کور / اسلام / مسلمانه ښځه د زاد المرأة المسلمة

مسلمانه ښځه د زاد المرأة المسلمة

 
پښتو ژباړه عزيزالرحمن حاذم
 
عقيده
۱- پوښتنه: لومړی پر بندګانو څه شی فرض دی ؟
ځواب : تر ټولو اول پر بندګانو دا فرض ده چې د الله عبادت وکړي ، د همدې لپاره الله Y بندګان پيدا کړي دي او دهمدغه عبادت وعده ئې ځني اخستې ده ، الله Y ددې لپاره رسولان رالېږلي دي او کتابونه ئې هم دهمدې لپاره نازل کړي دي . الله Y فرمايي : (( وما خلقتُ الجن والإنس إلا ليعبدون )) . [الذاريات:٥٦] (( او ما پېريان او انسانان يواځي و يواځي د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي )) .
۲- پوښتنه : عبادت څه شی دی ؟
ځواب : هر هغه ښکاره او پټو کارونو ته چې الله Y په راضي کيږي عبادت وايي ، هغه که خبري وي او که عملونه وي .
۳- پوښتنه : د ښکاره او پټ عبادت مثالونه بيان کړه !
ځواب : ښکاره عبادت لکه لمونځ ، روژه ، د مور و پلار سره ښه چلند کول ، د حيوان حلالول ، په ښو کارونو امر کول او له بدو کارونو څخه منعه کول ، په غوره کارونو کې يو تر بله مرسته کول . او باطني عبادت لکه : د الله سره محبت ، له هغه څخه وېرېدل ، الله ته اميد کول ، پر هغه توکل کول او حق ته ځان تسليمول .
۴- پوښتنه : د عمل د قبلېدو شرطونه څه شی دي ؟
ځواب : درې شرطه لري :
1. پر الله Y او د هغه پر يووالي ايمان لرل ، د مشرک عمل نه قبليږي .
1. اخلاص : چې هر کار به د الله Y د رضا لپاره کوي .
1. د رسول الله r پيروي ،لکه څنګه چې هغه r عبادت کاوه هماغسي عبادت به کوي .
۵- پوښتنه : هغه کوم درې اصول دي چې پر انسان ئې پېژندل لازمي دي ؟
ځواب : پر هر بنده فرض ده چې خپل رب ، دين او خپل نبي محمد r به پېژني .
۶- پوښتنه : رب څه مانا؟
ځواب : رب سيد ، مالک او متصرف ته وايي ، رب هغه څوک دی چې پرټولو کائناتو ئې خپل نعمتونه پېرزو کړي دي او د عبادت حقدار يواځي همدغه رب دی .
۷- پوښتنه : الله Y پر بندګانو څه حق لري او بندګان پر الله Y کوم حق لري ؟
ځواب : الله پر بندګانو دا حق لري چې يواځي به دده Y عبادت کوي ، هيڅوک به نه ورسره شريکوي .
او پر الله Y باندي د بندګانو دا حق دی چې هغه چاته به عذاب نه ورکوي چې دده سره ئې هيڅ شريک نه وي نيولی . دا دالله Y له خوا څخه يو فضل او مهرباني ده چې له عذابه ئې ژغوري.
۸- پوښتنه : د بنده اورب ترمنځ د محبت علامه څه شی ده ؟ 
ځواب : علامه ئې داده چې دی د هغه شي سره محبت وکړي چې د الله Y خوښ وي ، له هغه څه څخه کرکه وشي چې د الله Y ناخوښه وي ، د الله ټول امرونه پر ځای کوي او دهغه Y د منعه شوو شيانو څخه ځان ساتي ، د اللهY د دوستانو سره دوستي او دهغه Y د دښمنانو سره دښمني کوي.
۹- پوښتنه : د دين څو مرتبې دي ؟
ځواب : دين درې مرتبې لري :
اسلام . ايمان . احسان .
دغه هر يوه ته دين ويل کيږي .
۱۰- پوښتنه : اسلام څه مانا ؟
ځواب : د الله Y يووالي ته ځان تسليمول ، دهغه Y ‌اطاعت ته غاړه ايښودل او د شرک او مشرکينو څخه بېزاره کېدلو ته اسلام وايي .
الله Y فرمايي : (( ومن أحسن دينا ممن أسلم وجهه لله وهو محسن )) . [ النساء :١٢٥] (( او تر هغه چا به د کوم يوه دين غوره وي چې د زړه له کومي ئې اسلام ومانه او دی غوره عمل کونکی هم وي )) .
۱۱- پوښتنه : د شهادت کلمه په دين کې څومره مهمه ده ؟.
ځواب : د شهادت له کلمې پرته بنده اسلام ته نه شي داخلېدای . الله Y فرمايي : (( إنما المؤمنون الذين آمنوا بالله ورسوله )) . [النور:٦٢] (( يقينا مؤمنان هغه کسان دي چې پر الله او دهغه پر رسول ئې ايمان راوړی وي )) .
۱۲- پوښتنه : د ( لاإله إلا الله ) مانا څه ده ؟
ځواب : مانا ئې داده چې د الله Y نه پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته .
الله Y فرمايي : (( ذلک بأن الله هو الحق وأن مايدعون من دونه هو الباطل )) . [الحج:٦٢] (( دا په دې چې يواځي همدغه الله حق دی او له ده ماسوا چې دوی ئې رابولي ټول باطل دي)).
۱۳- پوښتنه : د ( لاإله إلا الله ) شرطونه څه شی دي ؟
ځواب : (لا إله إلا الله) څو شرطونه لري چې له هغه څخه ماسوا ګټه نه لري ، هغه شرطونه اووه دي :
اول: څوک چې دا کلمه وايي د زړه له کومي به ئې ورباندي يقين وي او هيڅ شک به نه پکښې کوي .
دوهم: د همدغه کلمې په مثبت او منفي اړخ به ځان پوه کوي ، چې يواځي همدغه الله Y د عبادت وړدی ، هيڅ شريک نه لري او له ده Y څخه ماسېوا د بل چا عبادت باطل دی .
دريم : په ښکاره او پټه به ځان ورته تسليموي .
څلورم: په دغه کلمه کې چې څه راغلي دي ټول به په زړه او ژبه سره مني ، هيڅ شی به ئې نه ردوي.
پنځم: اخلاص به پکښې لري ، چې انسان به خپل تول عملونه د شرک د ټولو شبهاتو څخه ژغوري.
شپږم: د الله Y سره صداقت کول ، چې ايمان او عقيده به ئې په رښتيا وي .
اووم : د دغه کلمې او څوک چې دا کلمه وايي دهغه سره به محبت کوي او د همدې کلمې لپاره به د چا سره دوستي او دښمني کوي .
دا ټول شرطونه په دغه بيت کې سره راجمع شوي دي :
علم ، يقين ، إخلاص ، وصدقک          مع محبة وانقياد والقبول لها
علم ، يقين ، اخلاص او رښتينولي د محبت سره ، همدارنګه غاړه ورته ايښودل او قبلول ئې.
۱۴- پوښتنه : د (محمد رسول الله ) څه مانا؟
ځواب : مانا ئې داده چې د محمد r امر ومنل شي ، څه چې ئې ويلي ټول رښتيا دي او ده r چې له کوم شي څخه منعه کړې وي له هغه بايد ځان وساتل شي .
۱۵- پوښتنه : ايمان څه شی دی ؟
ځواب : ايمان دادی چې په  زړه عقېده ولرې، په  ژبه اقرار وکړې او په اندامونو عمل ترسره کړې . ايمان په عبادت ډېرېږي او په ګناه کولو سره کميږي.
په زړه کې چې څوک عمل کوي مطلب ئې دادی چې ټول نيتونه او ارادې لکه : وېره ، اميد ، توکل او … ټول په زړه پوري اړه لري .دژبي قول ياني د اسلام کلمه په ژبه ويل ، همدارنګه ذکر ، دعا ، تلاوت هم د ژبي عبادت دی .په اندامونو عمل دا مانا لري چې د عبادت په ادا کولو کې اندامونه حرکت وکړي لکه : اودس ، لمونځ ، حج او داسي نور …
۱۶- پوښتنه : دايمان څو رکنونه دي ؟
ځواب : دايمان شپږ رکنونه دي :
پر الله ، ملائکو ، کتابونو ، رسولانو ، دآخرت پر ورځ او د خير او شر پر تقدير ايمان لرل .
۱۷- پوښتنه :پر اللهY د ايمان راوړلو څه مانا ده ؟
ځواب : پردې ټينګه عقيده لرل چې الله Y د هرشي مالک او پالونکی دی ، خالق او رازق دی او د عبادت وړ يواځي همدغه الله Y دی .
۱۸- پوښتنه : احسان څه ته وايي ؟
ځواب: احسان دادی چې د الله Y عبادت په داسي شکل وکړې لکه ته چې الله Y وينې ، که ئې ته نه وينې دی دي ويني .
۱۹- پوښتنه : دتوحيد تعريف وکړه !
ځواب: يواځي و يواځي د يوه الله Y عبادت ته توحيد وايي ، توحيد د ټولو رسولانو دين دی.
۲۰- پوښتنه :توحيد پر څو ډوله دی او هر قسم ئې جلا جلا تعريف کړه !
ځواب : توحيد پر درې ډوله دی :
• توحيد الالوهية : دا هغه توحيد دی چې د بنده ټول عبادتونه لکه : لمونځ ، نذر ، د يو حيوان حلالول ټول د يوه اللهY لپاره وي . د همدغه توحيد لپاره ټول پېغمبران رالېږل شوي دي او هم کتابونه ددې لپاره نازل شوي دي .
• توحيد الربوبية : دا بيا هغه توحيد دی چې د الله Y کارونه يواځي الله Y ته ثابت شي مثلا: پيدائښت ، امر ، باچاهي ، رزق او داسي نور ټول دالله Y کارونه وبلل شي.
درسول الله r تربعثت وړاندي کفارو هم پر دغه ډول توحيد ايمان درلودی ، مګر يواځي دغه توحيد منل د اسلام لپاره کفايت نه کوي .
• توحيد الاسماء والصفات : دا هغه توحيد دی چې الله Y ته هغه نومونه او صفتونه ورکړل شي کوم چې الله Y يا د هغه رسول r د الله Y لپاره ثابت کړي وي ، څنګه چې دده Y د لويي او جلال سره ښايي هماغسي به ورته ثابتيږي ، نه به د الله Y په نومونو او صفاتو کې لاسوهنه کيږي او نه به د مخلوق سره تشبېه کيږي .
۲۱- پوښتنه : د توحيد څه فضائل بيان کړه!
ځواب : د توحيد ځيني فضائل دادي :
• څوک له ابدي اوره ساتي .
• ټول عملونه او ويناوي پر توحيد ولاړي دي .
• چاچې توحيد منلی وي اللهY په دنيا کې هدايت ورپه برخه کوي او په آخرت کې به په امن و امان وي .
الله Y فرمايي : (( الذين آمنوا ولم يلبسوا إيمانهم بظلم أولئک لهم الأمن وهم مهتدون)). [الأنعام:٨٢] (( هغه کسان چې ايمان ئې راوړی دی او خپل ايمان ئې په ظلم ( شرک) نه وي پوښلی ، دهمدغه کسانو لپاره امن دی او دوی پر هدايت دي )).
۲۲- پوښتنه : أيا د الله Y نومونه توقيفي دي ؟ او د الله Y دنومونو او صفتونو ترمنځ فرق شته ؟
ځواب: هو ، دالله Y نومونه توقيفي دي ، ياني يواځي په هغه نامه يادېدای شي چې الله Y خپل ځان ته په قرآن کې او يا رسول الله r ورته ثابت کړي وي .
د الله Y د نومونو او صفتونو ترمنځ فرق دادی چې د نومونو څخه ئې صفتونه جوړېدای شي مثلا : د ( الرحمن ) له نوم څخه د ( رحمت ) صفت جوړېدای شي . خو د هر صفت څخه نوم نه شي جوړېدای ، لکه د ( استواء ) له صفت څخه دا اسم نه شي جوړېدای چې ( المستوي ) ورته وويل شي .
