کور / سياسي / دلغمان والي : لس ورځې په کابل کې

دلغمان والي : لس ورځې په کابل کې

 Abdul jabar naimi عبدالجبار نعيمي

د امنیت ،ښې حکومت دارۍ او انکشاف په برخوکې دلغمان ولایتي ادارې وروستۍ لس ورځنۍ هڅې :​
په  لغمان ولایت کې د ډاډمن امن دټېنګښت ، دغوره حکومتدارۍ او انکشاف دبنسټونو د تقويې لپاره دسیمه ییزې ادارې هڅه شپه  او ورځ جارې دي، دلغمان ولایتي ادارې رهبري هڅه کوي چې تر هرڅه لومړی په دغه ولایت کې د ډاډمن  امن دټېنګښت لپآره غوره  ګامونه پورته کړي، په همدې موخه ستاسو پآم د سیمه ییزې ادارې مشرتابه وروستیو لس ورځنیو هڅو اوتلاشونو ته را اړوم .

د روان کال دسرطان په ۲۵ نېټه لغمان والي عبدالجبار نعیمي دهېواد دجمهور رئیس سره هغه مهال چې ختیځ ته يې سفر درلود، دمیشتې ۲۰۱ سېلاب قول اردو په انګړ کې ځانګړې لیدنه وکړه،په دغه لیدنه کې يې دهېواد جمهور رئیس ته دلغمان دهر اړخیز وضعیت ،پرمختګ،حکومتدارۍ  او امنیت برخې په اړه  بشپړ معلومات ورکړل او د خپلو خبرو پر مهال يې  ولسمشر ته په لغمان کې د امنیتي وضعیت د بهتروالي او د ادارو د پیاوړتیا په برخو کې یو شمېر اړین  وړاندیزونه وړاندې کړل او له ښاغلي جمهور رئیسڅخه يې همکاري وغوښته. ​

دهېواد جمهو رئیس ډاکټر محمد اشرف غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په انګړ کې  دختیځ زون والیانو  امنیتي مسؤلینو ،جنرالانو، افسرانو او سربازانو ته هم  وینا وکړه،د امنیتي ځواکونو دقربانیو څخه يې دستاینې ترڅنګ دوی ته امر وکړ چې د مخالفینو دځپلو لپاره یوه شېبه هم له لاسه ورنکړي او په هرځای تروریستي ډلې په نښه کړي.

دهېواد ولسمشر دافغان ځواکونو دپيآوړتیا په اړه هم ټولو ته ډاډ ورکړ او یاده يې کړه چې اوس مهال دهېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه  دپخواپه پرتله پياوړي شوي دي،ښې وسلې،مهمات،جنګي وسایط او هوايي ځواک لري چې کولی شی لازیات مخالفین،تروریستي ډلې او داعش وځپي.  ​
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د سرطان په ۲۵ نېټه په پلازمینه کابل کې د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد سره لیدنه وکړه ،په دغه لیدنه کې يې د نوموړي سره یو په یود لغمان پر امنیتي وضعیت ،دملي اومحلي پولیسو پرتشکیل،اکمال،تجهیزاو تحکیماتو هر اړخیزې خبرې وکړې او له ښاغلي جاهد څخه يې دغه ولایت ته دلازیاتې پاملرنې او د امنیتي وضعیت د بهبود په برخه کې د اړینې توجه  اوهمکارۍ غوښتنه وکړه،ښاغلي نعیمي همداراز  دکورنیو چارو وزارت له رهبري سره په لیدنه کې د پولیسو په لیکو کې د لازیاتو اصلاح او سمون راوستو او امنیه قوماندانۍ ته د واکونو د ورکړې په برخو کې بېلا بېل وړاندیزونه وړاندې کړل او له ښاغلي جاهد یې وغوښتل څو په یادو او ځینو نورو مهمو برخو کې د لغمان ولایت د امنیت د تامین او بهتروالي په خاطر د لغمان د پولیسو وضعیت ته خاصه پاملرنه وکړي.​
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد بیا په خپلو خبرو کې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین او د پولیسو سره د ولسي ملاتړ په جلبولو کې د لغمان ولایت مقام د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ وویل چې دوی ژمن دي څو په لغمان ولایت کې د ولسونو او ولایتي رهبرۍ په همکارۍ د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
ډګر جنرال تاج محمد جاهد ژمنه وکړه چې د لغمان ولایتي رهبري له لوري شویو ټولو وړاندیزونو او د پولیسو په لیکوکې د لازیاتو اصلاحاتو  او سمون برخې ته به خاصه پاملرنه وکړي.

