کور / سياسي / څوک د سولي او ولس شهید دئ: استاد رباني که حشمت خلیل کرزی؟

څوک د سولي او ولس شهید دئ: استاد رباني که حشمت خلیل کرزی؟

شهيد
لیکوال: متقاعد جنرال محمد داود
د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه لوړ پوړي چارواکي راته وویل: (یوه ورځ استاد رباني راته راغئ، راته ویل یې ( په افغانستان کي مي نوم له ورانۍ، وحشت، مرګ، چور او تالان سره تړلی دئ او له دې څخه ډېر بېرېږم، چي خدای نخواسته له همدې نامه سره مړ نه سم او پسله مرګه به مي نوم په تاریخ کي خورا بد وي. اوس غواړم چي د ژوند په اخیر کي دې ملت ته داسي یو کار وکړم، چي په ښه نامه ښخ کړای سم). دی وایې ما ورته وویل، چي زه به په همدې اړه فکر وکړم او ستاسو خبره به له ولسمشر سره شریکه کړم او بیا به تاسو ته حال در کړم. زما ملګری وایې، چي ما د استاد رباني دا غوښتنه د ولسمشر سره شریکه کړه او ولسمشر راته وویل، چي د سولي د شورا ریاست به استاد رباني ته ورکړو، کېدای سي چي له همدې لاري یې دا ارمان پوره سي. موږ هم دا ریاست استاد رباني ته ورکړ.
​خو کله، چي استاد رباني د ۲۰۱۱ م کال د سپټمبر پر ۲۰ په کابل کي په یوه ځانمرګي برید کي ووژل سو، دده د مرګ د اعتراض او سپیناوي لپاره ولسمشر کرزي خپل یو نږدې مامور پاکستان ته د پاکستان د نظامي او استخباراتي لوړ پوړو چارواکو سره د لېدو لپاره ور ولېږئ، تر څو د پاکستانیانو څخه د استاد رباني د مرګ علت وپوښتي.
دغه مامور وایې:
زه چي کله د پاکستان د نظامي او استخباراتي لوړ پوړو چارواکو سره کښېناستم او هغوی ته مي خپل اعراض وړاندي کړ، هغوي په سړه سینه راته وویل، چي ښاغلې ته پوهیږي، چي استاد رباني زموږ نږدې دوست دئ او زموږ سره یې ژوري او نږدې اړیکي لرلې نو موږ به بیا په کوم دلیل خپل داسي یو دوست وژنو؟ ما ورته وویل، چي نښي نښانې داسي ښوویې چي تاسو دا کار کړی دئ. دوی راته وویل، چي موږ د استاد رباني په مرګ کي هیڅ لاس نه لرو او نه په خبر یو. ما ورته وویل، که تاسو نه وي کړی نو ستاسو کښت رتبه مامورینو به دا کار کړی وي. هغوی راته وویل، چي زموږ کښته رتبه مامورین همدا کار نه کوي او بیا که چیري یې هم کړی وي خو موږ په خبریږو. دی وایې کله چي زه بیرته کابل ته راغلم او ولسمشر ته مي دا جریان ووایه، ټوله هېښ پېښ پاته سول.  
​زما د هغه ملګري له قوله، چي استاد رباني یې د سولي د شورا تر چوکۍ رسولي وو، راته وویل، کله چي استاد رباني د سولي د شورا رئیس سو، پاکستان ته په لومړي سفر کې یې له پاکستان څخه د خپلو هغو جایدادونو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه، چي پاکستان ځني ګرځولي وه. پاکستانیانو هم په هغه لومړۍ ورځ درې کوره، چي له استاد رباني څخه یې په اسلام اباد کي ګرځولي وه، بیرته ور وسپارل او نور جایدادونه یې په کراره ـ کراره ور تسلیم کړل. همدا نن د هغو کورونو او ملکیتونو کرایه د افغانستان اوسنی د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خوري. استاد رباني په افغانستان کي د پاکستان ستراتیژیک دوست دئ، چي شنل یې زموږ ددې مقالي له حوصلې څخه وتلې خبره ده.
​ښاغلي بهیج عثماني نن پر خپل فیسبوک لیکلي ول: (نن مې د اجړايه رييس خبرو بېخی ماغزه را ګډوډ کړي دي. هره خبره يې زور راکوي. ته اوس دده منطق ته وګوره، وايي نن مې چې د شهيد حشمت خان کرزي په يادغونډه کې برخه واخيسته او خبرې مې وکړې "خواست مردم بود" بيا زياتوي چې دا هم خواست مردم دی چې د سقاو د زوی درناوی وشي. دوی په ټولې بې‌شرمۍ سره يو جنايتکار د ملي اتل په نامه را باندې ومانه. په ټولې سپين سترګۍ سره يې پښتو د ملي ژبې له رديځ څخه لرې کړه. په بشپړه بې‌حيايۍ ورځ په ورځ ملي ټرمينالوژي اړوي. په ټوله اړامنه يې له تذکرو څخه د افغان کلمه لرې کړه. په هراړخيزه لوچکۍ او لنډغرۍ يې ګټلې ټاکنې را باندې وبايللې او د دوه سري حکومت منلو ته يې اړ کړو. اوس په ټول سپکاوي سره هڅه کوي چې د خپلواکۍ د اتل اتلواله تر پښو لاندې کړي، خپلواکي مو تر پوښتنې لاندې راولي او د سقاو د زوی په نامه د يوه بل جنايتکار مړی را په اوږو کړي. موږ هر څه د هېواد د بشپړتيا د ساتنې لپاره په پټو سترګو ومنل. ودردېدو، وځوروېدو، وکړېدو خو له هېچا څخه مو ګيله ونه کړه دې ته خوشاله و چې هېواد ته مو زيان ونه رسېږي خو زه شخصاً دې پايلې ته رسېدلی يم چې دوی د رنډۍ سترګې لري چې يوه یې ومنې بله ورپسې وي نور يې بايد هېڅ ونه منو او هغه څه مو چې ورته منلي دي له هغو هم په څټ شو. نه یې اتل منو، نه يې مارشال منو، نه يې بل او نه یې بل).
