي له فرشه نيولې،  تر کټ، پالنگ، خوب تخت (تخت خواب-نو) او بسترې، په نورو ټکو، د خوب  بېلابېل پو ښاک ډولو نه رانغاړي، لکه: سروېږدی، بالښت (بالين، بالش)، څنگوا ښی، څنگوېږ دی، څنگرۍ ياد احمدزيو ډډيزه (تکيه، متکأ، پشتي)،کټ پوښ (سرجا يی)، څادر (روی جايی)، بوغبند (چادر شب)، د تورکي پورويي تلتک (لحاف) لپاره ٌ بړستنٌ او د بل  تورکي ٌتو شکٌ لپاره  نږه باجوړی انډول  ٌلاند ېستونٌ  لرو، هغه هم له آرپو هيز (اېتېمولوجيک) پلوه د ٌ بړستن  ٌ>  ٌبرستونٌ يانې (بر ځای) پر وړا ندې، اغوستن (د اغوستو ځای) هم ورته زړه رغاونه او لکه چې وويل شو، هممهاله يو غونډنوم (اسم جمع) هم دی. د غولي فرش، لکه:  پوزی (بور يا)،ټغر (گليم)، درۍ (سطر نجی)، نيمسی (نمد)، غالۍ (قا لی، قالين)، غا ليچه (قالينچه)… . موبايل: ناستدړه يا څوکۍ،کَوچ، مخدړه يا ونج (مېز) چې ٌ گړونجٌ  تړنگ او کوشينبڼه ونجړی يې هم له کم پېښو نږه پښتو وييونو گڼل کېږي،(د لوښيو ياکاليو) الما رۍ، کاغذنۍ تَوښۍ- تودنۍ (بخاری)، ټوکرۍ (سبد)، تَو َنگ (جامه دان)، بمبولۍ سبدی بافته از لُخ يا مزری، امر وزه عموما برای البسۀ قابل شستشو به کار ميرود)، تُونگی – هړپۍ ( جز دان، صندوقچه)… . پق (پښتو قاموس)