کور / تازه خبرونه / یو لیکوال یو خدمتګار مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

یو لیکوال یو خدمتګار مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

یو لیکوال یو خدمتګار داستاد عبدالله بختاني خدمتګار د ادبي ژوند په اړه جوړ شوی مستند فلم دی چې د تېرې چهارشنبې په ورځ دملي تلوېزیون په سینما یي تالار کې نندارې ته وړاندې شو.

ددې مستند فلم د پرانیستنې او کتنې په غونډه کې لسګونو فرهنګیانو، دولتي چارواکو اود استاد بختاني مینه والو ګډون کړی وو. یاد فلم د ملي تلویزیون، افغان هنر پروډکشن له خوا د ګویته انستيتوت او خیر بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی دی، چې د لارښوونې چارې يې د محبوب الله خان له خوا ترسره شوې دي. 

همدارنګه ددې مستند فلم د نندارې په څنډه کې دولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، د ملي تلوېزیون عمومي ريس زرین انځور، دګویته انستیتوت مشر ابراهيم هوتک او د افغان هنر پروډکشن مسوول محبوب الله خان لنډې ویناوې هم وکړې.

عبدالله بختانی خدمتګار image image image