​نن ډاکټر عبدالله په ډېره سپین سترګۍ وویل: ( کله، چي طالبانو کابل پرېښود او موږ کابل ونیاوه، استاد رباني حتی د ولسمشر په سرای کي لا وانه ړول او قدرت یې په سوله یزه توګه وسپارئ).
خو کله چي په بون کي د افغانستان د سرنویشت په اړه کنفرانس روان و، استاد رباني وویل، چي دی د افغانستان قانوني ولسمشر دئ او دې ته ضرورت نسته، چي بل ولسمشر دي په بون کي وټاکل سي. په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال وزیر، د بون په کنفرانس د امریکا د هئیت مشر او د ولسمشر بوش خاص استازی جېمز ډابنز په خپل کتاب: (تر طالبانو وروسته) کي په بون کنفرانس کي د روسانو د نفوذ په اړه لیکي: (رباني نه غوښتل، چي د بن د کانفرانس سره همکاري وکړي او له ارګه لاس واخلي، موږ ډېره هڅه وکړه چي رباني په سمه وپوهوو خو سمي کار نه ورکاوه، په همدې خاطر ما په کابل کي د خپل سفارت سره تماس نیاوه او ورته ومي ویل، چي دا مشکل ډېر ژر حل کړي. ډابنز وایې: ۶ ساعته وروسته د کابل څخه زموږ مامورینو په ټلیفون کي راته وویل، چي هغه مشکل حل سو او رباني د هر څه منلو ته تیار دئ. ډابنز زیاتوي، چي زموږ د سفارت مامورینو له روسي سفیر سره تماس نیولی و او روسي سفیر سیده د رباني ځای ته ورغلی او هلته د دوی تر منځ روانه غونډه یې تاش په تاش کړې وه او ورته ویلي یې وه، چي که د بون د کنفرانس پرېکړه ونه مني نو د روسیې له سخت غبرګون سره به مخامخ سي).
​د رباني د کور په اړه د ولسمشر کرزي د کورنۍ یوه غړي راته وویل، ولسمشر کرزی، چي کله له کندهار څخه کابل ته د لنډمهالي ادارې د مشر په توګه راغئ، په کور کي یې استاد رباني اړولي وه. موږ څو ځله ورته وویل، چي دا د ولسمشر کور دئ، تاسو باید له دې ځایه څخه کډه سئ، خو هغه نه منل. اخیر خبره تر خلیلزاد او لخدر ابراهیمي ورسېده. د لخدر ابراهیمي نرمي ډيپلوماسي هم کار ونه کړ او اخیر یې استاد رباني ته وویل، چي که دي تر سبا خپله ګډه له ارګه نه وه، ایستلې کډه به دي پر سړک در وغورځوم. هغه و چي په دا سبا استاد له رباني د تل لپاره له ارګه ګډه وکړه.  
​دوی احمد شاه مسعود په ملي قهرمان راباندي تیر کړ، استاد رباني یې د سولي شهید کړ، فهیم یې راباندي مارشال کړ، د پنجشیر بزګران یې راباندي ستر جنرالان، وزیران، معینان، والیان، ښاروالان، رئیسان او سفیران کړل او اوس یو ملي خاین د سقاو زوی راته ملي اتل کوي. په دا تیرو ۱۵ کلونو کي د پښتنو یوازي د سر سړي تر ۱۰۰۰۰ زیات وژل سوي دي، خو موږ یو هم نه اتل کړ او نه هم مارشال حال دا چي د سولي په راوستلو کي ولسمشر کرزي خپل پلار، ورور او د اکا زوی د لاسه ورکړي دي. په مشرقي کي قوماندان عبدالحق او حاجي قدیر د همدې لاري قربانیان دي او همداسي د پښتنو د نورو سیمو خلک در واخله.
​د سولس شهید: شهید حشمت خلیل کرزي د دوی د قهرمانانو برعکس د مظلوم اواز و، د بل په وینو یې لاسونه نه وه سره، وطن یې د ورانولو پر ځای جوړ کړی و، د افغانستان ټول ولس ته یې په یوه سترګه کتله او داسي نور انساني او مېړني خویونه یې لرل نو په تمامه معنی سره ویلای سو چي شهید حشمت خلیل کرزی د ولس شهید دئ.
​هغه د ډاکټر بهیج خبره ده، چي نور باید د دوی هیڅ ونه منو او هغه څه مو چې ورته منلي دي له هغو هم په څټ شو. نه یې اتل منو، نه يې مارشال منو، نه يې بل او نه یې بل.​