کور / سياسي / موږ څه غواړو؟

موږ څه غواړو؟

هارون زاخيلوال

 د مهاجرینو د پاتې کیدو غوښتنه نه کوو بلکې دا مو ستر ارمان دی چه افغان مهاجرین که په پاکستان کې دي او که په ایران کې دي ؛ پر خیر او خیریت خپل وطن ته ستانه شي.Haroon zakhailwal هارون زاخيلوال

زموږ تېر او راتلونکې لاریونونه د دې هدف لپاره دي چې مهاجرین په عزت او ابرومندانه طریقی سره خپل هېواد ته ستانه شي.

موږ د خپل وطن ګل وطن کمپاین مخالف نه یو او نه په افغان سفیر یا افغان قونسل یا د مهاجرینو په ریاست کوم اعتراض نه لرو بلکې موږ د دوی هلې ځلې ستایو ؛ په ځانګړی توګه د افغان سفیر د هلو ځلو د زړه نه قدردانی کوو.

موږ غواړو چه دا د دری ميلونه خلکو خبره ده ، هيڅوک ې بايد عادی ونه نيسي .

موږ وايو چه د مهاجرينو په قضيه کې دری اړخونه ( پاکستان ، افغان حکومت او يو اين ايچ سي آر ) شامل دي ؛ دريواړه ې بايد خپل مسووليت ادا کړي .

پاکستان بايد افغانانو ته د ترهغې چه وخت ورکړل شوې دا موقع ورکړي چه ځان تګ ته تيار کړي ، خپل کاروبار راټول کړي ، که کور ، موټر ، دوکان لري هغه خرڅ کړي ، د خپلو بچيو او اولادونو تعليمي اسناد راټول کړي. دا په لس ورځو کې ځای خالي کول او شل ورځو کې ځای خالي کولو خبري ختمي شي . د پوليسو لخوا چاپي او ازارول بايد بند شي.

يو اين ايچ سي آر بايد د افغان مهاجرينو په تنګولو او آزار چپ پاتی نشي . د چيکنګ مرکزونه بايد زيات کړي ، بېرته ستنيدونکو ته امتياز زيات کړي او نا راجستر يا بي کارتونو خلک هم بايد د امتياز نه محروم نه کړي .

افغان دولت بايد د مهاجرينو ورتګ لپاره د منظم پلان له مخی تياري ونيسي . د مهاجرينو وزارت بايد له اوس نه چمتو وي ځکه چه مخته ژمي راتلونکی دی ، د دری ميلونو خلکو هرکلي ته بايد اماده وي.

حکومت که نور نه وي مهاجرينو ته د زون په سطحه يو ډاګ يا دښته نومري کړي تر څو دوی هلته کورونه جوړ کړي …

هغه خلک چه په موږ دا اعتراض کوي چه موږ ولی پيښور کې لاريونونه کوو . هغو ته مو ځواب دی چه افغان مهاجرين لا دلته دي ځکه دلته لاريونونه کوو بل د افغان مهاجرينو غوښتني يوازې د افغان دولت څخه نه دي د پاکستان او يو اين ايچ سي ار څخه هم دي ځکه مو په لومړي قدم کې حرکت لدې ځايه واخيست .

تاسي چه د داخل او په ځانګړي توګه د کابل خبره کوئ ! نو خاطر مو جمع ساتی موږ إن شاءالله دا سلسله تر کابل هم غځوو.

زموږ حرکت زموږ د ذات لپاره نه بلکی د افغان مهاجرينو لپاره دی . زموږ هدف د چا تخريب نه بلکی زموږ هدف د مهاجرينو په خير ستنيدا او ځای پر ځای کيدل دي.