کور / اسلامي / دحج او عمرې لارښود او درسول الله دمسجد آداب

دحج او عمرې لارښود او درسول الله دمسجد آداب

ژباړه : عزيزالرحمن حازم 

دحج او عمرې لارښود او درسول الله 2 دمسجد آداب

​ګرانو حجيانو! 

​السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .

​دې پاک ښار ، سپېڅلي سفر او دالله' مېلمستيا ته هرکله راشئ.

​دحج په اړه داسلامي څار ګروف په دې وياړي چې دحج او عمرې دا لنډ لارښود تاسو ته وړاندي کوي. په دې کې هغه مهم څه راټول شوي دي چې حاجي او عمريي بايد ارومرو ځان په پوه کړي.

​لومړى هغه وصيتونه درته بيانوو چې اول ئې ځان او بيا تاسو ته متوجه کوو ، الله مو دې دهغه برياليو کسانو په کتار کې راولي چې په دنيا او آخرت کې نېکمرغه دي.

​الله ' فرمايي : { وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ}.[ العصر:٣].

​" او چې د حق سپارښتنه کوي او دصبر وصيت کوي ".

​بل ځاي فرمايي : { وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}.[ المائدة : ٢].

​" او يوله بله پر نېکۍ  اوتقوا مرسته کوئ او پرګناه او دښمنۍ مرسته مه سره کوئ".

​ګرانه حاجي ! مخکې له دې چې دحج په مناسکو پيل وکړې دا وړه رساله بايد خاماخا ولولې ، ترڅو دا مهمه فريضه په سمه توګه ادا کړې … دغه رساله ستا ډېري پوښتني ځوابوي.

​سږ او نور کلونه چې الله' به حج درنصيب کړي دا رساله دځان سره ولره . همدارنګه دا رساله خپلو نورو ورونو ته چې دلوستلو وړتيا ئې ولري هم هديه کړه ، ان شاء الله ګټه به ئې عامه شي. 

له الله څخه دا سوال کوو چې دټولو حج مبرور ، هڅي ئې منلي او غوره عملونه ئې قبول کړي .

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

عام وصيتونه 

ګرانه حاجي! دالله حمد وايو چې دخپلي بيتې او حرم دزيارت کولو توفيق ئې درکړ ، له الله څخه غوښتنه کوو چې زموږ او ستاسو غوره عملونه قبول کړي او ثوابونه مو را څو چنده کړي .

ځيني توصيې ستاسو مخي ته ايږدو او هيله لرو چې الله به دټولو حج مبروروګرځوي او کوښښونه به ئې ومني .

١- ياد ولرئ چې په مبارک سفر راوتلي ياست او دالله لپاره هجرت کوئ ، چې ټول پر توحيد ، اخلاص ، تلبيې ، دعوت او طاعت ولاړ دى ، تردې غټ اجر نشته چې د مقبول حج بدله جنت دى .

٢- هوښيار اوسئ چې شيطان مو ترمنځ دښمني پيدا نه کړي ، ډېر چلبازه دښمن دى ، دالله لپاره يو تربله مينه کوئ ، له جګړو او دالله له نافرمانيو څخه ځان وژغورئ .

په دې پوه شئ چې رسول الله2 فرمائلي دي : 

" لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه  " .

" په تاسو کې يو تر هغو ايمان نه لري ترڅو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې دځان لپاره ئې خوښوي " .

٣- ددين او دحج په چارو کې چې په څه نه پو هېږئ په اړه ئې له علماوو څخه پوښتني کوئ ، ترڅو موکړه وړه په بصيرت وي. 

الله ' فرمائلي دي : { فَاسْأَلوا أَهْل الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلمُونَ}. [النحل:43].

" نو له علماوو څخه وپوښتئ که تاسو نه پوهېږئ " .

همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائلي دي : 

" من يرد الله به خيرا يفقهه في الدين " .

" چاته چې الله دخير اراده وکړي ، په دين ئې پوه کړي " .

٤- خبر اوسئ چې فرض الله فرض کړي دي او سنت ئې سنت بللي دي ، الله له هغه چا څخه سنت نه قبلوي چې فرضونه ئې ضائع کړي وي . 

کله ناکله حاجيان له دې ټکي غافله وي ، ددې لپاره چې حجر اسود ته ځان ورسوي ، يا دمقام ابراهيم ترشا لمونځ وکړي او يا هم دزمزم اوبه وڅيښي نارينه او ښځينه مومنانو ته ډېر تکليف ورکوي. دا کارونه ټول سنت دي ، خو دمسلمان زورول حرام کار دى ؛ نو څنګه د يو سنت عمل لپاره حرام کار ته لاس اچوو ؟ ديو بل له ازارولو څخه ځان وژغورئ ، الله به مو ثوابونه وليکلي او اجرونه به در زيات کړي.

داخبري هم ياد لره : 

ا: مسلمان ته نه ښايي چې دښځي ترڅنګ او ياهم دهغې تر شا لمونځ ادا کړي ، داکه مسجد الحرام وي او که بل ځاي. هرڅنګه چې وي دا کار ورته روا نه دي سره له دې چې ځان هم ځني ژغورلاي شي.

او پرښځو لازمه ده چې دنارينه وو تر شا لمونځ وکړي.

ب: دحرم د ننوتلو دروازې ټولي لاري دي ، بندول ئې ښه کار نه دى ، چې څوک لمونځ پکښې کوي ، که تلواري وي او جماعت پکې نيسي هم غلط کار دى.

ج: دا کار جائز نه دى چې دکعبې پر شاوخوا کښېني او دطواف لاره بنده کړي او هم کعبې ته نژدې لمونځ کول ، دحجر اسود ، حجر اسماعيل او هم دمقام ابراهېم سره درېدل جواز نه لري چې په طواف کې خنډ پېښ کړي ، په تېره بيا درش او ازدحام په وخت کې ؛ ځکه په دې کې نورو ته زيان اوضرر پېښېږي.

د: دحجر اسود مچول سنت کار دى او دمسلمان دعزت خيال ساتل فرض دي ؛ نو د سنت د ادا کولو لپاره فرض له لاسه مه ورکوه.

د ګڼي ګوڼي په وخت کې دومره کفايت کوي چې ( حجر اسود ) ته اشاره وشي ، تکبير ووايې او همداسي دنورو غوندي په طواف کې روان اوسې. صفونه مه خرابوه ، منظم پکې رهي شه ترڅو په ارامه له مطافه راووځې.

هـ: د رکن يماني مچول فرض نه دي ، بلکي يواځي په راسته لاس مسحه کيږي ، هغه هم چې ازدحام نه وي. دمسحه کولو په وخت کې داسي ويل کيږي : "بسم الله الله اکبر " .

ښکلوي به ئې نه ، که ئې مسحه کول ورته ګران وه پرې دې ږدي او همداسي دي په طواف کې روان اوسي. کله چې پر رکن يماني برابر راشي اشاره اوتکبير نشته ؛ ځکه له رسول الله 2 څخه ثبوت نه لري.

