کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډن کي د علمي کنفرانس خبرتيااو بلنليک

په سويډن کي د علمي کنفرانس خبرتيااو بلنليک

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنه داريانا کلتوری ټولنې په مرسته غواړي دروان کال دسپتمبر پر ((۱۷))دسويډن دمالمو په ښارکي دخپلوعلمی اودابی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې په موخه  يوه پراخه درنه غونډه جوړه کړي .

دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس  به دپوهنیار محمد رحمت الله تنها په۲۰۰۵ ز کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي تر ټولوځوان او کشراستاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍپخوانی رئیس، ، د پنځو خصوصي پوهنتونونو د استادۍ افتخار لرونکی،دالمان په هانوور پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی،د المان د فزیکوالو اتحادیېفعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کانفرانس د غوره جایزېګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیکفعال شخصيت،په پښتو او دري سربېره، په انګلیسي، جرمني د لیک، لوستاووینا څښتن . 

ښاغلی اکبر کرگردادبی داستانو اونورومسائيلو لوي ليکوال ،څېړونکي او ژباړونکی ،تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې  فريبا چرخي ،دالمان ږغ دوچه وله پېژندل سوی ژورناليست اويوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی  ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی غفور اميني او مشهور سندرغاړي امان الله اميري زيار اوزحمت وستايل سی اودوي به په راتلونکی کښي دخپل مسلک دپراختيا اوزورېدلی افغان ولس چوپړته وهڅول سي .

ديادولو وړده چې زموږ دهيواد وتلی عالم دکابل پوهنتون د ساینس پوهنځیفزیک دیپارتمنت پخوانی استاد او د افغانستان د اټومی انرژی کمیسیونپخوانی مسوول مشرالحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ به هم په خپل گډون داغونډه نوره هم درنه کړي .

ددې علمی کنفرانس يا ستاين غونډي دجوړېدونه زموږ موخه داده  چي زموږ په هيواد کي  دننه اوله هيوادنه بهرټولو هيوادوالوته ددو ي وياړلی شخصيتونو وروپېژنو اوددې ترڅنگ یې خپل ملی او انساني چوپړته وهڅوو. 

موږ به ډير زيات خوښ سوتر زموړ سره پدې درنه غونډه کي تاسود فرهنگی ټولنو او ټولنيزو سامانواستازي ،دعلم اوپوهی شخصيتونونه ليکوال ،شاعران  په خپل فعال گډون  داکنفرانس نورهم علمی او ښکلی کړی . 

دکنفرانس جوړونکی ټولنې پدې انسانی کارکښي دهرفرد اوهرې ټولنې بې غرضه مرستې اوفعال گډون دمننې په څرگندولوسره مني .

درنو دوستانو !

که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يم چي ددې  کنفرانس په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات او پيغامونه زموږ لاندي پهبرېښنا پتو  راولېږی .

برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com

ghmkhor@gmail.com                    

 

داړېکو لپاره دتليفون شمېر : (0) 736 511 5690046

ولايت خان ځډراڼ : (0)76 240 93 92 0046

هيواد شيرزاد: (0) 73714 31 40 0046

وخت : دکنفرانس رسمی پيل دورځې يوه بجه دوستان کولاي شي يوساعت وړاند تشريف راوړي .

دکنفرانس پته : 

د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار    . : Kroksbäckskolan ,Informationsalen

دناويگاشون لپاره  /   Sweden Malmö

Hyllievångsvägen-6

يادونه !

هغه دوستان چې غواړي دکنفرانس پکارکښي خپله اويادليکنې له لاري گډون ولري کولاي سي خپلي ليکنې  موږ ته دپورته په گوته سوی برېښنا ليک له لاري راولېږي ترڅودکنفرانس دټولومطالبودچاپ په وخت کي زموږکار اسانه کړي . 

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوارياناکلتوری ټولني مشرتابهجرگو په استازيتوب  حبيب الله غمخور