کور / تازه خبرونه / د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړی پلاوی هلمند ته راورسید

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړی پلاوی هلمند ته راورسید

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړي پلاوي نن د هلمند ولایت امنیتي وضعیت ارزونې په موخه لښکرګاه ښار ته سفر وکړ.

هلمندیاد پلاوی د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین ستر پاسوال عبدالرحمن الرحمن او د دفاع وزارت د لوې درستیز مرستیال سترجنرال مراد علي مراد په مشرۍ راغلی دی.

له کابله راغلي پلاوي د پولیسو ۵۰۵ بست زون قومندانۍ کې د هلمند والي او ددې ولایت د نظامي شورا غړوسره امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د هلمند ولایت په عمومي امنیتي وضعیت او وروستیو نا امنیو بحث او خبرې وشوې.

د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې په تیره یوه اوونۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن د بریدونو لوې پلان شنډ او درانه تلفات یې ورته واړول.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد معین فقیر وویل، چې امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د دولت وسلوال مخالفین په نښه او درانه تلفات یې ورته رامنځته کړي.

غونډه کې د مخالفینو ځپلو په موخه د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو پر څرنګوالي او د امنیتي وضعیت د لا ښه کیدا پر لارو چارو خبرې وشوې.