درکن يماني او حجر اسود ترمنځ دا دعا ويل سنت دي :

"ربنا آتنا في الدنيا حسنة في الآخرة حسنة وقنا عذاب النار ".

په آخر کې ټولو ته داتوصيه ده چې قرآن اوسنت ټينګ کړي . 

الله ' فرمائلي دي : { وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ }. [آل عمران:132].

" او دالله او درسول پيروي وکړئ کېداي شي رحم درباندي وشي ".

داسلام نواقض ( ماتونکي ) 

مسلمانه وروره! په دې پوه شه چې ځيني کارونه شته چې اسلام له منځه وړي ، دا کارونه چې ترټولو ډېر پېښيږي لس ماتونکي دي ، ځان ځني وژغوره . هغه دادي :

لومړى : دالله سره په عبادت کې شرک کول. الله'فرمايي: { إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ}.[المائدة:72] .

" خبره داده که چا د الله سره شرک وکړ نويقينا الله پر ده جنت حرام کړى او د ورتګ ځاي ئې اور دى او دظالمانو لپاره هيڅ مرستدويان نشته".

داهم شرک دى چې له مړو څخه غوښتنه او مرسته غواړي ، يا دهغوئ پر نامه نذر کوي او يا هم دهغوئ پر نوم څه شى حلالوي.

دوهم : څوک چې دځان او الله ترمنځ داسي وسيلې لټوي چې له هغو څخه غوښتنه او دشفاعت سوال کوي او پرهغوئ توکل کوي دمسلمانانو په اجماع سره کافر دى.

دريم : څوک چې مشرک کافر نه گڼي او يا ئې په کفر کې شکمن وي او يا دهغوئ تګلاره اودين سهي وبولي داشخص کافر شو .

څلورم : که څوک داعقيده ولري چې د نبي2 تر لارښوونو دده خپله لارښوونه پوره ده ، يا دبل چا حکم دده2ترحکم بهتره دى – لکه هغه کسان چې د طاغوت حکم دده2تر حکم او پرېکړي افضله ګڼي- دا کس کافر دى .

دپورتنۍ موضوع اړوند ځيني اعمال دادي چې په ترسره کولو سره ئې څوک کافر کيږي :

ا: دا عقيده لرل چې هغه نظامونه او قوانين چې خلګو رامنځ ته کړي دي تر اسلامي قوانينو غوره دي.

· يا په اوسني عصر کې اسلامي نظام د تطبيق وړ نه دى.

· يا اسلام دمسلمانانو دشاته پاتې کېدو لامل دى.

· يا دا خبره چې اسلام يواځي په هغه اعمالو پوري اړه لري چې دبنده او دده درب ترمنځ دي او دژوندانه تر نورو چارو پوري اړه نه لري.

ب: دا عقيده لرل چې دالله دحکم پرته دبل چا حکم په شرعي معاملو ، حدودو او نورو چارو کې جائز دى. که څه هم دى په دې عقيده نه وي چې دغير الله حکم تر شريعت بهتره دى ؛ ځکه په دې باندي هغه کارونه چې الله حرام کړي وي دى ئې حلالوي او هرڅوک چې دالله ښکاره او واضح محرمات حلالوي لکه : زنا ، شراب ، سود او دالله دشريعت پرته په نورو قوانينو عمل روا ګڼل دا کس دټولو مسلمانانو په اجماع سره کافر دى .

پنځم : هغه څه چې رسول الله2 راوړي دي که يو څوک په دغه شيانو کې ديوه سره بغض وکړي او بد ئې وګڼي -بيا که څه هم عمل ورباندي وکړي- کافر بلل کيږي. دالله 'ددغه قول په دليل چې فرمايي : { ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ }. [سورة محمد، آية: 9] .

"داپه دې چې دوئ هغه څه بد ګڼل چې الله نازل کړي دي نو ددوئ عملونه برباد شول".

شپږم : درسول الله 2 په دين کې په يوشي ملنډي وهل ، يا په ثواب او عذاب رشخند وهل ، داهم کفر دى او مرتکب ئې کافر دى . الله' فرمايي : { قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ(65)لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ }. [التوبة:65-66].

"ووايه! ايا پر الله او دهغه پر رسول ملنډي وهئ . عذرونه مه کوئ يقينا تر خپل ايمان وروسته کافران شوئ".

اووم : سحر ( کوډي ) کول. په دې کې دا هم شامل دي چې په سحر دمېړه او مېرمني ترمنځ نفرت رامنځ ته کوي او يا ددوئ ترمنځ محبت راولي. که څوک دا کار کوي او يا په راضي وي دواړه کافران دي . الله' فرمايي : { وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ}. [ البقرة : ١٠٢].

"او دوئ دواړو ( ملائکو) هيچاته ( سحر) نه ورښودى مګر دابه ئې ورته ويل چې موږ يقينا ازمايښت يو ، نومه کافر کېږه ".

اتم: دمشرکينو ملاتړ او دمسلمانانو پر ضد د هغوئ (کافرانو ) مرسته هم کفر دى . الله' فرمايي:{ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ}.[ المائدة : 51].

" او څوک چې په تاسو کې له دوئ ( کافرانو) سره دوستي وکړي ، نو دى هم له دوئ څخه دى ، يقينا الله ظالم قوم ته هدايت نه کوي".

نهم: که چا داعقيده لرل چې ځيني خلګ شته چې له محمدي شريعت څخه دوتلو واک او اختيار لري نو داشخص دالله په دغه قول کافر دى چې فرمايي:{ وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ }. [آل عمران : 85].

" او چا چې له اسلام پرته دبل دين لټه وکړه نوهيڅکله به ځني قبول نه شي".

لسم: په کُلي توګه دالله له دين څخه مخ اړول او يا له هغه شيانو څخه مخ ګرځول چې له هغه پرته اسلام نه منل کيږي ، چې نه ئې زده کوي او نه هم عمل ورباندي کوي ، دا کس هم کافر دى ؛ ځکه الله ' فرمايي:{ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا}. [السجدة:22].

" او ترهغه چا څوک غټ ظالم دى چې دخپل رب دآياتونو يادونه ورته وشي ، وروسته دى مخ ځني واړوي ، يقينا موږ له مجرمانو څخه انتقام اخستونکي يو ".

پورتي ټول هغه نواقض دي چې که په مسخرو ، رشتيا او بيري په وخت کې ترسره شي فرق نه لري. البته هغه څوک له دې حکمه مستثنى ( بېل ) دى چې په زوره پر تحميل شي.

په الله باندي له ټولو هغه شيانو څخه پنا غواړو چې دده دغضب او سخت عذاب موجب وي .

دحج مناسک او د رسول الله 2 دمسجد زيارت

ګرانه مسلمانه! 

مناسک پر درې ډوله دي : تمتع ، قِران او افراد.

· تمتع حج دې ته وايي چې دحج په مياشتو( شوال، ذوالقعدة او د ذوالحجې لس ورځي ) کې دعمرې احرام وتړي ، دعمرې له احرامه ځان فارغه کړي بيا د ترويې ( د ذوالحجې اتم ) په ورځ له مکې يا هغې ته له نژدې ځايه د حج احرام وتړي.

