کور / شعر / د نازولو ښار

د نازولو ښار

ahmadwaliachakzai
دا ښکلی ښار د نازولو ښار دی
د ښايستو او د سپېڅلو ښار دی
د ورين تنديو پراخ سينه ښاپيرو
دا د حسينو او ښاغلو ښار دی
هوا يې مشک آب حيات اوبه يې
ګلان د ميني د روزلو ښار دی
ګوړه ګبين بچي بوره دي دلته
د شيرشکرو لوبېدلو ښار دی
دلته هر ځوان دی مردانه جانانه
د درنو پيغلو پاک لمنو ښار دی
هر يو سپينږری يې شفقت او عظمت
د شملورو د ستايلو ښار دی
ولس غيور ايمان دستور دی دلته
د محرابونو اذانونه ښار دی
پر هره لوېشت يې د سجدو نخښي دي
د مسلمانو مؤمينينو ښار دی
د ارمانونو وصالونو مکان
مخه ښه نن سره کولو ښار دی
د يار دا کلی د ګودر پر څنډه
نن د نيمګړو ديدنونو ښار دی
د اتڼونو خوشاليو کوربه
نن مرثيو د ږغولو ښار دی
مځکه خړوبه آسمان هم راته سور
نن کربلا د ماتمونو ښار دی
دا د رامبېل چامبېل ګلانو کلی
نن د ګلپاڼو ټولولو ښار دی
د کجاؤ او د ډوليو وطن
نن جنازو پورته کولو ښار دی
د ميني عشق او محبت ټاټوبی
نن د جانان د پټولو ښار دی
دا عنبرينه دا رنګينه سينه
نن د ګريوان خړوبولو ښار دی
دا ښکلی ښار د نازولو ښار دی
د شهيدانو او سپېڅلو ښار دی


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۸مه نېټه، بون
________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه