کور / تازه خبرونه / لغمان: د څا اوبو څښلو له امله ۶۵کسه مسموم سويدي

لغمان: د څا اوبو څښلو له امله ۶۵کسه مسموم سويدي

د څښاک د اوبو د یوې سر پټې څاه د اوبو د څښلو له امله د یوې کورنۍ ۵۶ غړي مسموم شوي دي.

نن د دولسو بجو په شا و خوا کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ د Well څاهفرمانخیلو په کلي کې د څښاک د اوبو له یو سرپټي کوهي څخه د اوبو د څښلو له امله د یوې کورنۍ شپږ پنځوستنه مسموم شوي چې له دې جملې څلور تنه یې د روغتیايي حالت د نازکوالي له امله د لغمان مرکزي روغتون او پاتې نور یې دا مهال د کاکڅ په روغتیايي کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

په مسموم شویو کسانو کې چې د پینځو ورونو کورنۍ دي ۲۸ میرمنې، ۲۲ نارینه او شپږ ماشومان شامل دي چې له دغه کوهې یې اوبه څښلي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لارښوونه یادې سیمې ته له ولایت څخه اضافي ډاکتر او امبولانسونه استول شوي، چې د مسموم شویو کسانو درملنه پر وخت وکړي او هغه کسان چې وضعیت یې خراب وي مرکزي روغتون ته یې را انتقال کړي.

همدارنګه د ښاغلي نعیمي د هدایت سره سم د قرغیو ولسوال او امنیتي مسولین هم د پېښې ځای او کلینیک ته رسیدلي تر څو مسموم شوي کسان له نېږدې وګوري او دغه پېښه په دقیقه توګه وڅېړي.