· قِران: دې ته وايي چې دعمرې او حج احرامونه دواړه يوځاي وتړي او له دواړو احرامو څخه دلوى اختر په ورځ ځان خلاص کړي ، يا خو دعمرې احرام وتړي مګر تر طواف مخکې دحج احرام پر وتړي ، داهم قِران بلل کيږي.

· افراد: هغه حج دى چې له ميقات يا ( هغه کسان چې په مکه کې هستوګن وي) له مکې او يا هم تر ميقات هاخوا دحج احرام وتړي ، بيا که هديه ورسره وه دلوى اختر تر ورځي پوري همداسي احرام بنده پاته شي. او که هديه ورسره نه وه کولاي شي خپل حج عمرې ته واړوي ، طواف او سعيه به وکړي ، دسر ورېښتان به کوچني يا وخروي. 

رسول الله 2 خپل هغه صحابه چې دحج په احرام کې وه او هديې ئې ورسره نه وې همداسي امر کړل.

همداډول که د قارن حاجي سره هديه نه وي ښه کار دادى چې خپل قِران حج په عمره بدل کړي ، لکه مخکې چېوويل شول.

· په مناسکو کې ترټولو غوره تمتع دى ، دا دهغه چا لپاره چې هديه ورسره نه وي ؛ ځکه نبي2 خپل ملګرې په همدې باندي په ټينګار سره امر کړه.

دعمرې طريق

١- کله چې ميقات ته ورسېدې- که درته اسانه وي- غسل او خوشبويي ولګوه، بيا داحرام کالي ( لُنګ او ډوبټه ) واغونده ، بهتره داده چې سپين وي. ښځه به دخپلي خوښي کالي اغوندي ، خو زينت او سينګار به نه کوي. بيا دعمرې داحرام داسي نيت وکړه : "لبيك اللهم لبيك لبيك لا شريك لك لبيك إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لک ".

نارينه به دغه تلبيه په زوره اوښځي به ئې کرار وايي.

تلبيه ، ذکر ، استغفار ، امربالمعروف اونهي عن المنکر به ډېر کوي .

٢- کله چې کعبې ته ورسېدې پر کعبه اووه شوطه طواف وکړه – له حجر اسود څخه طواف پيل کړه- تکبير ووايه او پر همدغه ځاي طواف ختم کړه. دخپلي خوښي ذکرونه او دعاګاني کوه ، بهتره داده چې هر شوط په دغه دعا پاي ته ورسوې : "ربنا آتنا في الدنيا حسنة في الآخرة حسنة وقنا عذاب النار".

​وروسته که درته اسانه وه د مقام ابراهيم ترشا لمونځ وکړه ، که نه وي د مسجد الحرام په هرځاي کې چې وکړې سهي دى.

​٣- وروسته صفا غونډۍ ته وخېژه ، کعبې ته مخامخ شه ، درې ځلي دالله حمد اوتکبير ووايه ، لاسونه پورته کړه او درې ځلي دعاوکړه ، همدا سنت طريقه ده ، درې واري داسي ووايه : " لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، يحيي ويميت، وهو كل على كل شيء قدير، لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده،ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده ".

که تر درې واري کم شي هم باک نه لري .

· بيا راکښته شه په همدې توګه دعمرې لپاره اووه سعيي وکړه ، په هره سعيه کې يواځي ددو زرغونو ميلانو ترمنځ چټک تګ کوه ، مخکې او وروسته ئې په عادي شکل ځه. بيا مروا ته وخېژه، دالله حمد ووايه ، څه چې دې پر صفا کړي وه دلته هم هغه کارونه ترسره کړه. که آسانه وي دعاګاني درې ځلي تکراروه.

· دطواف او سعيي لپاره ځانګړي واجب اذکار نشته ، خو ياد ولره چې هغه ذکرونه او دعاوي چې له نبي2 څخه ثابتي دي ورته پوره پاملرنه کوه.

٤- سعيه چې پوره شوه دسر ورېښتان لنډ يا وخروه ، په دې سره ستا عمره بشپړه شوه ، تردې وروسته ستا لپارهټول هغه شيان روا شوه چې داحرام په خاطر درته ممنوع وه .

· که متمتع حاجې وې نو دلوى اختر په ورځ هديه درباندي واجب ده – چې يو پوسه يا داوښ يا غوا اوومه برخه ده-که دې دانه شواي کولاي ، بيا لس ورځي روژه درباندي فرض ده ، درې ورځي به هلته په حج کې او اووه ورځي به چې کله خپل کور ته راشې ونيسې.

· که متمتع يا قارن حاجې وي نو بهتره داده چې درې ورځي روژه دعرفات له ورځي مخکې ونيسي.

دحج طريقه 

١- مفرد او قارن حاجي به له هغه ميقات څخه احرام تړي چې دى ورباندي راځي .

· که له ميقات څخه ورهاخوا وې، بيا به له هغه ځايهاحرام وتړې چې تا ئې نيت کړى دى.

· که متمتع حاجي وې د ترويې ( دذوالحجې اتم ) په ورځ به له هغه ځايه احرام وتړې چې ته پکښې يې. 

که اسانه وي غسل وکړه او خوشبويي ولګوه ، بيا داحرام کالي واغونده او داسي ووايه : "لبيك اللهم لبيك لبيك لا شريك لك لبيك إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لک".

٢- بيا منى ته ولاړ شه ، هلته دماپښين ، مازيګر ، ماښام ، ماخوستن او سهار لمونځونه په خپل وخت کې ادا کړه ، څلور رکعتيز لمونځ دوه رکعته وکړه.

٣- د ذوالحجې دنهم دورځي لمر چې راوختى په کراره دعرفات پر لور حرکت وکړه ، دنورو حاجيانو وروڼو له تکليفه ځان وساته ، هلته په عرفات کې دماپښين او مازيګر لمونځونه دواړه دماپښين په وخت کې په يوه اذان او دوه اقامته اداکړه . 

· وروسته دعرفات حدودو ته په ورننوتلو ځان يقيني کړه ، دلته اذکار او دعاګاني ډيري کوه ، قبلې ته مخ واړوه او د مصطفى2 دسنت مطابق لاسونه پورته کړه. 

عرفات ټول د درېدلو ځاي دى ، ترڅو چې لمر لويږي په همدې عرفات کې به پاته شې.

٤- کله چې لمر ولوېدى په ارامه به د مزدلفې لوري ته روان شې ، تلبيه وايه ، مسلمانان درڅخه زهېر نه شي ، هلته په مزدلفه کې د ماښام او ماخوستن لمونځونه يوځاي او قصر ( څلور رکعتيز دوه رکعته ) وکړه. دلته تر هغو پاته شه ترڅو د سهار لمونځ وکړې ، دسهار تر لمانځه وروسته ډيري دعاوي او اذکار وکړه ، قبلې ته مخ واړوه او لاسونه پورته کړه ، درسول الله2 پيروي همدا ده. 

٥- دلمر راختلو وړاندي دمنى پر لور حرکت وکړه ، تلبيه وايه.