۲۳- پوښتنه : آيا د الله Y نومونه مالوم شمېر لري ؟
ځواب : د الله Y نومونه مالوم عدد نه لري ؛ ځکه الله Y داسي نومونه هم لري چې يواځي ده په علم الغيب کې ساتلي دي .
رسول الله r فرمايي : (( إن لله تسعة وتسعون اسما مئة إلا واحدة ، من أحصاها دخل الجنة )). [ متفق عليه ] (( الله نهه نوي ( يو کم سل ) نومونه لري ، که چا وشمېرل جنت ته داخل شو)).
ددې حديث مطلب دانه دی چې يواځي همدا ۹۹ نومونه دي ، بلکي دا هغه نومونه دي چې که چا وشمېرل جنت ته ننوزي ، نور نومونه هم ورته ثابت دي .
۲۴-پوښتنه : دا څه مانا ( که چا وشمېرل جنت ته داخل شو) ؟
ځواب: مانا داچې که ئې څوک ياد کړي ، مانا ئې زده کړي ، ايمان پر ولري او دهغه نومونو مطابق د اللهY عبادت وکړي نو جنت ته داخل شو . دا مانا نه لري چې يواځي ئې الفاظ پياد کړي او حساب ئې کړي .
۲۵- پوښتنه :د الله Y صفتونه پر څو ډوله دي ؟ هر قسم ئې جلاجلا ذکر کړه!
ځواب: د الله صفتونه پر دوه ډوله دي :
• ذاتي صفات : دا هغه صفتونه دي چې له الله Y څخه نه جلا کيږي ، همېشه دده Y د پاک ذات سره ملګري وي لکه : علم ، ژوند ، اورېدل ، ليدل ، مخ ، لاس ، پښه ، باچاهي ، رحمت ، کبرياء او لويي .
• فعلي صفتونه : دا ډول صفتونه د الله Y تر ارادې او حکمت پوري اړه لري ، کله چې ئې خوښه شي او هر څنګه چې ئې اراده شي هماغسي ئې تر سره کوي ، لکه : استواء ، راکښته کېدل ، خندل ، محبت او داسي نور صفتونه .
۲۶- پوښتنه : د الله Y نومونه پر څو ډوله دي ؟
ځواب: د الله Y نومونه هم پر دوه ډوله دي :
• هغه نومونه چې د الله Y لپاره يواځي راتلای شي لکه : ( الأحد الصمد)  دغه ډول نومونه که هر څنګه ياد شي د کمال صفتونه پکښې دي .
• بل بيا هغه ډول اسمونه دي چې يواځي د الله Y لپاره نه شي راتلای ترڅو چې بل نوم ورسره يوځای نه شي لکه : المانع المعطي  ، الضار النافع ، المذل المعز ، الخافض الرافع  . داسي نه شي کېدای چې يواځي المانع يا الضار ياد شي ، دا ځکه چې په يواځي راتګ کې ئې د نقص يا کمي مانا پيدا کيږي او الله Y له کمۍ څخه پاک دی . او کله چې دواړه نومونه سره يوځای شي بيا د حقيقي کمال او پوره والي مانا پکښې راځي .
۲۷- پوښتنه : د الله Y پر نومونو ايمان راوړل څو شرطه لري ؟ او کوم دي ؟
ځواب: پر همدغه نومونو ايمان راوړل ، پر مانائې ايمان لرل او چې څه تاثير په دغه نومونو کې دی هغه منل .
مثلا : موږ ايمان لرو چې الله عليم دی ( دا اسم دی ) ، دعلم خاوند دی ( دائې مانا شوه ) او په هر شي خبر اوعالم دی ( دائې تاثير شو ).
۲۸- پوښتنه : الله Y چيري دی ؟
اللهY لوړ دی ، پر عرش ئې استواء کړې ده ، دغه استواء ئې حقيقي ده څنګه چې دده د شان او لويي سره ښايي هماغسي استواء ده .
استواء مانا لوړېدل ، ځای پر ځای کېدل ، پورته کېدل او ختل .
۲۹- پوښتنه : آيا الله Y زموږ سره دی ؟
ځواب : هو ، الله Y زموږ سره د علم ، ساتني او مالوماتو له مخي راسره دی ، مګر دی په اسمان کې دی او هيڅ مخلوق پرده نه شي راڅرخېدلای.
۳۰- پوښتنه : پر ملائکو ايمان لرل څنګه وي ؟
ځواب : پردې پوره باور لرل چې ملائکي شته ، د الله Y له مخلوقاتو څخه يو مخلوق دي ، د الله Y له خوا پالل کيږي ، په خپلو کارونو ګومارل شوي دي،دشپې او ورځي د الله Y تسبيح وايي او هيڅ نه ستړي کيږي .
۳۱- پوښتنه : ځني هغه کارونه ياد کړه چې الله Y ملائکو ته سپارلي دي !
ځواب: جبرائيل u په وحيو راوړلو مکلف دی ، ميکائيل u ته ئې د باران اورولو کار سپارلی دی ، اسرافيل u ئې د شپېلۍ پو کولو ته ټاکلی دی او ملک الموت u ته ئې د روحونو د اخستلو کار ورکړی دی . څوک ئې د بندګانو د عملونو په ليکلو مکلف کړي دي چې کرام الکاتبين ورته وايي ، ځني ئې د جنت لپاره ټاکل شوي دي چې رضوان او ورسره ملګري ملکي دي ، څوک بيا د اور لپاره ګومارل شوي دي چې مالک او د هغه سره ملګري ملائکي دي او د اور مشران نولس ۱۹ ملائکي دي ، چاته ئې د قبر د سوال او ځواب واک ورکړی دی هغه نکير او منکر نوميږي او نورو ملائکو ته ئې بيا نوري وظېفې او کارونه ورسپارلي دي .
۳۲- پوښتنه : ابليس ( شيطان) د ملائکو له ډلي څخه دی ؟
ځواب : ابليس د ملائکو له ډلي څخه نه دی ، بلکي د پېريانوله جملې څخه دی ؛ ځکه ابليس له اوره پيدا شوی دی او ملائکي له نور څخه پيدا دي . پېريان خوراک او څيښاک کوي ، نکاح کوي او اولادونه لري خو ملائکي نه خوراک لري او نه څيښاک کوي .
دلته الله Y د شيطان يادونه د ملائکو سره ځکه وکړه چې ورسره ملګری وو ، خو په ډله کې ئې نه وو .  دې ته په عربي کې استثناء منقطع ويل کيږي ، چې را جلا شوی څيز په مخکني پوري اړه نه لري .
۳۳- پوښتنه : د الله Y پر کتابونو ايمان راوړل څه مانا ؟
ځواب : ټينګ تصديق کول چې ټول کتابونه  د الله Y له لوري نازل شوي دي او د الله Y حقيقي خبري دي .
۳۴- پوښتنه : آيا د ټولو اسماني کتابونو يادونه په قرآن کريم کې شوې ده ؟
ځواب : الله Y په قرآن کريم کې د تورات ، انجيل ، زبور ، دابراهيمu او موسیu د صحيفو يادونه کړې ده او نور ئې په مجمل شکل ياد کړي دي ، پر موږ لازمه ده چې پر ټولو ايمان ولرو ، په څه چې الله Y او دهغه رسول r امر کړی وي هغه ته تسليم يو . الله Y فرمايي : (( وقل آمنتُ بما أنزل الله من الکتاب )) . [الشوری:١٥] (( او ووايه ! ما پر هر هغه کتاب چې الله نازل کړی دی ايمان راوړی دی )) .
۳۵- پوښتنه : قرآن څه شی دی ؟
ځواب : قرآن د الله Y حقيقي کلام اوخبري دي ، په ازل کې ئې همدا خبري کړي دي ، جبرئيل u ته ئې ورښودلي دي او هغه بيا پر نبي r باندي نازلي کړي دي . قرآن نازل شوی دی ، مخلوق نه دی او نه هم د مخلوق د خبرو سره ورته او مشابه دی .
۳۶- پوښتنه :څوک چې وايي : قرآن مخلوق دی ، ددغه شخص څه حکم دی ؟
ځواب : څوک چې وايي قرآن مخلوق دی ، دا شخص کافر دی او له اسلامه وځي .
۳۷- پوښتنه : يواځي قرآن زموږ لپاره بس دی چې د رسول الله r سنت ورسره ملګري نه وي ؟
ځواب : قرآن کريم بشپړ او د هرشي لپاره کافي کتاب دی ، البته سنت د قرآن کريم تفسير او بيانونکی دی ، يواځي او يواځي د قرآن له متن څخه احکام نه شي را استل کېدای تر څو چې سنت ورسره ملګري نه وي ، يواځي او يواځي به په قرآن بسنه نه کوي ، همدارنګه يواځي سنت هم کفايت نه کوي ، بلکي سنت د قرآن تفسير دی او زيات احکام پکې رانغښتي دي .
۳۸- پوښتنه : پر رسولانو ايمان راوړل څنګه وي ؟
ځواب : ددې خبري ټينګ تصديق کول او منل چې الله Y هر امت ته له دوی څخه يو رسول رالېږلی دی ، هرڅه چې الله Y ورته ښودلي دي هغه ئې په پوره توګه تر انسانانو پوري رسولي دي ، ټول رښتيوني او دالله Y مرسته ورسره وه ، لومړی پېغمبر نوح u او آخري رسول محمد r دی.
۳۹- پوښتنه : زموږ نبي محمد r له نورو نبيانو څخه په څه شي بهتره دی؟
ځواب : زموږ نبي r ډيري ځانګړتياوي لري ، دی خاتم النبيين دی ، د آدم په اولاده کې تر ټولو سردار دی ، ټولو انسانانو او پېريانو ته رالېږل شوی دی ، څوک به د يوې مياشتي د تګ په اندازه له ده څخه وېرېدل ، مځکه ټوله دده د امت لپاره پاکه ده او د مسجد کار ځني اخستلای شي ، غنيمتونه ورته روا شول ، هر نصراني او يهودي چې دده r دعوت ورورسيږي او ايمان ورباندي رانه وړي هغه به جهنمي وي .
۴۰- پوښتنه : نبي r ته د حبيب الله لقب ورکړل شوی دی ؟
ځواب : هو ، نبي r حبيب الله دی ، بلکي تر دې هم غټ صفت ورکړل شوی دی چې هغه ( خليل الله ) دی . رسول الله r فرمايي : ((إن الله قد اتخذني خليلا کما اتخذ إبراهيم خليلا)). [ رواه مسلم] (( زه الله خليل کړم ، لکه څنګه چې ابراهيم خپل خليل کړی وو)).
همدا د ( خليل ) صفت په ټولو رسولانو کې يواځي د همدوی دوو لپاره دی .
۴۱- پوښتنه : رسولان ولي رالېږل شوي دي ؟
ځواب : رسولان ددې لپاره رالېږل شوي دي چې خپل قوم يواځي و يواځي د يوه الله Y عبادت ته راوبلي او د الله Y ماسوا ئې د نورو له عبادته منعه کړي . الله Y فرمايي : (( ولقد بعثنا في کل أمة رسولا  أن اعبدوا الله  واجتنبوا الطاغوت )) . [النحل :٣٦] (( او موږ په هر امت کې يو رسول  رالېږلی دی ، چې د الله عبادت وکړئ او له طاغوت څخه ځان وساتئ )) .
د ټولو انبياوو دعوت او بلنه يوه ده چې هغه د الله Y يووالی او توحيد دی . پاته شوه شريعتونه په هغه کې امرونه ، نواهي ، حلال او حرام فرق سره لري .
۴۲- پوښتنه : دنبيانو معجزې څه شی دي ؟
ځواب : معجزې يو غير عادي ( خارق العاده) کارونه دي چې الله Y ئې دخپلو رسولانو پر لاس ښکاره کوي ، دا ددې لپاره چې ددوی د نبوت اثبات او تاييد وشي . معجزې کله حسي وي ، ياني په سترګو ليدل کيږي يا په غوږو اورېدل کيږي ، لکه د ډبري څخه د اوښي راوتل يا لکړه مار کېدل .او کله بيا معجزه معنوي وي ، لکه د قرآن معجزه .
