کور / هراړخیز / افغانانو هیواد مو ژغورنۍ ته اړتیا لري

افغانانو هیواد مو ژغورنۍ ته اړتیا لري

Nasrullah Hayat نصرالله حياتنصرالله حيات

کله چې په یو هیواد باندې مشکل وخت راځي ، نو قومونه اتحاد کوي ترڅو هغه مشکل له منځه ویسي، خو زمونږ په هیواد کې د ، نا امیدۍ ، قوم پرستۍ ، بې ایمانې ، حسد او کینې ، بي پروايي او د دولت سره  له مخالفت نه کار اخیستل کیږي او له همدې وجه  د هیواد دښمنان په خپل مقصد کې په ډیر اسانې سره کامیابیږي، او مونږ بیا خپل لاسونه مروړو او افسوس کوو چې کاش مونږ را پورته شوي واي لکه څنګه چې اوس د ظاهر شاه ، سردار محمد داؤد خان او د ډاکټر نجیب د دورو ارمان او افسوس کوو داسې به بیا هم دغه دوری ته افسوس او ارمان کوو خو وخت به تیر وي.
که چیرته دغه حالت چې اوس په افغانستان کې روان دی غږ پورته نه کړو او ددي په مقابل یو موټی نه شو نو مونږ خو به له دې بحراني حالت سره مخ یو خو نسلونه ، نسلونه به مو هم همداسې پدې اور کې سوځي . دغه کوم تروریستي حملي او دغه کوم بحران چې په افغانستان کې روان دي .ددې بحران په مقابل کې باید ټول قومونه راپورته شوي وای ، له دولتې چارواکو نه نیولي او د پارلمان د غړو پوري ټول باید په یو ژبه را وتي واي د هیواد او د دولت دفاع مو کړي وای، خو افسوس چې په افغانستان کې هر څه سرچپه روان دي. هر سړی د خپلې شخصي ګټو په خاطر هلې ، ځلې کوي او د هیواد په غم کې هم څوک نه دي.
په نورو هیوادونو کې چې کله کوم  تروریستي حمله تر سره کیږي یا کوم جنجال را منځته شي، هلته قومونه ، سیاسیون او سیاسی ګوندونه خپل ټول اختلافات یو طرفته کوي او د تروریستي حملي خلاف خپل دریځ ښکاره کوي . په میډیاګانو کې ټولې نړي ته دا پیغام ورکوي چې مونږ د دښمن خلاف یو موټی يو او هم  له دولت سره اوږه په اوږه حرکت کوي. خو زمونږ په هیواد کې هر څه سرچپه روان دي په ځاي ددي چې هیواد څخه ناامنې او مشکلات له منځه یوړل شي،نور  هم حالات بحرانې کولو هڅې کیږي. په ځاي ددي چې له دولت سره یوځاي شي او دښمن ته خوله ماتونکی ځواب ووايي بر عکس پر دولت نیوکې کوي تر څو د دولت مورال کمزوری کړي. اوس تاسې په میډیا کې وینې چې د هیواد په ډیرو ولایاتو کې له دښمن سره جکړه روانه ده او لسګونه افغانانو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړ ،هیواد مو په ډير نازکو حالاتو کې قرار لري، خو دلته مو اجرایه رییس له ولسمشر سره مخالفت شروع کړی دی ، په ځاي ددي چې دوي د هیواد دفاع او دښمن په مقابل کې له ولسمشر سره یوځاي شي او هیواد له دښمن څخه وژغوري، خو متاسفانه چې دوي د خپلو ګټو په خاطر نه یوازی اختلافات را منځته کړي بلکې د خپلو پلویانو سره مشوره کوي تر څو یو څو کسه د دولت خلاف راپورته کړي او حالات نور هم کړکیچن کړي.
دوستانو اوس هم وخت شته چې خپل دغه ویجاړ او وران هیواد د پردیواو پردي پالو له منګولو څخه وژغورو او نور څوک پرې نږدو چې زمونږ هيوادوال په وینو کې ولمبوي ، عزیزانو د ځینو مشرانو  په خبرو به ځان نه تیر باسو ، ځکه زمونږ د اکثره مشرانو بچې په خارجې هیوادونو کې ژوند کوي. په افغانستان کې یوازي د خپلو شخصي ګټو په خاطر اوسیږي او نه په افغانستان کې د دوي نیږدي خپلوانو وینه تویه شوي ، نه د دوي بچې پدې هیواد کې وژل شوي او نه دوي پدې پوهیږي چې غم څه شي دي او درد څه شی دی، دوي د هیواد په قسه کې هم نه دي ، نن دلته صبا په بل هیواد کې ، دا هیواد خو مونږ تاسې ته پاتې دي ، دا هیواد خو عامو خلکو ته پاتې دي ، پدي هیواد کې خو د غریب بچی اوسیږي. نو ددي هیواد ساتل هم اصلي افغانانو ته پاتې دي. لکه څنګه چې ترکانو د خپل هیواد او د دولت ساتلو لپاره ملي قیام وکړ ، لکه څنګه چې د برتانیا ، فرانسي او داسې نورو هیوادونو اوسیدونکي د تروریستي حملو او غیری قانوني کړنې خلاف ملي قیام کوي او خپل هیوادونه له بحران څخه ژغوري. داسې یو ملي قیام مونږ افغانانو ته هم پکار دي، پدي حساسو شرایطو کې مونږ ته پکار دي چې له ولسمشر سره یو ځاي د هر نا قانونه کړنې خلاف اواز پورته کړو.  ځکه  ولسمشر د نورو په شان خاین او غل ندی ، ولسمشر مو زړه له تله هیواد لپاره یو څه کول غواړي خو ځینې ځان پرسته او د پردیو غلامان نه غواړي چې هیواد مو جوړ شي ، ولسمشر په دومره سختو مشکلاتو کې، د پاکستان په شان هیواد چې مونږ يي کلونه ، کلونه د نا امنې او بي ثباتی په اور کې سیځلي یو ، نه یوازی په سیاسي  او اقتصادي لخاظ درنه ضربه ورکړه ،بلکې په نړیواله کچه يي هم په شرمو وشرموه. د هیواد په داخل کې هم ډیر بنیادي کارونه وکړل او لګیا دی کوي يي. د داسې یو ولسمشر ملاتړ کول په مونږ  ټولو افغانانو باندي فرض دی. اوبل دغه دولت چې هر څنګه دی که له منځه ولاړ  او په ځاي يي انتقالي دولت منځته راغی نو یو ځل بیا به  زمونږ ډیر هیوادوال په وینو کې ولمبول شي او کلونه ،کلونه به دا هیواد بیا دی حالت ته رانشي، نه به مو داسې یو ولسمشر په نصیب شي. هیوادوالو یو ځل بیا درته وابم چې راځی  دا خپل هیواد په خپله وژغورو.
                                                                په درنښت