هغه کسان چې عذر ولري لکه ښځي اوضعيف خلګ کولاي شي دشپې په نيمايي کې له مزدلفې څخه دمنى پرلورحرکت وکړي.

​دغټ څلي ( جمره عقبه ) دويشتلو لپاره فقط اووه شګي درسره واخله،پاته شګي هلته په منى کې راواخله،همدارنګه که داختر په ورځ دغټ څلي دويشتلو لپاره له منى څخه شګي راواخلې هم پروا نه لري.

​٦- کله چې منى ته ورسېدې داکارونه ترسره کړه:

​ا: غټ څلى ( جمره عقبه ) به- چې مکې ته نژدې پروت دى- په اوو شګو په پرله پسې توګه وولې، او دهر واري سره به تکبير وايې.

​ب: که چيري هديه درباندي واجب وه همدلته ئې حلاله کړه ، ته ئې هم خوړلاي شې او فقيرانو ته ئې هم ورکړه.

​ج: دسر ورېښتان وخروه يائې لنډ کړه ، خريل ئې بهتر دي. او ښځه به دګوتي د بند اندازه ورېښتان کم کړي.

· پورتنى ترتيب افضل دى خو که يو له بله سره مخکي او وروسته شي هم پروا نه لري.

​· کله چې دي څلي ووېشتل ، ورېښتان دې لنډ يا وخريل [ او هديه که درباندي لازمه وه هغه دې حلاله کړه ] اوس نو ته په لومړي تحليل حلال شوې ، کالي به واغوندې او له ښځو پرته نور ټول هغه شيان چې د احرام په خاطرممنوع وه درته روا شول.

​٧- بيا به مکې ته ولاړ شې ، فرضي طواف ( طواف افاضه ) به وکړې ، بيا به سعيه وکړې. دا که متمتع وې همدارنګه که مفرد او قارن وې خو طواف قدوم دي نه وي کړى.

​تر دغه طواف وروسته تاته ښځي هم روا شوې.

​· دمنى تر ورځو او دټولو څلو ( جمرو ) تروېشتلو ورسته هم طواف زيارت ( فرضي طواف ) کېداي شي.

​٨- دلوى اختر په ورځ به تر فرضي طواف وروسته بېرته منى ته راشې ، دلته به د ١١م- ١٢م- او ١٣م ورځي تيري کړې. دا د تشريق ورځي بولي. که دوې ورځي تيري کړې هم پروا نه کوي.

​٩- په پاته درو يا دوو ورځو کې چې په منى کې به يې ټول درې سره څلي ( جمرې ) به تر زوال وروسته وولې. له لومړى جمرې څخه به ئې راپيل کړې چې له مکې څخه تر نورو ليري پرته ده ، بيا به منځنى او ورپسې غټ څلى ( جمره عقبه ) وولې ، هر څلى به په اوو شګو په پرله پسې توګه ولې او دهر واري سره به تکبير وايې .

​· که دې غوښتل چې په منى کې دوې ورځي تيري کړې نو ددوهمي ورځي له لمر لوېدو وړاندي به له منى څخه وځې ، که لمر درباندي ولوېدى دريمه شپه به همدلته کوې او په دريمه ورځ به ددوهمي ورځي په څېر ټول څلي ( جمرې ) ولې.

​· ناروغ اوضعيف کولاي شي د ويشتلو ( رمي ) لپاره بل څوک وټاکي او ټاکل شوى وکيل کولاي شي لومړى دځان لپاره بيا دخپل موکل له خوا جمرې په هماغه يوه ځاي کې وولي.

​١٠- دحج داعمالو تر بشپړېدو ورسته چې دي د تګ اراده وکړه پر کعبه به طواف وداع وکړې. له هغه مېرمني پرته چې په حيض يانفاس کې وي دبل چا لپاره ددغه طواف پرېښودل جائز نه دي.

پر محرم څه شي واجب دي ؟

١- دالله فرائض به په پوره توګه عملي کوي ، لکه لمونځپر خپل وخت او په جماعت ادا کول.

​٢- دالله له نواهيو څخه به په کلکه ډډه کوي لکه چټي خبري ، فسق ، جګړې او نافرماني.

​٣- په خبرو او کارونو کې به دمسلمانانو له تکليفه ځان ژغوري.

​٤- داحرام له ممنوعه شيانو څخه به ځان ساتي. چې هغه دادي:

​ا: خپل ورېښتان او نوکان به نه اخلي. که داحرام په وخت کې بې اختياره ځني ايله شول څه شى ورباندي نشته .

​ب: په بدن ، کاليو ، خوراک او څيښاک کې به خوشبويي نه کاروي .

​ج: دوچي ښکار ته به لاس نه وراچوي ، ترڅو چې محرم وي ترهغو به ښکار نه وژني ، نه به ئې پسي اخلي او نه به ورباندي دبل چا مرسته کوي.

​د: محرم او حلال شخص به دواړه دحرم درخته اوشين نبات نه شکوي او نه به دحرم لقطه(ورکه) پرته له اعلانولو راپورته کوي. رسول الله2 له دې ټولو څخه منعه کړې ده.

هـ: ښځو ته به نه مرکه کوي او نه به نکاح ورسره تړي،نه دخپل ځان لپاره اونه هم دبل لپاره دا کار کولاي شي. همدارنګه ترڅو چې محرم وي نه جماع او نه هم په شهوت سره بازى ورسره کولاي شي. دا محظورات دنارينه اوښځي دواړو لپاره دي.

​​لاندي ممنوعات يواځي دنارينه لپاره دي :

​ا: سر به په داسي شي نه پټوي چې د سر سره وصل او مښتى وي ، مګر سايوان ، دخوني چت ، موټر او غوټه پر سر اخستل تاوان نه کوي.

​ب: نه به قميص او نه به هغه شيان اغوندي چې ګنډل شوي وي چې ټول بدن يا ئې يوه برخه ور پټه کړي. همدارنګهنه برانکولا،نه لنګوټه،نه پرتوګ او نه هم موزې استعمالولىشي،که ئې لنګ نه درلودى پرتوګ اغوستلاي شي،يا ئې څپلۍ نه شواي موندلاي کولاي شي چې موزې په پښو کړي.

​· که محرم دهيري يا ناخبرتيا په صورت کې ګنډل شوې جامه واغوستل،يا ئې خوشبويي استعمال کړه- خو داټول دهيري يا ناخبرتيا په حال کې وي- پر ده باندي فديه نشته،هروخت چې ئې په ياد شول يائې په حکم خبر شو ژرترژره به ئې له ځانه ليري کړي او دا کار پر ده واجب دى.

​· دڅپليو په پښو کولاي شي همدارنګه ګوتمۍ ،دسترګو عينکي،دغوږ ګوشۍ ، دلاس ساعت ،کمربند او دپيسو يا اسنادوساتلو لپاره هميانۍ استعمالولاي شي. 

​· دکالو بدلول،وينځل،دسر او بدن پرېولل جائز دي. که بې قصده ئې ورېښتان توى شول پرده باندي څه نشته ، همدارنګه که زخمي شي څه شى ورباندي نشته.