زموږ نبي r ته دغه دواړه ډوله معجزې ورکول شوي وې ، په محسوسي معجزو کې ئې دا وه چې سپوږمۍ دوه ځايه شول ، د ګوتو له منځ څخه ئې اوبه راووتلې همدارنګه د ډوډۍ تسبيح ويل .
۴۳- پوښتنه : آيا يو څوک په قيامت خبر دی چې کله به وي ؟ د قيامت څه نښي نښانې بيان کړه !
ځواب : قيامت له هغه غيبو څخه يو غيب دی چې يواځي او يواځي الله Y په خبر دی .
د قيامت ځيني علامې دادي : مهدي u به راشي ، مسيح الدجال به راووځي ، عيسی u به راکښته شي ، ياجوج او ماجوج به راښکاره شي او لمر به د لوېديځ له خوا راوخېژي .
۴۴- پوښتنه : مسيح الدجال څوک دی ؟
ځواب : د ځمکي پر سر تر ټولو غټه فتنه همدا دجال دی . هر نبي خپل امت له دغه دجاله وېرولی دی ، مسيح الدجال ئې په دې بولي چې يوه سترګه ئې مسحه شوې ده ، دجال بيا ډېر درواغجن ته وايي چې دی هم په درواغو دخدايي دعوه کوي .
دجال يو مالوم شخص دی ، د ختيځ له لوري راوځي ، الله Y خپل بندګان په ده امتحانوي چې دده پر لاس به ډول ډول ازمايښتونه ، فتنې او غير عادي کارونه ښکاره شي . اسمان ته چې امر وکړي هغه و اورېږي ، مځکي ته ووايي : شنه شه ! هغه شنه شي ، يو سړی ووژني بيا ئې را ژوندی کړي . د دوو سترګو تر منځ ئې داسي ليکلي وي : ک ف ر . هر مسلمان دا توري لوستلای شي .
دی وچ دی او لاد ئې نه کيږي ، د مکې مکرمې او مدينې منورې ماسوا نور پر ټوله مځکه ګرځي ، له دغه دوو ښارونو څخه ئې ملائکي چې چوکيداران وي منعه کوي ، د دجال فتنه پر ټولو انسانانو راځي ، د لږکيو مؤمنانو پرته څوک نه ځني خلاصيږي ، په دې وخت کې عيسی u هم راکښته کيږي او دجال وژني .
۴۵- پوښتنه : مسلمان د مسيح الدجال له فتنې څخه په څه شي خلاصېدای شي ؟
ځواب : پر اسلام ټينګ لاس نيول ، دده له فتنې څخه پناه غوښتل په تېره بيا په لمانځه کې تر تشهد ( التحيات) وروسته همدارنګه د سورت الکهف لومړني لس اياتونه يادول ، دا کارونه د دجال له فتنې څخه مسلمان ژغوري .
۴۶- پوښتنه : ياجوج و ماجوج څوک دي ؟
ځواب : دا دانسانانو دوې ډلي دي ، په آخره زمانه کې تر دجال  او د عيسی u تر راکښته کېدو وروسته راوځي او اوس هم شته  ، دهغه دېوال تر شا دي چې ذو القرنين جوړ کړ . کله چې الله Y ددوی د راوتلو اراده وکړي  نو دا دېوال به ړنګ کړي ، دوی راووځي ، په مځکه کې فساد خپور کړي ، خلګ عيسی u ته ورشي ګوندي هغه د خلاصون لار ور وښيي ، خو د عيسی u يواځي دعا په وس پوره وي . الله Y ته دعا وکړي ، الله Y د ياجوج و ماجوج په غاړو کې يو ډول چينجيان پيدا کړي ، ټول داسي يو دم مړه شي لکه يو نفر چې مړ شي ، بيا الله Y يو ډول مرغان راولېږي ، ددوی جسدونه يوسي او په سمندرونو کې ئې وغورځوي ، وروسته الله Y باران وکړي او مځکه ددوی له چټليو څخه پاکه کړي .
۴۷- پوښتنه : د آخرت پر ورځ ايمان راوړل څنګه وي ؟
ځواب : د آخرت د ورځي پر راتګ پوره او ټينګ تصديق کول او د هغه ورځي لپاره ښه عمل کول .  په دې ايمان کې دا هم راځي چې د قيامت پر علامو به ايمان لري ، همدارنګه تر هغه وروسته د قبر پر سوال او ځواب او د هغه پر عذاب به ايمان لري . ددې سره سره به پر دې هم ايمان راوړي چې په شپېلۍ کې پو کيږي ، ټول مخلوق له قبرونو څخه راوځي ، حشر ، حساب ، د عملونو تلل ، په راسته او چپه لاس عملنامې ورکول ، دجنت نعمتونه او د اور عذابونه  دا ټول شته او ايمان به پر لري .
۴۸- پوښتنه : د قبر سوال و جواب څه مطلب لري ؟
ځواب : قبر د آخرت لومړی کور دی ، د کافر لپاره د اور يوه کنده ده او د مؤمن لپاره د جنت يوه باغچه ده . انسانان ټول په قبرونو کې امتحانيږي ، دا ورته ويل کيږي چې : رب دي څوک دی ؟ دين دي څه شي دی ؟ او نبي دي څوک دی ؟
څوک چې مؤمن وي الله ئې په دنيا او آخرت کې پر سمه خبره ټينګوي ، مؤمنه ورته وايي : رب مې الله ، دين مې اسلام او نبي مې محمد r دی . او هغه ښځه چې مسلمانه نه وي  داسي وايي : هاه هاه ، نه يم خبره .
د قبر له عذابه څوک په ښه عمل ، له عذاب څخه ئې په پناه غوښتلو او د سورت الملک په تلاوت کولو خلاصيږي .
۴۹- پوښتنه : په قبر کې مړی د ژوندو کسانو ږغ اوري ؟
ځواب : اصلي خبره داده چې مړي د ژوندو په حال نه خبريږي او نه هم ددوی خبري اوري ، ماسوا له هغه ځايونو څخه چې په دليل ثابت دي لکه : د جنازې د خلګو د پښو کښهاری چې کله مړی ښخ کړي او دوی ورڅخه راروان شي .
څوک چې وايي : مړي دعاګاني او غوښتني اوري او ددوی مطلبونه ورپوره کوي ، دا خبره سهي نه ده او دا کار روا نه دی ، بلکي شرک دی .د قبر سره د الله Y څخه  لا غوښتنه منعه ده ، نو دا چې د قبرو د خاوندانو څخه ئې غواړي څه حال به ئې وي .  
۵۰- پوښتنه : دا خبره څنګه ده چې څوک وايي : ( په خپل آخري کور کې ښخ شو ) ؟
ځواب : که ئې له کور څخه مطلب دنيا وي خو سهي خبره ده .
او که ئې مطلب داوي چې همدا قبر دده آخري ځای دی او بيا راژوندي کېدل نشته ، دا کفر دی ؛ ځکه دده آخري ځای قبر نه دی بلکي جنت يا اور دی .
۵۱- پوښتنه : د ښځو لپاره د قبرونو زيارت کول څنګه دي ؟
ځواب : سهي خبره داده چې د ښځو لپاره د قبرو زيارت حرام دی ، دا دعلماوو صحيح قول دی ، بلکي ګناه کبيره ده ؛ ځکه نبي r پر هغه ښځو لعنت ويلی دی  چې د قبرو زيارت کوي ، همدارنګه د رسول الله r د قبر زيارت هم پکښې داخل دی چې زيارت به ئې نه کوي .
۵۲- پوښتنه : د برزخ ( قبر ) وروسته څه کيږي ؟
ځواب : بيا د قيامت ورځ ده ، انسانان به له خپلو قبرونو څخه ژوندي راپورته کيږي . الله Y فرمايي : (( وأن الله يبعث من في القبور)) . [الحج:٦] (( او يقينا الله هغه څوک چې په قبرو کې دي راپاڅوي )) .
د قيامت ورځ د يوځای کېدو ورځ ده ، الله Y به ټول مخلوقات له اوله بيا تر آخره پر يو ميدان سره راټول کړي ، دا د فيصلې ورځ ده  ، رحمان الله Y به د بندګانو ترمنځ پرېکړي کوي ، لمر به مخلوقاتو ته ډېر رانژدې شي ، دوی به د خپلو عملونو په اندازه په خولو کې غرق وي .  دا ورځ پر کفارو ډېره سخته ده ، پوره پنځوس زره کاله ورځ ده خو پر مؤمنانو باندي اسانه ده .
۵۳- پوښتنه : شپېلۍ څه شی ده ؟
ځواب : شپېلۍ يو غټ ښکر دی ، الله Y اسرافيل u ورباندي مقرره کړی دی چې پکښې پو کړي ، په همدې ښکر کې پو کول  دده وظيفه ده ، اسرافيل u سر کښته کړی دی چې کله د پو کلو امر ورته وشي ، دی پکې پو کړي .
په شپېلۍ کې دوه ځلي پو کيږي ، لومړی ځل چې پکې پو شي ټول مخلوقات راچپه شي ، ماسوا له هغه چې د الله Y خوښه وي ټول مړه شي . دوهم ځل بياشپېلۍ پو کړل شي چې د راپاڅولو لپاره ده ، الله Y ټول مړي راژوندي کړي ، انسانان له قبرونو څخه راپورته شي او رب العالمين ته ودريږي .
۵۴- پوښتنه : محشر څنګه وي ؟
ځواب : انسانان لوڅ لپړ ، ناسنته او تنها تنها راپورته کيږي . الله Y فرمايي : (( ولقدجئتمونا فرادی کما خلقناکم أول مرة وترکتم ما خولناکم وراء ظهورکم )) . [الأنعام:٩٤] (( او يقينا به تاسي موږ ته يواځي يواځي راشئ ، لکه څنګه چې مو اول ځل پيدا کړي واست او څه چې مو په ملګرتيا درکړي دي ټول به شاته پرېږدئ )) .
مخلوقات به ډ‌ېر په وېره کې وي ، داسي به وېريږي لکه نشه چې وي ، پر صفا سپينه مځکه به ولاړ وي ، پر دغه مځکه به د هيچا لپاره خپل مالومداره ځای نه وي .
۵۵- پوښتنه : حساب څه شی دی ؟
ځواب: له محشر څخه تر وتلو مخکي به الله Y خپل بندګان ودروي ، دخپلو ښو او بدو عملونو حساب به ورسره وکړي . الله Y فرمايي : (( إن إلينا إيابهم ثم إن علينا حسابهم )) . [الغاشية :٢٥-٢٦] (( يقينا راتګ ئې موږ ته دی وروسته ئې حساب پر موږ دی )) .
د خپلو بندګانو سره د حساب لپاره او ددې لپاره چې  ددوی ترمنځ د عدل او انصاف فيصله وکړي نو الله Y به راکښته شي ، د محشر مځکه به دده Y په نور وځليږي .
۵۶- پوښتنه : د مؤمن او کافر حساب څنګه کيږي ؟
ځواب : د مؤمن او کافر حساب فرق لري ، د مؤمن سره د فضل ، کرم او احسان له مخي حساب کيږي ، الله Y ئې ګناهونه ورته رامخي ته کړي ، د خپلو اعمالو اقرار ځني واخلي ، بيا ئې پرده وکړي او ګناهونه ئې ورته معاف کړي ، د رسول الله r په يو حديث کې راغلي دي : (( په تاسو کې يو ( مؤمن) خپل رب ته رانژدې شي ، آن تردې چې هغه به ئې په خپل بغل کې ونيسي ، ورته وايي : فلانی او فلانی کار دي کړی دی ! دی وايي : هو . بيا الله Y ورته ووايي : فلانکی او فلانکی کار دي کړی دی ! دی ورته ووايي : هو . همداسي اقرارونه ځني اخلي ، ورسته ورته ووايي : ما په دنيا کې ستا پرده کړې وه او نن ورځ ئې دربخښم )) . [رواه البخاري] د الله Y قول همدې ته اشاره کوي ، فرمايي : (( فسوف يحاسب حسابا يسيرا)) . [الانشقاق : ۸] (( نو دده سره به اسانه حساب وشي )) .