د ولایت مقام رهبري د خپلو پرلپسې رسمي لیدنو کتنو په لړ کې د سرطان په ۲۶ مه نېټه د ملي دفاع وزارت له  مشرتابه ښاغلی ډګر جنرال عبدالله حبیبي سره لیدنه وکړه،ددغې لیدنې پرمهال ښاغلي نعیمي د نوموړي سره د امنیت په برخه کې د لغمان ولایت د ولسونو نیوکې او غوښتنې شریکې کړې او په دغه ولایت کې دمیشتو ملي دفاعي ځواکونود اکمال،تجهیز،تشکیلاتو،تحکمیاتو او نویو بیزونو د ایجاد په برخه کې هم وزارت مقام ته اړین وړاندیزونه وړاندې کړل.

لغمان والي همداراز په دغه ولایت کې شوي انکشاف ته په اشارې له دفاع وزارت وغوښتل چې د امنیت په بهبود کې د رغنده همکاري په  ترسره کولو سره لازیات دلغمان پرمختګ ته زمینه برابر کړي،ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې هر سکتور په خپله برخه کې ولس ته رغنده ټولګټې پروګرامونه او پروژې ترسره کړي.​
د ملي دفاع وزیر له لغمان والي مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او هڅوونې په تړاو یې پراخه ولسي ملاتړ راجلب کړی او څو،څوځله يې د امنیتي ځواکونو ملاتړ غونډې جوړې کړي دی، نوموړي د خلکو نیوکو او اندېښنو ته په کتو ژمنه وکړه چې د لغمان ولایت د امنیت د تامین لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي او د شویو وړاندیزونو په اړه به د وزارت ټولې ادارې موظفې کړې څو ورته اساسي رسیدګې وکړي.

دسرطان په ۲۳ مه نېټه لغمان والي عبدالجبار نعیمي ددغه ولایت  د اساسي پرمختګ په موخه د اقتصاد وزیر ښآغلي عبدالستار مراد سره لیدنه وکړه او په دغه لیدنه کې يې د نوموړي سره د انکشافي برخې ټول اساسي وړاندیزونه یو په یو شریک کړل او غوښتنه يې وکړه چې په مرکز او لسوالیو کې دلغمان دخلکو غوښتنو ته اساسي پاملرنه وکړي.
لغمان والي په مرکز او ولسوالیو کې کې د پروژو د قراردادونو عقد،په ځنډ سره ولایت ته د انکشافي بودجې انتقال او د پروژو په قرادادونو کې شته ستونزې د بیارغونې او انکشاف په وړاندې جدي ننګونې یادې کړې،د اقتصاد وزارت له وزیر یې هیله وکړه چې د سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ د دغو ستونزو او خنډونو مخه ونیسي.​
په همدې لیدنه کې لغمان والي د ملي پارک ،سټیډیوم او یو شمیر نورو هغه پروژو د منظورۍ غوښتنه هم وکړه چې پخوا یې ژمنې شوې وې مګر تر دې مهاله یې په اړه عملي ګامونه نه دي اوچت شوي.​
د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد د لغمان ولایتي ادارې د ټولو هغو اساسي کړنو او تلاشونو څخه چې ددغه ولایت د انکشاف اوپرمختګ په موخه يې ترسره کوي ستاینه وکړه او یاده يې کړه چې د لغمان ولایتي ادارې لخوا ورته دلغمان ولایت ټولې بنیادي غوښتنې رسیدلې او په خپل وخت  يې د اړوند سکتورې وزارتونو سره شریکې کړي دي،نوموړي ډاډ ورکړ چې​ټولې مرستندویه ټولنې به وهڅوي چې په لغمان کې خپل فعالیتونه پیل او خلکو ته غوره خدمتونه ترسره کړي.