درسول الله2 دمسجد دزيارت طريقه

​١- دا درته سنت دي چې مدينې منورې ته په هروخت کې دمسجد نبوي دزيارت اوهلته دلمانځه کولو په نيت ورشې؛ځکه په مسجد نبوي کې يو لمونځ پرته له مسجدالحرام څخه د نورو ځايونو تر زرو لمونځونو بهتر دى. په دې هکله درسول الله2 قول شته.

​٢- دمسجد نبوي دزيارت لپاره احرام او تلبيه نشته او نه هم دحج او مسجد نبوي دزيارت ترمنځ څه ارتباط شته.

​٣- چې مسجد نبوي ته ورسېدې راسته پښه مخکې کړه، دالله نوم ياد کړه ،پرخپل نبي2 درود ووايه او دا دعا وکړه: اللهم افتح لي أبواب رحمتك .

​٤- تر داخليدلو ورسته سمدستي دوه رکعته ( تحية المسجد ) وکړه،که ئې په (رياض الجنة)کې وکړې ډېر به ښه وي،که نه وي دمسجد په هرځاي کې سهي دى.

​٥- بيا دنبي 2 قبر ته ورشه،مخامخ ورته ودرېږه په ادب او کرار اواز داسي ووايه: السلام عليك يا رسول الله ورحمة الله وبركاته .

​درود پر ووايه اودا سي هم ويلاي شې: اللهم اته لوسيلة والفضيلة وابعثه مقاما محمودا الذي وعدته.الله أجزه عن أمته أفضل الجزاء .

​· بيا به لږ راسته لوري ته وګرځې دابوبکر رضي الله عنه دقبر مخ ته ودرېږه ، سلام ورباندي ووايه او دمغفرت دعا ورته وغواړه.

​· بيا هم راسته لوري ته وګرځه چې دعمر رضي الله عنه قبر ته مخامخ شې ، سلام ورباندي ووايه او دعا ورته وکړه.

​٦- داهم سنت دى چې په پاکي مسجد قبا ته ولاړ شې ، هلته لمونځ پکې وکړې ؛ داکار رسول الله2 کړى دى او خلګ ئې ورته ترغيب کړي دي.

​٧- دبقيع دقبرونو زيارت سنت دى ، رسول الله2 کړى دى او دعاوي ئې ورته کړي دي ، همدارنګه دعثمان ، داُحد دشهيدانو او د حمزه رضي الله عنهم دقبرونو زيارت ته ورتلاي شې. خپلو صحابه وو ته ئې دا ورښودلې ده چې کله دقبرو زيارت کوي داسي به وايي: السلام عليكم أهل الديار من المؤمنين والمسلمين، وإنا إن شاء الله بكم لاحقون ، أسأل الله لنا ولكم العافية.

​· د ذکر شوو ځايونو پرته په مدينه منوره کې داسي مسجدونه او ځايونه نشته چې څوک دي دزيارت په نيت ورشي ، ځان په داسي کارمه په تکليفوه چې اجر پکې نه وي ، بلکي ډېر ځله په داسي کارونو کې ګنا نغښتې وي . والله ولي التوفيق .

هغه خطاوي چې ځيني حاجيان ئې کوي 

​لومړى: په احرام کې خطاوي: 

​· له خپل ميقات څخه دحاجي بې احرامه تېرېدل ، ترڅو چې جدې يا بل داسي ځاي ته ځان ورسوي چې په ميقاتونو کې داخل وي او له هغه ځايه احرام وتړي. دا کار درسول الله 2 د امر مخالفت دى او بايد هر حاجي له هغه ميقاته احرام وتړي چې دى ورباندي راتېريږي .

​· که له چا څخه دا تېروتنه وشي که ورته اسانه وه دا پرلازمه ده چې بېرته به ميقات ته ځان رارسوي او له هغه ځايه به احرام تړي ،که ئې دا نه شواي کولاي نو فديه ورباندي لازمه ده چې په مکه کې به ئې حلالوي او ټوله به فقيرانو ته ورکوي. دا که دهوا له لاري وي ، که د وچي او يا هم د سمندر له لاري ټول بې فرقه دي .

​· که دپنځو معلومو ميقاتونو څخه پرته پر بله لار راتلى نو پر هغه ځاي به احرام تړي چې دلومړي ميقات پر برابر راشي.

​دوهم : په طواف کې خطاوي:

​١- دحجر اسود وړاندي طواف پيلول. او واجب داده چې له حجر اسود څخه شروع شي.

​٢- دحجر اسماعيل (حطيم) په دننه کې طواف کول.

په دې صورت کې ئې پر کعبه بشپړ طواف نه دى کړى بلکي دکعبې پر يوه برخه ئې طواف شمېرل کيږي ؛ ځکه حطيم په کعبه کې داخل دى او طواف ئې باطل دى.

​٣- په ټولو اوو سرو طوافونو کې رمل (منډه) کول.

رمل يواځي په لومړيو درو طوافونو کې کيږي او هغه هم په طواف قدوم کښې. 

​٤- دحجر اسود دمچولو لپاره گڼه ګوڼه .کله ناکله وهل-ټکول او ښکنځل هم ورسره ملګري وي،دا کارونه ناروا دي ؛ دمسلمان زورول ، ناحقه ښکنځل او وهل جائز کار نه دى.

​· که حجر اسود مچ نه شي طواف ته زيان نه رسيږي اوسهي دى ، کله چې ئې پر برابر راشي يواځي اشاره اوتکبير هم کفايت ورته کوي ، که څه هم ځني ليري وي.

​٥- حجر اسود دتبرکت په نيت مسحه کول بدعت دى او په اسلام کې هيڅ اصل نه لري ، سنت طريقه داده که ورته اسانه وي چې يواځي مسحه اومچ شي.

​٦- دکعبې ټول رکنونه (کونجونه) يا کله ناکله ټول دېوالونه مچول او مسحه کول. 

نبي2 يواځي دحجر اسود او يماني رکن مسح کړى دى.

​٧- د طواف دهر شوط لپاره ځانګړې دعا کول. 

له رسول الله2 څخه داډول دعاګاني ثابتي نه دي ، پرته له دې څخه چې هغه به کله حجر اسود ته راورسېدى تکبير به ئې وايه او دهر شوط په آخر کې به ئې دحجر اسود او رکن يماني ترمنځ دا دعا کول: ربنا آتنا في الدنيا حسنة في الآخرة حسنة وقنا عذاب النار.

​٨- ځيني طواف کونکي آواز دومره لوړ کړي چې نور طواف کونکي په تشويش کړي.

​٩- دلمانځه لپاره پر مقام ابراهيم ازدحام کول. 

دا دسنت خلاف کار دى او طواف کونکي په زوريږي ، دطواف دوه رکعته دمسجد په هرځاي کې سهي کيږي.

​دريم : په سعيه کې غلطياني :

​١- ځيني حاجيان چې صفا يا مروا ته پورته شي هلته کعبې ته مخامخ په لاسونو داسي اشارې ورته کوي لکه په لمانځه کې چې تکبير ته لاسونه پورته کوي. دا اشاره غلط کار دى ؛ رسول الله2 لاسونه يواځي د دعا لپاره پورته کول- قبلې ته به مخامخ شو دالله حمد به ئې ووايه او دخپلي خوښي دعاوي به ئې کولې. بهتره داده چې پر صفا اومروا بانديهغه اذکار وکړي چې له رسول الله2 څخه ثابت دي. 