ياني الله Y به مؤمن ته دهغه ګناهونه راوړاندي کړي .
پاته شول کافران د هغوی څخه د خپلو عملونو اقرار واخلي ، که هغوی انکار وکړ خپلي ژبي ، لاسونه او پښې ئې شاهدي ورباندي ووايي ، دې ته مناقشه وايي . په حديث کې راځي : (( من نوقش عُذب )) . [رواه البخاري] (( که د چا سره مناقشه وشول ، عذاب ورکول کيږي )) .
د الله Y په فضل او رحمت سره د محمدr له امت څخه اويا زره کسان بې له حساب او عذابه جنت ته ننوځي ، دا هغه کسان دي چې نه د دَم غوښتنه کوي ، نه داغونه ږدي ، نه بد فالي کوي او يواځي پر خپل رب توکل کوي .
۵۷- پوښتنه : عملنامې څرنګه نشريږي ؟
ځواب : په عملنامو کې ټول ښه او بد کارونه ليکل شوي وي . الله Y فرمايي : (( وإذا الصحف نشرت )) . [التکوير:۱۰] (( او چې کله عملنامې سره خپرې شي )) .
عملنامې د قيامت په ورځ وېشل کيږي ، مؤمن ته په راسته لاس او د مخ له خوا او کافر ته په چپه لاس او د شا له لوري ورکول کيږي .
۵۸- پوښتنه : مېزان ( ترازو) څه ډول دی ، ايا حقيقي ترازو دی ؟
ځواب : د قيامت د ورځي ترازو ( مېزان) حقيقي او حسي دی ، په سترګو ليدل کيږي ، دوې پلې لري ، د بندګانو عملونه پکې تلل کيږي . دا ترازو د قيامت د ورځي په آخري پړاو کې اېښودل کيږي . قرطبي رحمه الله وايي : (( کله چې حساب پای ته ورسيږي ، بيا عملونه تلل کيږي ؛ ځکه د عملونو وزن او تلل د بدلې لپاره وي ، نو بايد تر حساب کولو وروسته وي)) .
د دغه ترازو په يوه پله کې نېک عملونه او په بله پله کې ئې بدعملونه ايښودل کيږي .
په حديث کې راځي : (( دوې خبري دي، چې پر ژبه ډيري اسانه دي ، په مېزان کې درنې او رحمان ( الله ) ته ډيري محبوبي دي : سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظيم )) . [متفق عليه ] ۵۹- پوښتنه : شفاعت پر څو ډوله دی ؟
ځواب: شفاعت پر شپږ ډوله دی :
لومړی : د حساب او کتاب له شروع کولو وړاندي ، دا شفاعت د محشر د ورځي د ټول مخلوق لپاره دی . دې ته شفاعت عظمی ( لوی شفاعت) وايي . دا شفاعت يواځي زموږ د نبي محمد r لپاره دی او دا هغه مقام محمود دی چې الله Y وعده ورسره کړې ده .
کله چې انسانان د قيامت په ورځ ډېر په عذاب شي ، ځای ورباندي وغميږي ، نو ددې لپاره چې الله Y ددوی ترمنځ فيصله وکړي نو د شفاعت په لټه کې شي ، لومړی آدم ، بيا نوح ، ورپسې موسی ، بيا عيسی عليهم الصلاة والسلام ته ورشي ، ټول ورته ووايي : نفسي ، نفسي . ياني زه د خپل ځان د خلاصون په فکر کې يم .
آخر محمدr ته راشي ، دی r ورته ووايي : ددغه شفاعت لائق زه يم .
دوهم: د جنت د دروازې په پرانستلو کې شفاعت .
دريم: د هغه کسانو په هکله شفاعت چې د اور فيصله ورباندي شوې وي ، خو په شفاعت ورڅخه خلاص شي .
څلورم: د هغه مؤمنانو په اړه چې اور ته داخل شوي وي او په شفاعت ورڅخه راوکښل شي .
پنځم: د جنتيانو د درجو د لوړلو لپاره شفاعت .
شپږم: د ځينو کفارو د عذاب په سپکولو او تخفيف کې شفاعت ، دغه ډول شفاعت يواځي او يواځي زموږ د نبي محمد r د اکا ابو طالب لپاره دی .
۶۰- پوښتنه : د شفاعت شرطونه څه شی دي ؟
ځواب : شفاعت درې شرطونه لري :
۱- د شفاعت کونکي څخه به الله Y راضي وي . ۲- د چا په هکله چې شفاعت کيږي په هغه به اللهY راضي وي . ۳- د شفاعت اجازه به د الله Y له لوري ورکول کيږي .
الله Y فرمايي : (( يومئذ لاتنفع الشفاعة إلا لمن أذن له الرحمن ورضي له قولا)) . [طه:١٠٩] (( په دې ورځ به د هيچا شفاعت ګټه ونه کړي ، ماسوا د هغه چا څخه چې رحمان ( الله ) اجازه ورته وکړي او دهغه په خبره راضي شي )) .
۶۱- پوښتنه :د حوض يادونه چې شوې ده ، څنګه ايمان بايد ورباندي راوړل شي ؟
ځواب : پر دې ټينګ ايمان لرل چې د محشر پر ميدان د نبي r لپاره يو حوض شته .  دلته به ډېره سخته ګرمي وي او انسانان به ډېر ستړي او ستومانه وي ، دغه حوض ته به دده امتيان راځي .ددغه حوض اوبه تر شيدو سپيني ، ترعسلو خوږې او ترمشکو خوشبويه دي ، د اسمان دستورو په اندازه لوښي لري ، څوک چې يوځل له دغه حوض څخه اوبه وڅيښي هيڅکله به چولاوه نه شي . ددغه حوض اوبه له کوثر څخه راځي ، کوثر بيا په جنت کې يو وياله ده چې هم نبي r ته ورکړل شوې ده ، د کوثر دوې ناوې وحوض ته را ايله دي او همېشه ډک وي .
۶۲- پوښتنه : پُل صراط څه شی دی ؟ او ځای ئې چيري دی ؟
ځواب : دا يو پُل دی چې د جنت او اور تر منځ پر جهنم باندي پروت دی ، انسانان د خپل عمل له مخي ورباندي تيريږي ، دا پُل تر ورېښته نازک او تر توري تېره دی ، يو ډول چنګکان ورباندي شته چې انسانان د خپلو اعمالو اړوند راکشوي .
کله چې مؤمنان له اوره خلاص شي يو بل وړوکی پُل چې د جنت او اور ترمنځ دی کېښودل شي، ددوی ترمنځ چې په دنيا کې څه تېر و بېر راغلي وي پر همدغه ځای بدلې سره واخلي ، کله چې ئې دلته عملونه تصفيه شي د جنت د ننوتلو اجازه ورکړل شي .
۶۳- پوښتنه : پر جنت او اور بايد څنګه ايمان راوړل شي؟
ځواب : پر دې ټينګه عقيده لرل چې جنت او دوږخ دواړه موجود دي او اوس هم شته ، همېشه به پاته وي هيڅکله له منځه نه ځي ، جنت دالله Y د دوستانو ځای دی او تل تر تله به پکښې وي او اور ئې د دښمنانو ځای دی چې همېشه به پکې وي .
۶۴ – پوښتنه : پر قدر د ايمان راوړلو څه مانا ؟
ځواب : پر دې عقيده لرل چې هر خير او شر د الله Y په فيصله او تقدير کې ليکلي دي او الله Y چې څه وغواړي کوي ئې . (( فعال لما يريد )) .[البروج:١٦] (( د هر څه اراده چې وکړي په پوره توګه ئې کوي )) .
۶۵- پوښتنه : د قضا او تقدير ترمنځ څه فرق دی ؟
ځواب : قضا چې کله يواځي ياده شي تقدير ته هم وايي او چې کله تقدير يواځي ذکر شي د قضا مانا هم لري . البته که د دواړو يادونه يو ځای وشي بيا قضا هغه ته وايي چې الله Y د يوشي د پيدا کېدو ، رامنځ ته کولو ، له منځه وړلو او د بدلون فيصله وکړي . او تقدير بيا هغه دی چې الله Y په ازل کې د يو شي تقدير ليکلی وي . په دې ترتيب تقدير تر قضا وړاندي دی او قضا ورپسي وروسته وي.
۶۶- پوښتنه : تقدير څو پړاوه لري ؟
ځواب : تقدير څلور پړاوه لري :
لومړۍ مرتبه : علم دی ، پر دې ايمان لرو چې الله Y په هرڅه خبر او عالم دی . الله Y فرمايي : (( وأن الله قد أحاط بکل شيئ علما)). [الطلاق:۱۲] (( او بې له شکه چې د الله علم پر هر شي را څرخېدلی دی )) .
دوهم پړاو : ليکل : دا مو ايمان دی چې الله Y په لوح محفوظ کې ټول هغه څه چې د قيامت تر ورځي پوري کېدونکي دي ليکلي دي . الله Y فرمايي : (( وکل شيئ أحصيناه في إمام مبين )) . [يس :۱۲] (( او هر شی مو په يو ښکاره کتاب کې شمېرلي دي )) .
دريم پړاو : اراده : پر دې ايمان لرو چې الله Y د هر هغه څه اراده کړې ده چې په اسمانو او ځمکه کې دي ، هيڅ کوم شی د الله Y د ارادې پرته نه شي رامنځ ته کېدای . الله Y فرمايي : (( و ما تشاؤون إلا أن يشاء الله رب العالمين )) . [الإنسان :۳۰] (( او تاسي هيڅ خوښه نه لرئ ، مګر چې د رب العالمين الله اراده وشي )) .
څلورم پړاو : پيدائښ : پردې مو ايمان دی چې پيداکونکی يواځي همدا يو الله Y دی ، له ده پرته نور ټول مخلوق دي او دی پر هرڅه قادر دی . الله Y فرمايي : (( الله خالق کل شيئ وهو علی کل شيئ وکيل )) . [الزمر:٦٢] (( الله د هرشي پنځونکی ( پيدا کونکی ) دی او دی پر هر څه څارونکی دی )) .
۶۷- پوښتنه : ځيني کسان دا وايي چې : ( که داسي نه وای شوي دا به نه وای پېښه شوې ) دا خبره څنګه ده ؟
ځواب : دا خبره که د تېر وخت اړوند وکارول شي ښه خبره نه ده ؛ ځکه افسوس او غم پکې رامنځ ته کيږي ، د تقدير سره ټکر ده او د شيطان وسوسو ته لار هواروي . الله Y فرمايي : (( الذين قالوا لإخوانهم وقعدوا لو أطاعونا ما قتلوا ، قل فادرؤوا عن أنفسکم الموت إن کنتم صادقين )) . [آل عمران :۱٦٨] (( هغه کسانو چې دخپلو وروڼو په اړه ئې وويل او دوی (منافقين له جهاده ) کښېناستل : که ئې چيري زموږ دا منلې وای وژل شوي به نه وای ، ورته ووايه : نو که (په خپله خبره کې ) رښتوني ياست له خپله ځانه مرګ ليري کړئ )) .
نو مسلماني ته ښه خبره داده چې ووايي : د الله Y تقدير همداسي وو ، څه چې د هغه خوښه شي کوي ئې .
خو که پورتنۍ خبره د راتلونکي وخت اړوند وکارول شي بيا ښه خبره ده ، دا په دې چې د خير تمه پکې پيدا شي او د اجر غوښتنه پکې وشي . مثلا داسي ووايي : که زما سره د فلانکۍ غوندي شتمني وای د الله Y په لاره کې به مې مصرف کړې وای . له دې خبري څخه ئې مطلب د ثواب هيله او اميد وي ، نو څنګه چې ئې هيله او نيت وي هماغسي بدله ورکول کيږي . که ئې د خير اميد وي دې ته پر خپل نيت الله Y ثواب ورکوي او که ئې د شر نيت کړی وي ګناهکاره ده .