 

 

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ولس د هر اړخیزو غوښتونو او وړاندیزونو دشریکولو  ترڅنګ  ددغه ولایت انکشاف،نفوس او پرخوالي ته په کتو د سرخکانو،فرشغان،نورلام صاحب او نیازیو په نوم د نویو اداري څلورو واحدونو د ایجاد غوښتنه دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دسرپرست ښاغلي عبدالباقي پوپل سره د سرطان میاشتې په ۲۶ نېټه دنوموړي په دفتر کې مطرح  کړه او د یاد ولایت دموجودو ولسوالیو د اکمال،پیاوړتیا او تجهیز ترڅنګ یې د ولایت مقام لپاره د نویو تاسیساتو د ژر جوړیدو غوښتنه هم وکړه.​
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست د ښې حکومتوالۍ،انکشاف او ولسي مشارکت په عرصو کې د لغمان ولایت سیمه ییزې ادارې هڅې وستایلې او ژمنه يې وکړ چې ددغه ولایت ټولې اساسي غوښتنې به تعقیب او اړونده مرکزي ادارې به وهڅوي څو شویو وړاندیزونو ته ژر تر ژره مثبت ځواب ووايي او هر وزارت په خپله برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.​
ښاغلي نعیمي د اسد میاشتې په دوهمه نېټه دښاري پراختیا وزیر سیدسادات منصور نادرې سره د وزارت مقام په مقر کې دلیدنې پرمهال نوموړي ته دلغمان ولایت د هر اړخیز وضعیت او انکشاف په اړه معلومات ورکړل، د کور اوښار جوړونې  د وزارت مقام له رهبري يې په دغه ولایت کې د دصنعتې پارکونو دجوړیدا ترڅنګ د یو ستر ملي پارک دجوړولو او په ولسوالیو  کې د ښاري پراختیاودې ته د خاصې توجه غوښتنه وکړه. 

دښاري پراختیا وزیرښاغلي نادري بیا دلغمان سیمه ییزې ادارې رهبري له لورې دشویو وړاندیزونو  او غوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې ژر به په لغمان کې دیو ستر ملي پارک دجوړیدو چارې پيل کړي او هم به په ولسوالیو کې دښارې پراختیا ودې ته اساسي پاملرنه وکړي 

لغمان والي عبدالجبار نعیمي  دکابېنې د وزیرانو سره د پرلپسې لیدنو په لړ کې وروستي لیدنه د اسد په دریمه د ماليې وزیر اکلیل حکیمې سره وه،ښاغلي نعیمي په دغه لیدنه کې د هغو بنیادي او سترو پروژو رسمي وړاندیزونه مالیې وزیر سره شریک کړل چې تطبیق یې د هره لغماني عمري او اساسي غوښتنه ده..

عبدالجبار نعیمي په دغه لیدنه کې دماليې  وزیر سره په لغمان ولایت کې د شاهي کانال،وطن ګټو او ګله ګوش بندونو ، سرکونو، دولایت مقام لپاره دنويو تاسیساتو،سپورتي کمپلکس،ملي پارک،ښوونځيو،د پوهنتون لپاره نويو اړینو ودانیو ، پلونو او یو شمېر نورو پروژو یادونه هم وکړه او یاده يې کړه چې ددغو پروژو تطبیق دلغماني ولسونو عمري هیلې دي

ښاغلي نعیمي همداراز مالیې وزیر ته بلنه ورکړه چې د کابینې د یو شمیر مهمو او کلیدي غړو په ګډون لغمان ولایت ته تشریف راوړي او د خلکو غږ له نږدې واوري.​
مالیې وزیر د لغمان ولایتي ادارې له دې نوښت مننه وکړه چې همیشه د ولس غوښتنې تعقیبوي او د هر وزارت دروازه ټکوي، نوموړي د لغمان ولایتي ادارې مشرتابه او ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د راتلونکې کال کې به په ملي بودجه کې دلغمان ولایت سترې او بنیادي پروژې شاملې کړې او دیو شمېر نورو ټولګټو پروژو لپاره به فوق العاده بودجه منظوره کړي او ترڅنګ به يې په همدې نږدي ورځو کې د ولایت مقام لپاره دنویو تاسیساتو د جوړیدو کار عملاً پيل کړي.​

د ولایتي ادارې رهبري ښاغلي نعیمي دخپلوپرلپسې لیدنو  په وروستیو کې د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم ځانګړې ناسته درلوده چې یو په یو يې ورته د لغمان دخلکوټولې ستونزې،غوښتنې  او وړاندیزونه وړاندې کړل  چې دښآغلي عبدالله لخوا ورته دهر اړخیز همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړل شو .

سیدالرحمن عابد