​٢- دصفا او مروا ترمنځ په ټوله شوط کې چټکي کول.

او سنت طريقه داده چې يواځي ددو زرغونو ميلانو ترمنځ چټک تګ وشي او په نور شوط کې کرار روان وي .

​څلورم : په عرفات کې خطاوي :

​١- ځيني حاجيان دعرفات له حدودو بهر اړوي ، همالته ترهغو پاته وي ترڅو چې لمرلويږي ، بيا پرته له دې چې پر عرفات ودريږي مخ پرمزدلفه رهي شي. 

​دا ډېره غټه تېروتنه ده او حج ئې له منځه په ځي ؛ ځکه حج عرفات دى ، پردغه شخص فرض ده چې دعرفات حدودو ته به داخليږي او بهر به نه پاتيږي. د ورننوتلو کوښښ دي وکړي ، که داکار ورته ګران وو نو لږترلږه دې دلمر لوېدو مخکي ورداخل شي او تر لمر لوېدو پوري دي هلته پاته شي.همدارنګه يواځي د لوى اختر په شپه کولاي شي چې دشپې عرفات ته ورشي.

​٢- ځيني خلګ له لمر لوېدو وړاندي له عرفاته روانيږي .

​داکار جائز نه دى ؛ ځکه رسول الله2 تر هغه وخته پر عرفات ولاړ وو ترڅو چې لمر ښه ولوېدى.

​٣- د عرفات دغره څوکي ته دختلو لپاره ګڼه ګوڼه او ازدحام جوړول چې ډېر تاوانونه ځني پېښيږي.

​عرفات ټول ددرېدلو ځاي دى ، غره ته ختل او هلته لمونځ کول په شريعت کې نشته.

​٤- ځيني خلګ د دعا په وخت کې دعرفات غره ته مخ اړوي.

​او سنت دادى چې قبلې ته مخ وګرځول شي.

​٥- ځيني خلګ په نورو ځايونو کې دعرفات دخلګو سره دمشابهت لپاره د خاورو غونډياني جوړوي. 

دا کار دالله' په شريعت کې هيڅ اصل نه لري. 

​پنځم: په مزدلفه کې خطاوي :

​١- ځيني خلګ په مزدلفه کې مخکې له دې چې دماښام او ماخوستن لمونځونه وکړي ترټولو لومړى د جمرو وېشتلو  لپاره شګي ټولوي، دوئ دا عقيده لري چې د جمرو ويشتلو لپاره بايد شګي ارو مرو له مزدلفې را واخستل شي.

​· سهي خبره داده چې دحرم له هره ځايه ئې راټولوى شي ، رسول الله2 دا امر نه دى کړى چې دجمرو ويشتلو لپاره به شګي له مزدلفې را اخلئ ، کله چې دى2 سهار له مزدلفې څخه روان شو او منى ته ورسېدى هلته دده لپاره شګي راټولي شوي وې. 

همدارنګه پاته نوري شګي ئې هم له منى څخه را اخستلې.

ځيني کسان شګي په اوبو پرېولي. خوپه شريعت کې دا کار نشته.

​شپږم: په رمي (څلو ويشتلو) کې خطاوي:

​١- ځيني حاجيان داعقيده لري چې دوئ شيطانان ولي ؛ نو ځکه دجمرو (څلو ) په ويشتلو کې له سختى او درد څخه کار اخلي او دغه شيطانانو ته ښکنځل کوي.

دجمرو ويشتل يواځي او يواځي دالله د ذکر د قائمولو لپاره دي .

​٢- په غټو شګو ، څپليو يا لرګيو دجمرو ويشتل. 

​دا په دين کې افراط دى او رسول الله2 منعه ځني کړې ده.

​· بلکي دجمرو ويشتل په وړو شګو دي ، چې تقريبا دپوسه تر پچې غټه نه وي.

​٣- دجمرو ويشتلو په وخت کې رش او جنګونه کول. 

​شرعي طريقه داده چې نرمي وشي او دخپل وس په اندازه په ويشتلو کې فکر وشي چې دنورو د ضرر سبب نه شي.

​٤- شګي په يو وار ټولي ورغورځول .

​علماء وايي: په دې صورت کې ئې يواځي ديوې شګي ويشتل شمار شول.

· شرعي طريقه داده چې په يوه-يوه شګه وويشتل شي او دهري شګي سره تکبير وويل شي.

​٥- په هغه صورت کې چې قدرت لري بيا هم دتکليف او رش په خاطر دجمراتو ويشتلو لپاره نائب (وکيل) ټاکي. 

وکيل هغه وخت ټاکل کيږي چې د ناروغۍ يا بل سبب له امله وس نه لري.

​اووم: په طواف الوداع کې خطاوي:

​١- ځيني خلګ دلوى اختر په دوهمه ورځ دجمرو ويشتلو وړاندي له منى څخه راووځي ، طواف الوداع وکړي ، بېرته منى ته ولاړ شي ، هلته جمرې وولي ، له هماغه ځايه رهي شي او آخري عهد ئې دجمراتو سره شي نه دکعبې سره. او نبي2 فرمائلي دي: "لا ينفرن أحد حتى يكون آخر عهده بالبيت" .

​" هيخوک دې تر هغو نه ځي تر څو چې آخري عهد به ئې د بيتې سره وي " .

​· طواف الوداع هغه وخت واجب دى چې دحج له ټولو کارونو راخلاص شې او له سفره مخکي وي ، بيا به نو په مکه کې پرته له يو واړه عارض څخه دبل څه لپاره نه پاتيږي.

​٢- تر طواف وداع وروسته له مسجد څخه دشا پرخوا راوتل او کعبې ته مخ اړول.

ددوئ په فکر دا د کعبې تعظيم او درناوى دى، خو په دين کې بدعت دى او هيڅ اصل نه لري.

​٣- ځيني کسان تر طواف الوداع وروسته دمسجد د دروازې سره دريږي ، کعبې ته ګوري او داسي دعاګاني کوي لکه له کعبې څخه چې رخصت اخلي. 

دا هم بدعت دى په شريعت کې نشته.

​اتم: دمسجد نبوي دزيارت په وخت کې غلطياني:

​١- درسول الله 2 د قبر دزيارت په وخت کې پر دېوالونو او د اوسپنو پر ميلانو ځانونه مسحه کول او دتبرک لپاره پر کړکيانو تارونه غوټه کول.

​برکت په هغه څه کې شته چې الله او دهغه رسول2 په ګوته کړى وي ، په بدعت کې برکت نشته.

​٢- د اُحد په غره کې د جګړې ځايونو ته ورتګ ، همدارنګه په مکه کې غارحرا او غارثور ته تلل ، دټوکرانو تړل ، داسي دعاګاني کول چې الله' ئې اجازه نه وي کړې او په دې کارونو کې تکليفونه ګالل. 