۶۸- پوښتنه : دالله Y اراده پر څو ډوله ده ؟
ځواب : د الله Y اراده پر دوه قسمه ده :
• کَوْني اراده : دا هغه اراده ده چې ټولو څيزونو ته شمول کوي او پر ټولو هغه  شيانو خپره ده چې په کائناتو کې شتون لري ، که خير دي او که شر . داسي امکان نه لري چې يو شی دي د الله Y بې ارادې رامنځ ته شي  او په هغه کې دي دده حکمت نه وي . کله چې الله Y د يوشي د کېدو اراده وکړي هرو مرو به هغه هماغسي کيږي . په دغه ډول اراده کې دا شرط نشته چې خاماخا به دالله Y خوښه هم ورسره ملګرې وي .
الله Y فرمايي : (( ولو شاء الله ما اقتتلوا ولکن الله يفعل ما يريد )) .[البقرة : ٢٥٣] ((او که د الله اراده وای دوی به جکړه نه وای سره کړې ،مګر الله هغه څه کوي چې اراده ئې وشي )) .
له دا ډول ارادې څخه هيڅوک نه شي وتلای  او نه هم مخ ځني اړولای شي .
• شرعي اراده : دا ډول اراده د محبت په مانا هم راځي ، په دې اراده کې ټول هغه څه شامل دي چې د الله خوښه وي او په راضي وي ، په دې کې مطلب د الله Y رضا ده . الله Y فرمايي : (( والله يريد أن يتوب عليکم )) . [النساء:۲۷] 
(( او دالله دا اراده ( خوښه ) ده چې ستاسي توبه قبوله کړي )) .
د الله Y د کَوْني ارادې مثال دادی :ګورئ ! ګناهونه ټول د الله Y په اراده رامنځ ته شوي دي ، دده دتقدير او حکمت له مخي پيدا شوي دي ، که څه هم دده Y ناخوښه وي .
د الله Y د شرعي ارادې مثال دادی : چې ټول عبادتونه د الله Y په شرعي اراده رامنځ ته شوي دي ، هم ئې ارده کړې ده او هم ئې خوښ دي .
۶۹- پوښتنه : محبت پر څو ډوله دی ؟
ځواب : محبت پر څلور ډوله دی :
۱- دالله Y سره محبت ، چې د ايمان نښه ده .
۲- د الله Y لپاره محبت ، چې دا دمؤمنانو ترمنځ خپلمنځي دوستۍ او مينه ده .
۳- د الله Y په مقابل کې محبت ، لکه مشرکان چې د خپلو بتانو سره مينه لري ، همدا د شرک اساس دی .
۴- طبيعي محبت . دا محبت بيا خپله پر څو قسمه دی :
أ : د عزت محبت ، لکه د مور او پلار سره .
ب: د شفقت محبت ، لکه د خپل اولاد سره مينه .
ج : ټولنيز محبت ، لکه د ټولو انسانانو ترمنځ محبت .
د: فطري محبت ، لکه د خوړو او شتمنۍ سره مينه .
۷۰- پوښتنه : توکل پر څو ډوله دی ؟
ځواب : توکل پر څلور قسمه دی :
لومړی : په ټولو کارونو کې پر الله Y توکل . دا ډول توکل واجب دی .
دوهم : پر مخلوق توکل کول ، يعني په هغه شيانو کې پر مخلوق توکل کول چې د الله Y پرته بل څوک هغه نه شي ترسره کولای ، لکه  پر مړو يا غائبو کسانو توکل کول . دا ډول توکل شرک دی .
دريم : پر حاضرو ژونديو کسانو توکل کول ، دا په هغه کارونوکې چې دوی ئې ترسره کولای شي ، لکه  روزي غوښتل  يا د تکليف له منځه وړل . دا ډول توکل بيا وړوکی شرک دی ؛ ځکه لومړی به پر الله Y توکل کوي په دوهم قدم کې به پر مخلوق توکل کوي .
څلورم : بل چا ته خپل کارونه سپارل چې هغه هم پر دغه کارونو قدرت ولري ، لکه سودا ، پېر و پلور او داسي نور… دا ډول توکل جائز دی .
۷۱- پوښتنه : توسل څه ته وايي او پر څو ډ‌وله دی ؟
ځواب : توسل دې ته وايي چې يو څوک د الله Y څخه په دعا کې له داسي شي څخه کار واخلي چې هغه د دعا په قبلولو کې مرسته ورسره وکړی او د قبلولو وړ شي .
توسل پر دوه ډوله دی :
لومړی قسم : جائز او مشروع توسل چې په شريعت کې ثبوت ولري ، لکه : د الله Y په نومونو او صفتونو سره توسل کول ، مثلا څوک ووايي : الهي ! رحيم يې رحم راباندي وکړه .
– په خپل ايمان او عبادت باندي توسل کول ، لکه الله Y چې فرمايي : (( ربنا إننا سمعنا مناديا ينادي للإ يمان أن آمنوا بربکم فآمنا ، ربنا فاغفر لنا ذنوبنا وکفر عنا سيئاتنا وتوفنا مع الأبرار)) . [آل عمران:۱۹۳] (( ربه ! يقينا موږ يو ږغ کونکی واورېدی ، ايمان ته ئې بلنه کول چې پر خپل رب ايمان راوړئ ، نو موږ ايمان راوړ ، ربه ! نو زموږ ګناهونه را وبخښه او بدۍ مو راورژوه او د نيکو کسانو سره مو وفات کړه )) .
– د غوره او ښه شخص څخه د دعا غوښتنه چې هغه هم ژوندی وي .
دوهم ډول : ممنوع توسل دی چې له مشروع څخه مخالف دی ، دا داسي توسل وي چې په شريعت کې ثابت نه وي ، لکه مشرکين چې په خپلو خدايانو توسل کوي ، يا د رسول الله r په روی توسل ، يا په مړو باندي توسل کول .
۷۲- پوښتنه : استعاذه څه مانا او څه حکم ئې دی ؟
ځواب : استعاذه مانا اللهY ته پناه وړل او استعاذه له ډيرو غټو عبادتونو څخه دی .
په هغه شيانو کې چې د الله Y پرته ئې بل څوک نه شي ترسره کولای او نه قدرت ورباندي لري ، که چا د الله Y ماسوا بل چاته پناه پکې يووړه دا ئې شرک اکبر وکړ ، لکه د آفتونو او شرونو په له منځه وړلو کې چې څوک د الله Y څخه ماسوا بل چاته د پناه وړلو غوښتنه وکړي .
۷۳- پوښتنه : د استعاذې ځيني الفاظ ذکر کړه او ګټه ئې وښيه !
ځواب: د استعاذې ځيني الفاظ دادي : (( أعوذ بالله من الشيطان الرجيم)) . (( أعوذ بکمات الله التامات من شر ما خلق )) . (( أعوذ بالله السميع العليم من الشيطان الرجيم من همزه ، ونفخه ، ونفثه )) .
او ګټه ئې داده چې په دې سره الله Y خپل بنده ساتي ، اطمنان او ډاډ ورکوي او شر له منځه ځي .
۷۴- پوښتنه : استعانة ( مرسته غوښتل ) او استغاثة ( فرياد کول ) دواړه تعريف کړه او د هر يوه حکم وښيه !
ځواب : استعانة : په يو کار کې مرسته او ملاتړ غوښتلو ته وايي .
استغاثة : د سختۍ په له منځه وړلو کې بل چاته فرياد کولو ته وايي .
استغاثة يواځي د ستونزو په له منځه وړلو کې وي . حکم ئې پر دوه ډوله دی :
لومړی : له مخلوق څخه په هغه څه کې استغاثه او استعانه چې ددوی په واک او قدرت کې وي ، دا جائز دی لکه الله Y چې فرمايي : (( فاستغاثه الذي من شيعته علی الذي من عدوه)) . [القصص:١٥] (( نو هغه چې دده (موسی ) له قومه وو پر خپل دښمن ئې له ده څخه مرسته وغوښتل )) .  
دوهم : له مړي او غائب څخه مرسته غوښتل يا فرياد ورته کول چې پرهغه د الله Y ماسوا هيڅوک قدرت نه لري لکه د ناروغانو جوړول ، د ضرر له منځه وړل او داسي نور… د ا شرک اکبر ( غټ شرک ) دی .
۷۵- پوښتنه : د دُعا او استغاثې ترمنځ څه فرق دی ؟
ځواب : د دُعا مانا تر استغاثې پراخه ده ، دُعا هم د سختۍ په وخت کې وي او هم په نورو حالاتو کې  مګر استغاثه يواځي د سختۍ او مشکلاتو په وخت کې وي .
۷۶- پوښتنه : دُعا پر څو قسمه ده ؟
ځواب : دُعا پر دوه ډوله ده :
اول قسم: د عبادت دُعا ، لکه : لمونځ ، روژه او داسي نورعبادتونه . که يوه ښځه لمونځ کوي يا روژه نيسي دا دحال په ژبه د خپل رب څخه دا غوښتنه کوي چې دې ته بخښنه وکړي او له عذابه ئې وژغوري .
دوهم قسم: د غوښتني دُعا چې له الله Y څخه د دنيا او آخرت خير په ژبه وغواړي .
۷۷- پوښتنه : رُقی ( دمونه ) څه شی دي او پر څو ډوله دي ؟
ځواب :  دمونه هغه څه دي چې پر يو چا باندي ددې لپاره ويل کيږي چې ضرر له منځه ځني ولاړ شي ، دې ته عزائم هم وايي . دا پر دوه ډوله دي :
– جائز دم : چې د قرآن يا حديثو څخه وي ، په عربي ژبه وي  او دواړه کسان به دا عقيده لري چې دا دم د الله Y له اجازې پرته هيڅ ګټه نه شي رسولای . دا ډول دم کېدای شي پر ناروغ چوف کړل شي ، يا پر اوبو وويل شي هغه بيا مريض وڅيښي او يا پر توی کړل شي .
– ممنوع دم : دا هغه دمونه دي چې دغير الله څخه غوښتني پکښې وي ، يا داسي منترونه او نومونه پکې وي چې مانا ئې نه مالوميږي .
۷۸- پوښتنه : د بل چا څخه د دَم کولو غوښتنه څه حکم لري ؟
ځواب : د بل چاڅخه د دَم غوښتنه جائز ده ، د توکل سره په ټکر کې نه راځي .، په دې شرط چې جوړونکی يواځي او يواځي الله Y وګڼي او دم کونکی فقط يو سبب دی .
۷۹- پوښتنه : تمائم څه ته وايي او څه حکم ئې دی ؟
ځواب : تمائم لکه دانې داسي شيان دي ، ماشومانو ته ددې لپاره ورترغاړي کيږي چې نظر نه شي ، پېری ورباندي حمله ونه کړي يا تبه نه شي ، کله کله ناروغانو او غټانو ته هم ورتر غاړي کيږي . تمائم چې هرڅنګه وي حرام دي ، که له قرآن څخه وي او يا له بل شي څخه ؛ ځکه دا چې څوک وځړوي زړه ئې هم تر همدغه ځړول سوو شيانو پوري تعلق لري چې خير به ورته راوړي او شر به ورڅخه ليري کړي ،حال داچې ورکونکی او منع کونکی له يوه الله Y پرته بل څوک نه شي کېدای .
رسول الله r فرمائلي دي : (( من علق تميمة فقد أشرک)). [رواه أحمد] (( چاکه تميمه وځړول شرک ئې وکړ )) .  
د کړې او ځنځير ځړول هم په دې کې راځي .
۸۰- پوښتنه : تبرک څه ته وايي او پر څو ډوله دی ؟
ځواب : تبرک د برکت غوښتلو ته وايي . برکت بيا د خير دوام او ډېروالي ته وايي . تبرک پر دوه ډوله دی :
– جائز تبرک : له داسي شي څخه  د برکت هيله کول چې په شريعت کې ئې برکت ثابت وي لکه : د روغتيا لپاره د زمزم اوبه څيښل .
– ممنوع تبرک : په داسي څه کې برکت لټول چې شريعت اجازه پکې نه وي ورکړې  لکه : په درختو ، ډبرو ، د مقام ابراهيم په مسحه کولو ، دنبي r يا دنورو غوره بندګانو په قبرونو تبرک حاصلول .
۸۱- پوښتنه : آيا انسان نظر کيږي ؟ او علاج ئې څنګه دی ؟
ځواب : په شريعت کې نظر حق دی او په سترګو ثابت دی ، د نظر لپاره شرعي علاجونه شته ، هغه دادي : دَم کول ، يا چا چې دی ئې نظر کړی وي هغه دي غسل وکړي او همدغه اوبه دي پر نظر شوي شخص واچول شي .
۸۲- پوښتنه : بدفالي څه شی ده ؟ څه حکم لري ؟ او يو شی له منځه وړلای شي ؟
ځواب : بدفالي يا بد شګون په ليدلو ، اورېدلو يا بل څه باندي خلګ کوي . که چا خپل کارونه او اړتياوي د بد فالۍ له امله وځنډولې يا ئې ترسره نه کړې ، دغه شخص شرک وکړ . رسول الله r فرمائلي دي : (( الطيرة شرک ،الطيرة شرک )) . [رواه أحمد والحاکم] (( بدفالي شرک ده ، بدفالي شرک ده )) .
بد شګون پر الله Y توکل له منځه وړي ، خو داسي بيا ويلای شي چې : الهي ! خير يواځي ستا خير دی ، بدفالي ستا بدفالي ده او له تا پرته بل د عبادت وړ څوک نشته .
۸۳- پوښتنه : ولاء ( دوستي ) او براء ( دښمني ) پر څو ډوله ده ؟
ځواب : په ولاء او براء کې انسانان پر درې ډوله دي :
۱- چې خالص محبت ورسره وشي او هيڅ ډول دښمني ورسره ونه شي ، دا مؤمنان دي .
۲- چې يواځي او يواځي بغض ورسره وشي هيڅ د دوستۍ ځای ونه لري ، دا بيا کفار دي .
۳- هغه ډول انسانان دي چې له يوه اړخه دوستي ورسره وپالل شي او له بلي خوا بغض ورسره وشي ، دا بيا د مؤمنانو ګناهکاران دي ، دا چې ايمان لري له همدې وجي بايد دوستي ورسره وشي او کوم ګناهونه چې کوي له همدې امله بغض ورسره کيږي .
۸۴- پوښتنه : آيا اهل کتاب يهود او نصاری زموږ وروڼه کېدای شي ؟
ځواب : ورورګلوي پر دوه ډوله ده :
لومړی : ديني ورورګلوي ، چې د مسلمانانو تر منځ ده او بل څوک نه شي پکې را ګډېدای .
دوهمه : د پلار او مور له مخي ( نسبي ) ورورګلوي .
• دالله Y په شريعت کې انساني ورورګلوي هيڅ ځای نه لري ، بلکي دا دکفارو سره د مرستي يوه برخه هم ده ، کافر ته په هيڅ صورت ورور نه شي ويل کېدای .
۸۵- پوښتنه : بايد مسيحي وويل شي که نصراني ؟
ځواب : مسيحي دا مانا لري چې مسيح عيسی u ته ئې نسبت شوی دی  او دوی دا ګومان کوي چې ګڼي دوی د هغه u پر لاره روان دي ، حال داچې هغه له دوی څخه بېزاره دی ، دوی دروغ وايي ؛ ځکه هغه u هيڅکه دوی ته نه وو ويلي چې زه د الله Y زوی يم ، هغه ويلي وه : چې زه د الله Y بنده او رسول يم .
نو ښه خبره داده چې دوی ته نصاری وويل شي ، الله Y په قرآن کريم کې هم دوی په دغه نامه ياد کړي دي ، الله Y فرمايي : (( وقالت اليهود ليست النصاری علی شيئ ، وقالت النصاری ليست اليهود علی شيئ ، وهم يتلون الکتاب )) . [البقرة :۱۱۳] (( يهودو ويل : نصاری پر هيڅ شي ( دين ) نه دي او نصاری وو ويل : يهود پر هيڅ شي ( دين ) نه دي ، حال داچې دوی کتاب هم لوستی )) .
۸۶- پوښتنه : د کفارو سره د دوستۍ نښي او علامې څه شی دي ؟
ځواب : ډيري علامې لري چې ځيني ئې دادي :
* په لباس او خبرو کې ددوی عادتونه کول او په هغه څه کې ددوی عادات کول چې يواځي په دوی پوري اړه ولري ، همدارنګه ددوی نومونه پر ځان ايښودل .
* بې ضرورته ددوی په هيوادونو کې اوسېدل .
* ددوی مرسته او ملاتړ کول .
* ددوی تاريخ کارول ، په جشنونو او اخترونو کې ئې ګډون کول .
* د هغوی پر مړو خواشني او غم کول .
۸۷- پوښتنه : که د کفارو سره ګډون وشي ، ښه رويه او نرم چلند ددې لپاره ورسره وشي چې کېدای شي دوی اسلام راوړي . دا کار څه حکم لري ؟
ځواب : په دې کې شک نشته چې مسلمان به د الله Y د دښمنانو سره بغض کوي ، له هغوی څخه به بېزاره وي ؛ ځکه دا درسولانو تګلاره ده . دا که مسمان ددوی د اسلام راوړلو په تمه ددوی سره په نرمۍ او مينه ګوزاره کوي دا پروا نه لري ؛ ځکه دا داسلام لپاره محبت دی ، خو يوه خبره بايد ياد وساتل شي چې لومړی به دی سلام نه ورته وايي .
۸۸- پوښتنه : د مؤمنانو سره د دوستۍ علامې څه شی دي ؟
ځواب : دمؤمنانو سره د دوستۍ علامې دادي :
* په نفس او مال به ددوی ملاتړ کوي او دوی ته به دعاګاني کوي .
* په خوشالۍ به ئې خوشاله کيږي او په غم به ئې خوابدی کيږي .
* ددوی لپاره به د خير غوښتنه کوي ، احترام او عزت به ئې کوي او د کمزورو سره به ئې نرمي کوي .
۸۹- پوښتنه : ترټولو غټه ګناه څه شی ده ؟
ځواب :  تر ټولو غټه ګناه د اللهY سره شرک دی . الله Y فرمايي : (( إن الشرک لظلم عظيم)) . [لقمان : ۱۳]  
(( يقينا شرک ډېر غټ ظلم دی )) .
۹۰- پوښتنه : شرک پر څو ډوله دی ؟
ځواب : شرک پر دوه ډوله دی :
•هغه شرک چې څوک له اسلامه باسي لکه: د غير الله لپاره ذبح کول يا له الله Y ماسوا بل څوک رابلل.
• بل بيا وړوکی شرک دی چې له اسلامه څوک نه په وځي لکه : د الله Y ماسوا په بل شي قسم اخستل ، يا داسي ويل: چې د الله او ستا خوښه شي . که ته او الله  نه وای دا به کار به نه وای شوی . دا د الله او ستا له خوا دي .
همدارنګه ريا ، چې د خلګو مخ ته ددوی لپاره ډېر په ارامه لمونځ کوي . دا ټول هغه اسباب دی چې غټ شرک ( شرک اکبر) ته لار هواروي .
۹۱- پوښتنه : شرک اکبر ( غټ  شرک) څه شی دی ؟
ځواب : شرک اکبر ( غټ شرک) دادی چې بنده د الله Y سره سيال يا شريک ونيسي او د رب العالمين سره ئې برابر کړي ، د الله Y غوندي محبت ورسره وکړي ، غوښتني ورڅخه کوي ، ځني وېرېږي ، توکل ورباندي کوي او د الله Y په نافرماني کې ئې طاعت کوي ، ياني هر ډول عبادت لکه : دعا ، وېره ، حلالول … چې د غير الله لپاره وشي شرک دی .
۹۲- پوښتنه : د کوچني او غټ شرک ترمنځ څه فرق شته ؟
ځواب : هو ، د کوچني او غټ شرک ترمنځ څه فرقونه شته چې هغه دادي:
۱-  چا چې غټ شرک کړی وي بخښه نه ورته کيږي ، خو د کوچني شرک مرتکب د الله Y په خوښه پوري اړه لري چې بخښه ورته کوي که عذاب ورکوي.
۲- هغه څوک چې شرک اکبر ئې کړی وي تل تر تله به په اور کې وي ، خو وړوکی شرک لکه نور ګناهونه مرتکب ئې همېشه په اور کې نه وي ، مګر تر غټو ګناهونو هم لويه ګناه ده .
۹۳- پوښتنه : ظلم څه ته وايي او پر څو قسمه دی ؟
ځواب : ظلم مانا يو شی بې ځاي ايښودل . او پر درې قسمه دی :
۱- د خپل ځان سره ظلم چې شرک وکړي ، دا د ظلم ترټولو غټ قسم دی .
۲- په ګناهونو باندي د ځان سره ظلم .
۳-  د بل چا پر نفس ، مال او آبرو باندي ظلم .
۹۴- پوښتنه : بدعت څه شی دی ؟
ځواب : په دين کې داسي نوی کار رامنځ ته کول چې په شريعت کې اصل ونه لري ، دې ته بدعت وايي .
هرڅوک چې د الله Y  عبادت  په داسي طريقه  کوي چې نه الله Y ټاکلې وي ، نه رسول الله Y ښودلې وي او نه هم د خلفاء راشدين ورباندي تللي وي دا کس مبتدع بلل کيږي .
۹۵- پوښتنه : ريا څه شی ده ؟ او پر څو قسمه ده ؟
ځواب : ريا دې ته وايي چې يو ښځه ښه عملونه ددې لپاره ښکاره کړي چې خلګ ئې صفت وکړي .
ريا پر څلور ډوله ده :
۱-  چې ريا خپله د عمل سبب شي ، لکه په اصل ايمان کې ريا . دا ډول ريا ټول عملونه بربادوي .
۲- چې عمل د الله Y لپاره وي او ترڅنګ ئې خلګو ته هم ښکاره شي .
۳- عمل د الله Y لپاره وي خو وروسته ريا پکښې را داخله شي ، په دغه صورت کې که ئې ريا له منځه يووړه ، مخ ئې ځني واړاوه ، څه تاوان نه ورته کوي او که ئې ځان ور ايله کړی په خپله ريا مطمئنه شول نو همدغه عبادت ئې له منځه ولاړی .
۴- چې تر عمل وروسته ريا رامنځ ته شي ، دا وسوسې دي پر عمل هيڅ تاثير نه لري او نه عمل کونکي ته زيان رسوي .
د ريا لپاره ډيري دروازې شته ، مسلماني ته په کار ده چې ځان ورڅخه وژغوري . کله ناکله څوک په ځان نه پوهيږي مګر په ريا کې راښکېله وي .
۹۶- پوښتنه : د ريا علاج په څه شي کېدای شي ؟
ځواب : مسلماني ته چې کله د ريا په اړه څه په زړه کې ور وګرځي بايد پوه شي چې د حمد ، ثنا او صفت خاوند يواځي يو الله Yدی او الله Y تر ټولو لوی دی  . دا به کوښښ کوي چې ريا له منځه يوسي او د خلاصون لپاره به ئې هڅي کوي . دا بايد ياد ولري چې د ريا سره مل عمل له منځه ځي او دا په ګناهکاره کيږي ، ددې سره سره به همېشه له ريا څخه پناه غواړي . په حديث کې راځي : (( اللهم إني أعوذ بک من أن أشرک بک وأنا أعلم ، وأستغفرک لما لا أعلم )) . [ رواه أحمد] (( الهي !  زه تاته له دې پناه دروړم چې ستا سره شرک ونيسم چې زه په پوهېږم او چې نه يم په خبر د هغه بخښنه درڅخه غواړم )) .