دا ټول بدعتونه دي ، په سپېڅلي شريعت کې اصل نه لري.

​٣- دهغه ځايونو زيارت کول چې ددوئ په ګومان درسول الله2 له اثارو څخه دي ، لکه داوښي دپرېوتلو ځاي ، دخاتم يا عثمان څاه… او له دې ځايونو څخه دبرکت لپاره خاوره را اخيستل.

​٤- د بقيع او داحد دشهيدانو دقبرونو دزيارت په وخت کې له هغوئ څخه دمرستي غوښتنه کول ، دتقرب او برکت په پلمه هلته پيسې ايښودل.

دا ډيري غټي غلطياني دي بلکي شرک اکبر( غټ شرک ) دى ، دا خبره علماوو کړې ده او دالله کتاب او سنت ئې تائيدوي ؛ ځکه عبادت يواځي دالله لپاره کيږي ، هيڅ برخه ئې دبل چا لپاره نه شي کېداي لکه : دعا ، ذبح ( حلالول) ، نذر او داسي نور … ، الله تعالى فرمايي : {وَمَآ أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ} [البينة:5] .

" او دوئ نه وه امر شوي مګر په دې باندي چې دالله عبادت به په اخلاص کوي ، دين دده ( الله ) لپاره دى".

​همدارنګه فرمايي : {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُواْ مَعَ اللَّهِ أَحَداً}. [الجن: ١٨].

​" او يقينا مسجدونه دالله لپاره دي نو دالله سره هيڅوک مه رابولئ" .

​له الله څخه سوال کوو چې دمسلمانانو حالت سم کړي ، په دين ئې پوه کړي ، موږ او دوئ له ګمراه کونکو فتنو څخه وژغوري .. دى ښه اورېدونکى او قبلونکى دى.

 

دحاجي او عمريي لپاره لنډي لارښووني 

​پر حاجي لازمه ده چې : 

​١- له ټولو ګناهونو څخه سهي توبه وباسي او دخپل حج او عمرې لپاره حلال مال غوره کړي.

٢- خپله ژبه له درواغو ، غيبت ، چغلي او مسخرو څخه وژغوري.

٣- خپل حج او عمره به ئې دالله درضا لپاره وي ، له ريا ، شهرت او فخر څخه به ډېر ليري وي.

​٤- په حج او عمره کې چې کومي شرعي لارښووني شته بايد زده ئې کړي او چې په څه نه پوهيږي په اړه ئې پوښتنه وکړي.

​٥- حاجي چې ميقات ته ورسيږي اختيار لري که مفرد حج کوي ، که تمتع او يا هم قِران کوي. خو تمتع پکې بهتره دى دا دهغه چا لپاره چې هديه ورسره نه وي او څوک چې هديه ولري نو قِران ورته افضله دى.

​٦- که محرم وېرېدى چې دناروغۍ يا بل ګواښ په سبب خپل مناسک نه شي سر ته رسولاي ، کولاي شي داشرط کښېږدي چې : که زه بند شوم نو زما دحلالېدو ځاي هغه دى چې زه بند شوى ىم.

​٧- دماشوم هلک اوانجلۍ حج سهي دى خو فرضي غاړه ئې نه په خلاصيږي.

​٨- محرم ته جائز ده چې غسل وکړي ، سر پرېولي او داړتيا په وخت کې بدن وګروي.

​٩- ښځه کولاي شي دنارينه دليدلو له ويري پر خپل مخ پړونى را ځوړند کړي.

​١٠- د ډيرو ښځو دا عادت چې تر پړوني لاندي لرګى ايږدي چې پړونى ئې له مخي پورته وي دا کار په شريعت کې هيڅ اصل نه لري.

​١١- دمحرم لپاره روا ده چې خپل هغه کالي چې احرام ئې پکې تړلى وي پرېولي او وروسته ئې واغوندي او يا ئې په نورو جامو بدل کړي.

​١٢- که چيري محرم دهيري يا ناخبرتيا له امله ګنډل شوي جامې واغوندي ، يا سر پټ کړي او يا هم خوشبويي ولګوي فديه ورباندي نشته.

​١٣- حاجي به تلبيه هغه وخت بندوي چې کعبې ته ورسيږي خو طواف ئې لانه وي شروع کړى.

​١٤- رمل ( منډه) او اضطباع ( اوږه لوڅول) يواځي په طواف قدوم کې شته او رمل بيا يواځي دهمدې طواف په لومړيو درو شوطونو کې کيږي ، هغه هم يواځي دنارينه وو لپاره نه دښځو.

​١٥- که چيري حاجي شکمن شي چې ايا درې شوطه ئې وکړه که څلور؟ درې شوطه به ئې وشميري. همداډول په سعيه کې.

​١٦- د ازدحام په خاطر دزمزم او مقام ابراهيم ترشا طواف کول پروا نه لري او مسجد ټول دطواف ځاي دى.

​١٧- دښځي لپاره په زينت طواف کول او ستر نه کول له منکرو کارونو څخه دى.

​١٨- که ښځي ته تراحرام وروسته حيض يا نفاس راغلى نو ترڅو چې پاکيږي طواف ورته جائز نه دى.

​١٩- ښځه کولاي شي دخپلي خوښي په کالو کې احرام وتړي ، خو لباس به ئې دنارينه وو سره ورته او مشابه نه وي. همدارنګه به زينت نه ښکاره کوي ، بلکي په داسي کالو کې به وي چې فتنه پکې نه وي.

​٢٠- دحج او عمرې پرته – په نورو عباداتو- کې په خوله نيت کول بدعت دى او په زوره ويل ئې تردې هم بد دي.

​٢١- مکلف انسان ته حرامه ده چې تر ميقات بې احرامه تېر شي په دې شرط چې دحج او عمرې نيت ئې کړى وي.

​٢٢- حاجي او عمريي چې دهوا له لاري راځي هغه وخت به احرام تړي چې دميقات پر برابر راشي ، دا ورته جائز ده چې په الوتکه کې دسپرېدو وړاندي داحرام تيارى وکړي.

​٢٣- دچاچې هستوګنځى تر ميقات هاخوا ورتېر وي دا پر لازمه نه ده چې ميقات ته به ځان رارسوي ، بلکي دده هستوګنځى دحج او دعمرې داحرام لپاره ميقات دى.

​٢٤- ځيني کسان تر حج وروسته له تنعيم يا جعرانې څخه ډېري عمرې راوړي ، پر دې( ډېروالي) باندي څه شرعي دليل نشته.

​٢٥- حاجي به د ترويې ( اتم ) په ورځ په مکه کې له خپل هستوګنځي څخه احرام تړي ، دمکې په داخل کې احرام پر تړل لازم نه دي او نه هم دمېزاب ( ناوې ) سره ، لکه ډېرى چې داکار کوي . او مِنى ته دتګ په وخت کې طواف الوداع نشته.

​٢٦- دنهم په ورځ له مِنى څخه دعرفات پر لوري تګ تر لمر ختلو وروسته افضل دى.

​٢٧- تر لمر لوېدو وړاندي له عرافت څخه وتل جائز نه دي. او تر لمر لوېدو وروسته چې حاجي ځي بايد په ارامه ولاړ شي.

​٢٨- دماښام او ماخوستن لمونځ مزدلفې ته د رسېدو وروسته کيږي ، دا که دماښام په وخت کې وي او که دماخوستن وخت وي.

​٢٩- د (رمي) لپاره له هره ځايه شګي را ټولولاي شي ، له مزدلفې څخه به ئې نه انتخابوي.

​٣٠- د (رمي) شګي پرېولل مستحب نه دي ؛ ځکه په دې اړه نه له رسول الله2 څخه او نه هم له صحابه وو څخه څه شى ثابت دي. او په هغه شګو چې يوځلي ئې په ويشتلي وي بيا به ئې نه په ولي.

​٣١- ضعيف خلګ ، ښځي او ماشومان کولاي شي دشپې په آخر کې منى ته ولاړ شي.

​٣٢- د اختر په ورځ چې حاجي مِنى ته ورسيږي تلبيه بهبنده کړي او جمره عقبه ( غټ څلى) به په اوو شګو په پرله پسې توګه وولي.

​٣٣- په هغه ځاي کې چې شګي ورلويږي داشرط نه دى چې په هغه ځاي کې به پاتيږي ؛ بلکي يواځي ورلوېدل ئې شرط دي.

​٣٤- د ذبيحي وخت دايام التشريق د دريمي ورځي تر لمرلوېدو پوري دى. دا دعلماوو سهي قول دى.

​٣٥- د اختر په ورځ طواف زيارت دحج له ارکانو څخه يو رکن دى ، بېله دغه حج نه بشپړيږي او دمنى تر ورځو ئې ځنډول جائز دي.

​٣٦- پر قارن (څوک چې حج او عمره په يوه احرام ترسره کوي) باندي دصفا او مروا ترمنځ يوه سعيه شته ، همدارنګه هغه څوک چې يواځي دحج احرام ئې تړلى وي او پرخپل احرام داختر تر ورځي پوري پاته وي هم يوه سعيه شته.

​٣٧- حاجي ته بهتره داده چې دلوى اختر دورځي کارونه په ترتيب تر سره کړي ، لومړى به جمره عقبه (غټ څلى ) وولي ، بيا به ذبيحه حلاله کړي ، ورپسې به سر وخروي يا به ئې لنډ کړي ، وروسته به پر کعبه طواف او ورپسې به سعيه وکړي . که ئې دغه کارونه مخ او شاته کړه هم سهي کيږي.

​٣٨- هغه اعمال چې حاجي په بشپړه توګه له احرامه په خلاصيږي.

​ا: دجمرې عقبې ( غټ څلي ) ويشتل.

​ب: دسر خرول يا لنډول.

​ج: طواف زيارت سره دسعي.

​٣٩- که حاجي تلواري وو چې ژر له مِنى څخه ووځي نو دا پر لازمه ده چې د لمرلوېدو وړاندي به ځني وځي.

​٤٠- هغه ماشوم چې رمي ( ويشتل) نه شي کولاي ، دده ولي کولاي شي چې لومړى ئې دځان لپاره او ورپسې ئې ددغه کوچني پرځاي وولي.

​٤١- هغه څوک چې د ناروغۍ ، بوډاتوب او يا هم حمل (اميندوارۍ) له کبله نه شي کولاي چې رمي ( ويشتل) وکړي دځان لپاره وکيل ټاکلاي شي چې دده پرځاي رمي وکړي.

​٤٢- هغه څوک چې دبل وکيل وي کولاي شي چې لومړى ئې دځان لپاره او بيا دخپل موکل له خوا درې سره جمرې په همدا يوه ځاي کې وولي.

​٤٣- پر هغه متمتع يا قارن حاجي – چې د مسجد الحرام هستوګن نه وي- دم پر لازم دى. ( دم يو پوسه يا داوښ او غوا اوومه برخه ده) .

​٤٤- که متمتع يا قارن حاجي د دم ( هدي ) وس نه درلودى ، بيا درې ورځي روژه په حج کې او اووه ورځي روژه چې کله خپل کور ته راشي پر واجب ده.

​ ٤٥- د حاجي لپاره بهتره داده چې دغه درې ورځي روژه د عرفات ترورځي مخکي ونيسي ، چې دعرفات په ورځ ئې روژه نه وي ، که داسي ونه کړي نو په ايام التشريق کې دې ونيسي.

​٤٦- دا درې او اووه روژې په پرله پسې يا جلا-جلاتوګه نيول بې فرقه دي.

​٤٧- طواف الوداع دحائضې او نفساء ښځي پرته پر بل هرچا واجب دى.

​٤٨- درسول الله 2 د مسجد زيارت سنت دى ، که دحج مخکي وي که وروسته.

​٤٩- هغه څوک چې درسول الله 2 ومسجد ته ورځي سنت طريقه داده چې لومړى دي دوه رکعته تحية المسجد وکړي ، داکه دمسجد په هرځاي کې وي سهي دى ، خو بهتره داده چې په روضه کې وشي.

​٥٠- درسول الله 2 او همداډول دنورو قبرونو زيارت يواځي دنارينه وو لپاره جواز لري ، نه دښځو لپاره او هغه هم په دې شرط چې دقبر لپاره به ئې دسفر نيت نه وي.

​٥١- په حجره شريفه ځان مسحه کول ، مچول او طواف ورباندي کول ډېر بې کاره بدعت دى ، له سلفو صالحينو څخه ثبوت نه لري او که ئې په طواف کې مقصد داوو چې په دې سره رسول الله2 ته ورنژدې کېږم دا بيا شرک اکبر( غټ شرک ) دى.

​٥٢- هيچا ته دا روا نه ده چې له رسول الله2 څخه د يوې اړتيا دپوره کولو يا ديو غم د له منځه وړلو غوښتنه وکړي ؛ داشرک دى.

​٥٣- په قبر کې درسول الله2 ژوند برزخي ژوند دى ، ددنيا دژوند په څېر نه دى ، دا داسي ژوند دى چې جوهر او څرنګوالى ئې يواځي او يواځي الله سبحانه وتعالى ته معلوم دى.

​٥٤- ځيني زيارت کونکي يواځي د رسول الله2 دقبر سره دعا لټوي ، مخ ئې قبر ته او لاسونه ئې ورته پورته کړي وي ، داکار په بدعتونو کې شمېرل کيږي.

​٥٥- د رسول الله2 دقبر زيارت لکه څنګه چې ځيني عوام فکر کوي ، واجب نه دى او نه هم دحج لپاره شرط دى.

​٥٦- څوک چې درسول الله2 قبر ته دسفر لپاره په حديثونو دليل وايي ، هغه حديثونه دسند له مخي يا ضعيف اوياهم موضوعي دي.

١٣٩١-٤-٢٨ ش

١٤٣٣-٨-٢٨ ق

 

دعاګاني 

​په عرفات ، مشعر الحرام ( مزدلف) او نوروځايونو کې له دغه دعاګانو څخه چې کومه يوه درته اسانه وي هغه وايه.