۹۷- پوښتنه : آيا نفاق ډولونه لري ؟
ځواب : هو ، نفاق پر دوه ډوله دی :
لومړی : اعتقادي نفاق چې غټ منافقت هم ورته وايي ، هغه دادی چې په ښکاره ايمان ولري او په باطن کې ئې کفر پټ کړی وي ، دا ډول نفاق څوک له اسلامه باسي . که دغه شخص پر دغه عقيده مړ شي پر کفر مړ شو .
دوهم : عملي نفاق چې وړوکی نفاق ئې هم بولي ، څوک له اسلامه نه په وځي ، مګر خطر ئې ډېر دی ، په دغه شخص کې څو صفته وي : چې خبري کوي درواغ وايي ، په وعده کې مخالفت کوي ، چې جنجال ئې شي پوچ و رد وايي او چې امانت ورکړل شي خيانت پکې کوي .
۹۸- پوښتنه : نذر څه حکم لري ؟
ځواب : نبي r له نذر څخه منعه کړې ده ، د نذر په حکم کې څه تفصيل شته :
– که نذر د الله Y لپاره وي وفا ورباندي لازمه ده .
– که نذر د الله Y ماسوا بل چاته وي ، يا داسي نذر وي چې ګناه پکې وي دا ډول نذرونه حرام دي او وفا ورباندي کول ناروا دي ؛ ځکه رسول الله r فرمائلي دي : (( من نذر أن يطيع الله فاليطعه ، ومن نذر أن يعصيه فلايعصه )).
(( که چا دا نذر کړه چې د الله Y اطاعت وکړي دا اطاعت دي وکړي . او که چا نذر وکړ چې د الله Y نافرماني پکې وي نو دهغه نافرماني دي نه کوي )).
۹۹- پوښتنه : سحر څه حکم لري ؟
ځواب : سحر ( جادو ) حرام دی ، رسول الله r فرمائلي دي : (( اجتنبوا السبع الموبقات ، قالوا : يارسول الله و ما هن ؟  قال : الشرک بالله …)) . [ متفق عليه ] (( د اوو هلاکونکو شيانو څخه ځان وژغورئ ، ( صحابه وو) وويل : اې دالله رسوله ! هغه کوم شيان دي ؟ ده r وفرمائل : د الله سره شرک نيول … )) .
سحر ( جادو ) کول شرک دی او د جادوګر سزا  مرګ ده .  
۱۰۰- پوښتنه : نُشره څه شی ده او څه حکم لري ؟
ځواب : نُشره دې ته وايي چې له يو چا څخه سحر ( جادو)  په جادو له منځه وړي . نُشره پر دوه ډوله ده :
– چې له جادو څخه خلاصون په عين جادو سره وي ، دا د شيطان عمل دی .
– دا چې سحر او جادو په قرآن کريم او د سنتو څخه په ثابتو دعاګانو له منځه يووړل شي ، دا جائز کار دی .
۱۰۱- پوښتنه : توِله څه مانا ؟
ځواب : توِله د جادو يو قسم دی او ( صرف ) هم ورته وايي ، دا د مېرمن او خاوند ترمنځ بېلتون راولي . بل بيا ( عطف ) دی چې دا بيا ښځه او خاوند سره نژدې کوي . دا ټول  کارونه په وړوکي شرک ( شرک اصغر ) کې داخل دي . رسول الله r فرمائلي دي : (( إن الرُقی ، والتمائم ، والتولة شرک)) . [رواه أحمد و أبوداوود] (( يقينا دمونه ، تعويذونه او توِله شرک دی )) .
په دغه حديث کې له دمونو څخه مطلب هغه ممنوع دمونه دي چې په داسي الفاظو ويل کيږي چې مانا ئې نه مالوميږي ، يا د شيطانانو نومونه وي . پاته شول شرعي دمونه هغه ثابت دي او په دې کې داخل نه دي .
۱۰۲- پوښتنه : کاهن او پټي مالومونکي (عراف) ته ورتګ روا دی ؟
ځواب : کاهن هغه څوک دی چې د پېريانو په مرسته ځان په غيبو خبر بولي .
عراف  بيا هغه څوک دی چې غل او داسي نور کسان په مختلفو بې اساسه طريقو مالوموي .
دواړه په هغه غيبو ځان خبر ګڼي  چې له يوه الله Y پرته هيڅوک ورباندي خبر نه دي .
دوی ته ورتګ حرام دی ، که يو ښځه ورشي او ددوی خبره رشتيا هم ونه بولي څلوېښت شپې ئې لمونځ نه سهي کيږي . که ورشي او ددوی خبره رشتيا وګڼي  نو پر محمد r چې څه نازل شوي دي دا ورباندي کافره شول .
۱۰۳- پوښتنه : د ستورو له مخي د باران غوښتل څه مانا ؟
ځواب : مانا ئې داده چې د باران نسبت ستورو ته وشي ، مثلا ووايي : چې فلانی ستوری باران کوي .
۱۰۴- پوښتنه : د ستورو له مخي د باران غوښتنه په څنګه حالت کې وړوکی شرک دی او په کوم حالت کې غټ شرک دی ؟
ځواب : که دې دا عقيده لرل چې د الله له ارادې پرته ستوري تاثير لري او بيا وايي چې همدغه ستوری باران اوروي دا غټ شرک دی . رسول الله r فرمايي : (( الله Y وايي : زما په بندګانو کې هر سهار څوک مؤمن او څوک کافر وي ، چا چې وويل : د الله Y په فضل او رحمت سره باران راباندي وشو ، دا پر ما ايمان لري  او پر ستوري کافر دی . او که چا وويل : په  فلاني او فلانکي ستوري باران را باندي وشو ، دا پر ما کافر او پر ستوري ايمان لري)). [متفق عليه] • که څوک دا عقيده لري چې ستوری د الله Y په اراده تاثير لري او الله Y د باران اورولو لپاره همدا ستوری  يو سبب ټاکلی دی او دالله Y قانون دادی چې د فلاني ستوري په راښکاره کېدو سره باران کيږي ، نو دا هم حرام دی او وړوکی شرک بلل کيږي ؛ ځکه په دې کې د الله Y د نعمت نسبت بل شي ته کيږي .
دا چې په ستورو وختونه او موسمونه مالوميږي لکه موږ چې وايو : چې فلانی ستوری راوخيژي نو د باران موسم دی ، يا مېوې پکې پخيږي ، دا پروا نه کوي او مشکل پکې نشته .
۱۰۵- پوښتنه : آيا دا جواز لري چې پر يوې مالومي مسلماني ښځي د کفر ټافه ولګول شي ؟
ځواب : موږ ته دا جائز نه ده چې پر مسلماني ښځي د کافري حکم وکړو ، نه د شرک او نه د نفاق تور ورباندي ولګوو ، تر څو ئې ښکاره او واضح کفر نه وي کړی .او ددې د زړه پټ رازونه الله Y ته سپارو، په اسانه د کفر فتوا ورکول جواز نه لري، بلکي په دې هکله خبره علماوو ته سپارل کيږي .
۱۰۶- پوښتنه :ګناهونه پر څو قسمه دي ؟
ځواب : ګناهونه پر دوه قسمه دي : واړه ګناهونه او غټ ګناهونه .
۱۰۷- پوښتنه :  غټ ګناهونه کوم دي ؟
ځواب : هره هغه ګنا ده چې په دنيا کې يو مالوم حد ( سزا ) ورته ټاکل شوې وي ، يا په آخرت کې عذاب ورته متوجې وي او ياغضب او لعنت پر ويل شوی وي . لکه : زنا ، د مور او پلار ازارول ، د ورځو ورېښتان ليري کول او داسي نور ، دا غټ ګناهونه دي.
څوک چې غټه ګناه وکړي د اللهY په اراده پوري اړه لري ، که ئې خوښه شول بخښه به ورته وکړي او که ئې اراده شول عذاب به ورکړي .
۱۰۸- پوښتنه : ګناهونه په څه شي له منځه ځي ؟
ځواب : ګناهونه په لاندي کارونو له منځه ځي : رښتيونې توبه ، استغفار ، عبادتونه ، دعاګاني ، دنبي r په شفاعت او د الله Y په پېرزوينه او رحمت سره له منځه ځي .
۱۰۹- پوښتنه :  آيا له ټولو ګناهونو څخه سمه صفا توبه ايستل کېدای شي ؟  د توبې وخت کله خلاصيږي ؟ او د توبې کښونکي ثوابونه کوم دي ؟
ځواب : هو ، توبه له ټولو ګناهونو څخه کېدای شي ، توبه تر هغه وخته قبليږي چې لمر د لوېديځ ( مغرب ) له خوا راخيژي ، يا د يو چا ساه ( روح ) ستوني ته راورسيږي . د توبې ايستونکي ثواب دادی چې ګناهونه ئې په نيکيو بدليږي .
۱۱۰- پوښتنه : توبة النصوح کومه توبه ده ؟
ځواب : توبة النصوح هغه رښتيونې توبه ده چې لاندي شرطونه پکې وي :
۱- له ګناه څخه ځان را ايستل .
۲- د ګنا پر دغه کار پښېمانه کېدل .
۳- ټينګ عزم او قصد کول چې په راتلونکي کې به دا ډول کار نه کوي .
۴- که ئې په ګناه کې د چا حق اخستی وو هغه به ورسپاري او هغوی ته به دعاوي کوي .
۱۱۱- پوښتنه : مسلمانان ګناهکاران به چيري ځي ؟
ځواب : مؤمن ګناهکاران پر درې ډوله دي :
لومړی : هغه کسان چې نېکۍ ئې تر بديو ډيري شي ، دوی له اوله سره جنت ته ننوځي او اور ئې نه سوځي .
دوهم :  هغه کسان دي چې نېکۍ او بدۍ ئې سره برابري وي ، دا اعراف ته ځي ، چې د الله Y اراده وي تر هغه وخته د جنت او دوزخ تر منځ وي ، وروسته بيا جنت ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي .
دريم : هغه څوک دي چې بدۍ ئې تر ښو عملونو ډېري شي ، کبيره ګناهونه او فاحش عملونه ئې کړي وي ، مګر اساسي توحيد ورسره وي ، دا ډول کسان اور ته داخليږي ، د خپلو ګناهونو په اندازه سزا وګالي ، خو همېشه په اور کې نه پاتيږي ، وروسته ځني را ايستل کيږي .
۱۱۲- پوښتنه : څوک چې داسي خبري او مسخرې کوي چې په هغه کې د الله Y او د هغه درسول r سپکاوی کيږي ، يا دين ته په سپکه کتل کيږي ، دا څه حکم لري ؟
ځواب : دا ډول کارونه کفر او منافقت دی ، که څه هم دا ډول مسخرې فقط ددې لپاره کوي چې خلګ وخندوي . الله Y فرمايي : (( ولئن سألتهم ليقولن إنما نکون نخوض ونلعب ، قل أبالله و آياته ورسوله کنتم تستهزؤون .لا تعتذروا قد کفرتم بعد إيمانکم)).[التوبة:٦٥-٦٦] (( او که ته له دوی څخه وپوښتې ، دوی به درته ووايي : چې موږ هسي ګپ شپ او لوبي کوو . ورته ووايه : آيا پر الله ، دهغه پر اياتونو او رسولانو ئې ملنډي وهئ . عذرونه مه کوئ ، يقينا تر ايمان وروسته کافران شوئ )) .
۱۱۳- پوښتنه : د رسول الله r د صحابه وو او دهغه د اهل بيتو په هکله بايد څنګه عقيده ولرو ؟
ځواب : پر موږ فرض ده چې ددوی سره محبت وکړو ، زړونه او ژبي به ددوی په هکله سمي کاروو ، فضائل او ښېګڼي به ئې بيانوو او له بديو ، خپلمنځي شخړو او جنجالونو په هکله به ئې پټه خوله پاتيږو ، دفاع به ئې کوو او هر څوک چې د صحابه وو رضي الله عنهم په باره کې خيژي او لويږي له هغوی څخه بېزاره يو . رسول الله r فرمائلي دي :
(( لاتسبوا أصحابي )) . [متفق عليه] 
(( زما صحابه وو ته بد رد مه واياست )) .
۱۱۴- پوښتنه : شيطان له انسان څخه څه غوښتنه لري ؟
ځواب : شيطان د انسان د ګمراه کولو لپاره اووه څيزونه په کار اچوي ، که په يوه کې پاته راشي بل ته لاس وراچوي ، هغه چلونه دادي :
لومړی : شرک او کفر . دوهم : پر عقيدوي او عملي بدعتونو کې کار کول او د رسول الله r لارښووني پرېښودل . دريم : غټ ګناهونه . څلورم : واړه ګناهونه . پنځم : په نورو کارونو اخته کېدل او له عبادت څخه مخ اړول . شپږم : په داسي طاعت او عبادت اخته کېدل چې بل عبادت تر دغه بهتر وي او ثوابونه ئې تري زيات وي . اووم : شيطانان پر پرهېزګارانو او متقيانو مسلطيږي چې بېلابېل تکليفونه ورته ايجاد کړي .
۱۱۵- پوښتنه : آيا مسلمان بايد له منافقه ووېرېږي ؟
ځواب : صحابه د عملي نفاق څخه وېرېدل . ابن ابي مليکه وايي : (( ما درسول الله r دېرش تنه صحابه ليدلي دي  ، ټول پر ځان له منافقت څخه وېرېدل )) . [رواه البخاري] ۱۱۶- پوښتنه : ګناهونه تاثير لري ؟
ځواب : هو ، ډېر تاثيرونه لري :
پر زړه باندي وېره ، تاريکي ، بذدلي راولي او له الله Y څخه ئې راليري کوي ، پر شخصيت ئې اغېز ښندي ، برکت له منځه وړي ، تنګي او سختي راولي ، کارونه په مشکل کې اچوي او له عبادته څوک محروموي .
همدارنګه پر ټولنه تاثير اچوي ، د امن او ايمان نعمت له منځه وړي ، د ځمکي واک بل ته پاتيږي او بارانونه بنديږي .
۱۱۷- پوښتنه : مسلمانه به عقيده له کومه ځايه اخلي ؟
ځواب : عقيده به له قرآن او سنت څخه اخلي ، هغه هم د صحابه وو او سلف صالحينو د فهم مطابق .
۱۱۸- پوښتنه : د يو چا په هکله ويلای شو چې شهيد شو ؟
ځواب : پر يو معين شخص د شهيد حکم د جنت مانا لري . د اهل سنت و جماعت تګلاره داده چې پر هيڅ يو معين مسلمان کس نه دجنت او نه هم د دوزخ حکم کوي ، ماسوا له هغه کسانو چې نبي r ښودلي دي او جنتي يا دوزخي ئې بللي وي . له دې څخه دا جوته شول چې د يو مالوم شخص په هکله دا شاهدي نه شو ورکولای چې شهيد دی ، البته که په ظاهره غوره شخصيت وو نو موږ د شهادت هيله او اميد ورته لرو . داسي ويل کېدای شي چې دده لپاره د شهادت اميد لرو ، يا دي دی الله Y په شهيدانو کې راولي ، يا دې ته ورته نور الفاظ کارولای شي .
۱۱۹- پوښتنه : دا خبره څنګه ده چې څوک وايي :  دا د وخت خوښه يا اراده وه   يا د تقدير خوښه وه چې داسي پېښه وشول ؟
ځواب : دا ډول الفاظ سم نه دي ، وخت او زمانه هيڅ خوښه نه لري ، همدارنګه تقدير اراده نه لري ، يواځي  الله Y دی چې اراده ئې پلي کيږي .
۱۲۰- پوښتنه : داسي قسم اخستل څه حکم لري چې ووايي : د الله Y په ژوند مې دي قسم وي . يا د الله Y په عزت قسم کوم ؟
ځواب : دا ډول قسم چې زما دي د الله Y په ژوند قسم وي پروا نه کوي ؛ ځکه قسم يا د الله Y په نومونو يا د هغه په صفتونو اخستل کېدای شي او ( ژوند) د الله Y صفت دی ، همداډول دا جائز دی چې ووايي : د الله په علم ، دالله په عزت ، د الله په قدرت مې دي قسم وي ؛ ځکه دا ټول دالله Y صفتونه دي .
۱۲۱- پوښتنه : په کعبه شريفه ، يا په ذمه سوګند اخستل څه حکم لري؟ 
ځواب : دا ډول قسمونه جواز نه لري ، بلکي د شرک يو ډول دی . رسول الله r فرمائلي دي : (( من حلف بغير الله فقد کفر أو أشرک)) . [رواه الترمذي وحسنه وصححه الحاکم] (( چا که په غير الله قسم واخستی نو کفر ئې وکړ يا ئې شرک وکړ )) .
څوک چې وايي : زما په وعده مې دي قسم وي ، دلته که ئې مطلب په وعده قسم اخستل نه وي ، هدف ئې داوي چې دا پر ما وعده ده او زما مسؤوليت دی . دارنګه الفاظ کارول کېدای شي . مګر که ئې هدف پکې قسم وو بيا جواز نه لري .
۱۲۲- پوښتنه : کله چې پر چا غم او مصيبت راشي ، په غم او غضب شي ، آيا دا اجر لري ؟
ځواب : انسانان د غم په وخت کې پر څلور برخي وي :
لومړۍ : د غم په وخت کې په خښم کېدل . چې دا بيا خپله پر څو قسمه دی :
۱- د زړه قهر چې پر خپل رب باندي په درد شي او د الله Y له تقديره ناراضه شي.دا حرام کار دی .
۲- غضب ئې په ژبه وي ، چې د هلاکت او برباديو ښېراوي کوي او وير پر ځان واچوي .  دا هم حرام کار دی
۳- چې د خپل قهر زور تر اندامو وکاږي ، مخ وخي ، ګرېوان څيري ، ورېښتان شکوي … دا ناروا کارونه دي .
دوهمه برخه : صبر کول . چې دافرض دی .
دريمه درجه : خوښي . چې د غم په وخت کې خوشاله وي ، غم او نه غم ورته بې فرقه وي ، دا مستحب عمل دی .
څلورمه مرتبه : شکر پر ايستل . دا ترټولو لوړه درجه ده ، چې پر مصيبت او غم د اللهY شکر ادا کړي ؛ ځکه دا په دې پوهيږي چې په غم ئې ګناهونه رژيږي .
رسول الله r فرمايي : (( ما يصيب المسلم من نصب ، ولاوصب ، ولا همٍ ، ولا حزن ، ولا أذیً ، ولا غم حتی الشوکة يشاکها إلا کفر الله بها من خطاياه )) . [متفق عليه] (( مسلمان ته نه ستړيا ، نه يو مشکل ، نه يو تکليف ، نه يو پرېشاني ، نه نفستنګي ، نه يو ازار ، نه يو غم ور رسيږي آن تردې چې يو اغزی ور جګ شي مګر الله Y ئې په دغه خطاوي ور رژوي )) .
۱۲۳- پوښتنه : څوک چې د الله Y پرته په بل څه فيصلې کوي څه حکم ئې دی ؟
ځواب : که چا د الله Y له خوا په رالېږل شوي حکم پرېکړه ونه کړه ، سپک ئې وګاڼه ، بې عزتي ئې کول ، يا ئې دا عقيده وه چې بل قانون د الله Y تر قانون بهتر دی او مخلوق ته ګټور تماميږي ، دا شخص کافر او له اسلامه وتلی دی .
• که چا بيا فيصله د الله Y په احکامو نه کول ، خو سپک ئې هم نه ګڼی ، نه ئې بې عزتي کول او نه ئې دا عقيده لرل چې د بل قانون تر شريعت غوره او خلګو ته فايدمن دی ، بلکي يواځي ئې د خپلو ځاني غوښتنو له مخي ، يا ئې د دنيوي ګټو په خاطر ، يا پرخلګو د تسلط لپاره ، يا د خپل غچ او انتقام اخستلو له امله ئې د الله Y د شريعت ماسوا فيصلې کولې ، دا شخص کافر نه دی .البته ډېره غټه ګناه او غلط کاردی،دا هم کفر دی خو غټ کفر نه دی چې له اسلامه په ووځي .
۱۲۴- پوښتنه : په دين کې اعتدال ( منځنيتوب ) څه مانا ؟
ځواب : په دين کې منځنيتوب يا اعتدال دې ته وايي چې انسان په دين کې تر حد تجاوز ونه کړي ، چې د الله Y تر ټاکليو حدودو پښې واړوي . اونه هم تقصير او کمی پکې وکړي ، چې الله Y پر ده باندي څه واجب کړي وي په هغه کې تقصير او لټي وکړي .
۱۲۵- پوښتنه : فتنې څه مانا ؟ او مسلمانه به د فتنو اړوند څه دريځ او موقف لري ؟
ځواب : فتنې ازمايښت او امتحان ته وايي . فتنې پر دوه ډوله دي :
• د شبهو فتنې : دا هغه فتنې دي چې په ديني چارو ، عقيده ، عبادت ، حلال او حرام کې شکونه او شبهې ورلويږي .
• د شهوتونو او نفسي غوښتنو فتنې : لکه د شتمنۍ ، اولاد ، زنا ، غلا، حرامو ته د کتلو او داډول نوري فتنې .
د فتنو په هکله به د مسلماني دريځ : تل په الله Y باندي له فتنو څخه پناه غواړه . له خپل ځان او مسلماني خور څخه ئې دليري کولو هڅي او کوښښونه کوه . عبادت  ډېر کوه او د غوره ښځو ملګرې اوسه . هغه شبهې او وسوسې چې دا ډول فتنو ته لار هواروي له منځه وړه او فکر مه پکې کوه .
۱۲۶- پوښتنه :  ردت ( مرتد کېدل ) څه ته وايي ؟ او حکم ئې څه دی ؟
ځواب : ردت مانا له اسلامه وتل چې تر اسلام منلو وروسته بېرته کافر شي .
هغه وخت څوک مرتد کيږي چې د اسلام له ماتونکو ( نواقضو) څخه يو کار وکړي .
ارتداد پر څلور ډوله دی :
۱- په قول او وينا کې مرتد کېدل مثلا : الله Y يا رسول ، يا ملائکو ته ښکنځل وکړي . يا په غيبو ځان خبر وګڼي ، د نبوت دعوه وکړي ، د الله Y ماسوا بل څوک را وننګوي يا ددين په يو شي ملنډي ووهي .
۲- په فعل او کار کې ردت : لکه بت او درختي ته سجده کول ، د هغه پر نامه شی حلالول ، د مړو رابلل ، هغوی ته فرياد کول يا سحر، کوډي او جادو کول .
۳- په عقيده کې ارتداد : مثلا د الله Y سره دشريک نيولو عقيده ، يا دا عقيده لرل چې زنا ، شراب او سود حلال دي ، که څه هم دا کارونه ونه کړي . يا دا عقيده لرل چې د بل چا لارښووني د محمد r تر لارښوونو غوره او بشپړي دي .
۴- د پورته ذکر شوو څيزونو په حراموالي کې شک کول هم څوک له اسلامه باسي .
لکه څوک چې شکمنه وي چې ايا شرک حرام دی ؟! يا د اسلام په دين کې شک ورلوېدلی وي ، يا داچې ايا د همدې زمانې سره د اسلام دين برابر دی ، يا د مشرکينو په کفر کې شکمنه وي .
د ارتداد احکام : له مرتدي څخه به د توبې غوښتنه کيږي ، که ئې توبه وکښل اوله کفره را وګرځېدل توبه ئې قبوله ده او پرېښودل کيږي . که ئې توبه نه ايستل وژل کيږي ، که د همدغه ردت په حالت کې مړه شوه يا ووژل شول ، نو دې ته نه غُسل ورکول کيږي ، نه لمونځ ورکول کيږي او نه هم د مسلمانانو په هديره کې ښخيږي .
 
۲۸/ ۱۲/۱۳۹۱